نظــر

څلیرویشت کاله وړاندي د کابل ننی سهار!!!

محمود افغان رشاد

ښه مي یادیږي، چې پوره څلیروشت کال وړاندي په همدې سهار د کابل په کوڅو د ملت لښکري را ګډي شوې، د غو د نجات بریالیو لښکرو د تجزيې پر پوله ولاړ افغانستان ته نجات وکړ، د خلق، پرچم او روسي یرغلګرو غار ته يې روستۍ تیږه کېښودله.

د ملت له علماؤ، روحانینو او عام ولس څخه جوړو لښکرو ملت ته له ټوپکسالارۍ، چور، غلا، ناموس ځپني، جنسي ځور، رقص مورده، میخ کوبوۍ، ښځینه سینو غوڅوني او د بشر د هر ذلت او خواري څخه نجات ورکړ.

د ماهیپر له سختي جګړې وروسته چې خپله مرحوم ملا داد الله اخند هم په کې شتون درلود، ماذیګر مهال د ورېښمین تنګي تر خوله د مرحوم سیف الرحمن په قومنده کې د نورو ملګرو سره یو ځای د لمر په ژيړ وړانګو کې ور ووتلو.

د کابل له لوري دغه ساحه د توپچي تر سختو ګذارو لاندي وه، خو واري اټکلي ول، بس پر یو ځای لګېدل، موږ د پاخه سړک د جنوب خوا ته په یوه شېله کې سره ناست و، چې مرحوم سیف الرحمن امر وکړ، چې یو یو د شمال لور ته ځانونه ورسوئ، موږ هم په وار وار په منډو منډو سړک پار کړ.

ولاړو هلته مو په کلي کې له خلکو سره شپه سبا کړه، دا بله ټوله ورځ له شرو فساد سره په جنګ اخته ولو، په سترګو مو لیدل، چې لنډغرو په ټانکو کې د شمال پر لور په منډو منډو تښتېدل، زموږ د ماشین مرمۍ به لا هم ور رسېدلې.

وسایل، مهمات او موټر يې پر لارو ترینه پاتي ول، را روانه شپه مو د کابل څخه د بګرام پر سړک په دفاعي حالت کې تېره کړه، سهار سو.

کله چې سهار دا کابل جګړه ځپلي ښار ته داخل سو، کتل مو چې خلکو د ملت د لښکرو په غاړو کې د ګولانو هارونه ور اچولي ول، دا مي هم یادیږي، چې د ارګ په خوله کې یو زریدار ټانګ ولاړ و، او د توپ تر غاړه يې د ګولونو هار را تاو و، بهرني خبریالان به راتلل او د ملت له لښکرو به عکسونه اخیستل.

خو په ښار کې د معلمو مطابق ګڼه ګوڼه نه وه، یو ځای ګورو چې نسبتا خلک زیات دي، رش جوړ ده، خو قابل توجه رش هم نه دی جوړ، ځکه د شروفساد په جګړو کې خلک سخت وېرېدلي ول.

دلته مو واورېدل چې نجب او ورور يې په اریانا چوک کې په دار ځوړل شوي دي، موږ هم بایپور په منډه کړ، چې ورغلو نجب اول ویشتل شوی او بیا په رسۍ تړل شوی او د اریانا پر چوک د خپل ورور سره یو ځای را ځوړند دی.

خلک راځي سیل يې کوي، بېرته ترینه ځي، خو یو سړی مي ولیدی، چې راغلی او نجب يې په دا مړه حالت کې ښه په خوند په لرګو وواهئ!!!

نن هغه سهار دی، د ملت لښکري په کابل کې نشته، ټولي د امریکا او ناټو غلامي لښکري بیا د هغو لنډغرو او شروفساد په شان ګرزي راګرزي، نو خود به د دغه قاتل نجب یادونه په دې خاطر کوي، چې کله که تاریخ تکرار شو، چې د موجوده غلامانو هم کم از کم یادوني ته خو لار جوړه شي.

نن هم د روسي یرغلګرو د غلامانو د دور او وخت په شان د افغانانو په ټولو ازښتو ملنډي ووهلې شوې، له علماؤ نیولې، تر قرآني احکامو پوري له ملت سره مو د اشغال ګرو امریکایانو په سرپرستي کې داسي نادري وشوې چې د لیکلو توان يې څوک نلري، د قندهار د ماشوم سوي اسوېلي، د قندهارۍ خور په چړو وهلی مخ، اجتماعي زیادتي، مطلب داسي ناخوالي مو په پټه خوله وزغملې چې د یادولو ندي.

خو د دغو لنډغرو دي دا خیال نه وي، چې ملت مو نور مسخر کړی دی، نو ځکه مو په مقابل کې څوک ندریږي، ملت د یرغلګرو تر مستقیم فشار لاندي دي، کله چې اشغال له هیواد څخه ټغر ټول کړي، بیا به دلته د هر څه حساب کتاب وي، اختیار به مو خپل وي، قانون به مو خپل وي، دغه د نن ورځي غلامان نه په اسماني قانون او نه هم په انساني قانون کې د بښلو وړ دي، بلکې دوی ټول باید د دار تختې د نجب ګاو په شان راکښ کړل شي.
وما ذالک علی الله بعزیز

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x