افغانستان

بامیان: طالبانو سره په تازه نښتو کې ۶ دولتي عسکر مړه او بې درکه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ تله، ۱۳۹۹ل): د بامیانو ولایت په غندک ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ تازه نښتو کې د ۶ دولتي عسکرو د مړینې او بې درکه کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن د شنبې په ورځ په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې نن سهار یې د غندک ولسولۍ به «باغک» سیمه کې د دولتي عسکرو په عملیاتي قوې وسله وال برید کې ۵ دولتي عسکر وژلي او یو بل تن یې ژوندی نیولی دی:

«په نښتو کې ۵ تنه عسکر قتل، ګڼ نور ژوبل شول او یو تن یې ژوندی نیول شوی،۲ ټانګونه له منځه تللي، یو شمیر وسلې اومهمات ترې راوړل شول.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په بامیانو او پنجشیر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ګڼې سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان باید خپله لویه قوه په پنجشیر کی بوخته کړی. کچیری پنجشیر یی نیمایی هم ونیوو فکر وکړه چی بیا په ریښتیا برلاسی دی او مسله به هم زر حل شی. خو فکر نکوم چی پنچشیر کی یو قدم هم وړاندی ولاړ شی. ځکه چی هغه خلک ورسره جنګ کوی پنجشیر خو څه لوګر او وردک ندی چی طالبانو ته ډوډی ورکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x