نظــر

اسلام كې سور خط شته؟

عبدالغفار سربڼ

صراط المستقيم  يعني څه؟

وَ اَنَّ هَٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِمًا فَاْتَّبِعُوهُ  وَلَا تَتَّبِعُوا  السُّبُلَ. فًَتَفَرَّقَ بِكُمْ  عَن سَبِيْلِهِ  ذَٰالِكُم وَصَّٰكُم بِهِ  لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ  “سورة الانعام ١٥٣
او يقينا دا ده زما مستقيمه لاره په هغې ولاړ شئ او پيروي يې وکړئ او مه ځئ په نورو لارو، بیا به تیت او پرک شئ د الله له لارې د همدغې سپارښتنه کوي تاسو ته، هیله ده چې تقوی وکړئ.

لاندې حدیث هم ددغه ایت د تفسیر له پاره  موندلی شو.

قال الإمام احمد بن حنبل: حدثنا الأسود بن عامر: شاذان، حدثنا ابوبكر- هو ابن عياش- عن عاصم – هو ابن ابي النجود- عن ابي وائل ، عن عبدالله- هو ابن مسعود، رضي الله عنه- قال: خَطَّ رسول الله صلي الله عليه وسلم خطاً بيده، ثم قال : ” هذا السبيل الله مستقيما”  و خَطَّ علي يمينه  وشماله، ثم قال: ” هذه السبل ليس منها سبيل الا  عليه شيطان  يدعو اليه ” ثم قرا : (و ان هذا صراطي مستقيما فاتبعوه ولا تتبعوا السبل فتفرق بكم عن سبيله).

الامام احمد بن حنبل رحمت الله علیه وویل چې الاسود بن عامر ويلي دي:

شاذان ابوبکر چې همدې ابن عیاش دی له عاصم نه چې همدې بیا ابن ابي النجود دی له ابي وایل نه او له عبدالله نه چې هم دی بیا ابن مسعود دی رضی الله عنه , روایت کوي چې  ویل یې:

“رسول الله صلی الله علیه وسلم یو خط په خپل لاس کش کړ (د ځمکه په سر), بیا یې وویل چې:  “دغه د الله لاره ده  مستقیمه لار ه ”  او ښي خواته یې او کیڼي خواته یې نور خطونه وکښل  بیا یې وویل : ” له دغو لارو او خطونو نه  , نه شته لیاره مګر دا چې شیطان  بلنه ورکوي هغې ته ” . بیا یې  پورتنی ایت ولوسته.

الله دې رحم وکړي چې په لیکنه کې رانه غلطي نه وي شوې.

له یوه مودې را په دې خوا يعنې له هغه وخته چې تقلیدي وارداتي ثقافت او فلسفې او ایدیولوژي ګانې افغانستان ته راننوتل شروع کړل  یو بل رواج هم له غربي سياسي نړۍ نه دلته عام شو او د سیاستوالو د خولې ذیور وګرځید.

هغه دا د منهاج عربي لفظ دی چې پښتو کې کله کله ورته تګ لاره هم ویل کیږي او بیا په دې کړنلاره او تګلارې کی د خطونو او د سرو خط کښل او رسمول هم  د میډیا او مطبوعاتو ډګر ته راورسیدل خو په سیاست کې یو بل رواج  هم څرګند شو.

د خپل مخالف ډارول او تهدید د ژبې او تقریر په مرسته یا په یو بل پسې دروغ تړل او تور پورې کول کوم لویدیځ فیلسوف چې اوس یې نوم نه راځي سیاست داسې تعریف کړی و:

سیاست هماغه دی چې څه چې وایی هغه نه کوي او څه چې کوی هغه په خوله نه وایي، نو دا عنعنه هم دلته په خصوص په دی اخرو څلویښتو  کلونو کې پراخ رواج پيدا کړ، دا ټول زمونږ له اصلي عنوان نه جلا بحث دی او اوس د اصلي خبرې په باب.

نن چې هر وزیر، هر سیاستوال، هر خبریال او څیړونکی ګوري همدا د خطونو خبرې کوي، چې دا زمونږ سور خط دی او دا د دولت او دا امریکا  او دا هم د چا او دچا سره خطونه دي.

د دوی اصلي خبر داده چې ګواکې دوی  همدغه سور خط  نه نه تیریږي، معنی دا چې ګذشت نه کوي او دا د دوی اخري موقف او موضع ده.

يعنې دوی یوه کړنلاره لري او د هغې له مخې دوی روان دي که لاره بنده وه یا سیل راغلی وي او لاره ویجاړه شوې وي دوی به بله لار نه نیسي.

خو دا په عمل کې هیڅکله هم نه ده رعایت شوې، سیاستوالو ته د مفاد، فرصت او ګټو ساتل اصول دي، خو له یوې لارې بلې ته ننوتل کومه ګناه او غلطي نه ده بلکه هدف ته د رسیدلو له پاره هرې لوبې او تغیر ته همیشه تیار دي، نو دا خو داسې ښکاري چې د سور خط لفظ فقط د عوامو د غولولو له پاره په خولې ویل کیږي او عملي او اصولي ارزښت نه لري.

که کوم خط  موجود وي هغه هدف دی او هدف د هر سیاستوال چې په غربي لیبرال دموکراسۍ ایمان لري هماغه ګټې دي، مالي او مادي ګټې

انسانان، علم، اخلاق، ادبیات، شعر او هره وسیله د هماغه هدف په خدمت کې راولي، خو دوی که د اصولي او بې برګشته موقفونو پيښې او اکټونه کوي په دنیا کې داسې ډلې او ټولګي هم تیر شوي او شته چې حقیقتا:

-اصولي موقف او قیمه او استواره موضع لري چې د هغو نه تیریدل داسې انګیري لکه چې مړ وي.

-هغه چې وایي هغه کوي  د کړنو فرق یې له خبرو سره نه وي.

-دغه ډلګۍ او خلک  د اخلاقي، دیني او ارماني اصولو او ارزښتونو په زنځير او رسۍ کې پخپله خپل ځان تړي او له هغو نه ترمرګه ځان نه غواړي چې خلاص یې کړي.

-د ازادۍ سر ښندونکي تل په خپلو معاملاتو او معادلاتو کې له لوړ ارمان چې ازادي ده نه شي تیریدلی خو د هغه د بیا لاس ته راوړلو له پاره له هر شیطان سره د جګړې او خبرو له پاره تیار دي.

-مخالفینو ته د ازاده انتخاب فرصت ورکوي او خپلې حقې لارې ته یې رابولي خو له مستقیم خط نه بل خط ته چې د طاغوت او ابلیس په طرف یې بیایي  تګ راتګ نه کوي.

-دوی که خپله لیاره پریږدي او د دښمن په لاره روان شي دوی به له هغو سره برابر ځای ونه لري بلکه د مزدور  حیثیت به ورکړل شي که ژوندي پاتې شي، خو که مخالف جهت له خپلی کږی وږی لیاری لاس واخلی او له ځان ځانی او مفاد پرستی تیر شی نو داسی به ورسره چلند وشی لکه برابر حقدار او ورور . ددی خبری تاریخ ګواه دی.

دا نن چی زمونږ په هیواد کې داسې  یوه ډله چې پورته دا ټول صفات په دوی کې جمع شوي دي د جد وجهد په حال کې دي  دوی الحمد لله د مستقيمې لارې لارویان دي هر افغان باید د دوی استقامت او رضا کارانه جهاد ته نظر وکړي او ځان په دې پوه کړي چې که دوی دنیا او د هغې متاع غوښتلی د دوی له پاره داسې شرایط او دنیوي نعمات د امریکې له خوا اماده کیدی شول  چې اولاد اولاد به یې په ارګ کې پاچاهي کړله او د هغو حمایت او پيسې او وسلې به ورسره تر ډیرو مل او همراه وې.خو دوی دا متاع په ازادۍ او دین او په قدرت بدله نه کړه مرګ یې برتره وګڼه ددی پر ځای چې د ظالمانو او معاصرو فرعونانو انډیوالي وکړي.

د امارت اسلامي طالبان الله تعالی د همدغه  اسلامي ماموریت له پاره غوره کړي، نو خامخا به دوی ته هدایت هم کیږي.

داسې معلومیږي چې په  اسلام کې فقط یواځې یو خط او لاره ده چې هغه  انسانان د الله په لور بیايي.

هماغسې چې د اسلام نبي او لارښود محمد صلی الله علیه وسلم ویلي که لس لارې هم جوړې وي  فقط هغه لاره چې الله ج په قران او د نبي صلی الله علیه وسلم په ژبه او کردار او سنت کې مونږ ته را لیږلې دی سمه سېده او خلاصون ته لار ده.

افغانان باید د خلاصون، ترقۍ او سولې له پاره بې له هغې لارې چې اسلام یې ښیي بله کرښه که سره وي یا سپينه او شنه ونه لټوي.

په ریښتنی ورورولۍ بې له شکه ټولې هغې کاذبې کرښې چې بهرني قوتونه او هیوادونه راته کاږي یا یې ښیي پریږدو او د الله په  دې نص چې:

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْل الَّلهِ جَمِيعًا وَ لَا تَفَرَّ قُوا خپل ځان سمبال کړو او له هغه تګ لارې چې سبا وطن ته یو اسلامي سالم په عدل ولاړ نظام راولي پيروي وکړو، د پاک الله له دې موقع نه چې مونږ  ته یې راکړې سمه استفاده وکړو.

ان شا الله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x