نظــر

بیا ھم د نجیب په اړ‎ہ دوہ خبرې!

حفيظ الدين پيرزاده

لومړ‎ۍ: د ھغه اوسني پلویان یا پخواني کمونستان دي او یا ھم له خپل تاریخ څخه ناخبرہ ځوان جذباتیان!

زاړ‎ہ کمونستان که څه ھم ډیری یې د کمونیزم د تیوري له ماتیدو سرہ له کمونیزم څخه په شا شوي خو اسلام ته یې رجوع نه دہ کړ‎ې بلکې په داسې یوہ فکري څلور لارې کې د تذبذب په حالت کې ولاړ‎ دي چې یوہ لارہ یې د اسلام، بله یې د سیکولرزم او بله یې د نورو ایډیالوژیو په طرف تللې!

پښتانه وایي: نه د دین شول نه د سادین.

جذباتي ځوانانو یې یواځې په یو ټیوب کې یو څو ویډیو گانې لیدلي چې نجیب پکې د ایاتونو او حدیثو قرئت تر مفکر او سالې په بھترہ توگه کوي او یا یې ھم ھغه ( نجیب ) د زړ‎و کمونستانو له خولو پیژندلی!

دلته بیا د پړ‎ې گوته مسلمانو لیکوالانو او پوھانو ته نیول کیږ‎ي، که ھغوی خپل دیني رسالت سم اداء کړ‎ی وای، نجیب و امثالھم یې خپل ځوان نسل ته کما حقه معرفي کړ‎ی وای نو نن به مو ځوانان داسې په پټو سترگو ور پسې نه تلل!!

دویمه خبرہ:
ملي اتل نجیب د تیښتې پر مھال مجبور کړ‎ای شو چې د ملل متحد دفتر ته پنا یوسي! د مجاھدینو د انډوخر په دوران کې کابل د جمعیتي، ھزارہ ملیشو او نبي عظیمي، بابه جان، دوستم او نورو کمونستانو تر منځ ویشل شوی و!

کابل عملا د کمونستانو په ولکه کې و، دغه کمونستان چې اوس یې د ورځې د نمانځلو ھڅې کوي، ھغه مھال ھم ټول په کابل کې گرځیدل را گرځیدل!

د مسعود سرہ د اتحاد له برکته، ډیریو یې په لوړ‎و څوکیو کارونه کول خو یوہ ته ھم نجیب ور په یاد نه و! نه یې چا د ژغورلو ھڅه وکړ‎ہ او نه یې چا نوم رسنیو ته را و ایست چې ازادہ نړ‎ۍ او نړ‎یوالو فلاحي تنظیمونو یې د خلاصون ھڅې کړ‎ې وې. ان دا چې تر وژل کیدو پس ھم ھیڅ پخواني کمونست یې پر را ځوړ‎ند شوي مړ‎ي غیرت و نکړ‎!

د ھغه مړ‎ی د پکتیا د مجاھدینو مشرانو مرحوم حقاني صیب او مرحوم کوچي نعیم صیب په وساطت تر پکتیا ورسول شو او ھلته پخپله پلرنۍ ھدیرہ کې ښخ شو!

اوس حیران یم چې دا پخواني کمونستان یې مړ‎ی په کومو سترگو نمانځي؟

آیا دا خو به یې په مړ‎ي کوم سیاسي تجارت نه وي؟!!

حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۲۶/ ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x