افغانستان

ارغندۍ کې د تېلو ۴۰۰ ټانکر سوځېدلي

نن ټکی آسیا: د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په چوک کې ، له بېګاه ماخستن راهیسې لګېدلې اورلګېدنه کې، چې لا هم ختمه نه ده ،  د امنيتي ځواکونو د اکمالاتي موټرو په تمځاى کې د تېلو شاوخوا ٤٠٠ ټانکر سوځېدلي دي.
د پغمان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال امرالله له خبریالانو سره په اړېکه کې وویل، چې دغه اورلګېدنه تېره شپه لس بجې او څلوېښت دقيقې پيل او تر اوسه (له غرمې مخکې ٨:٣٠ بجې ) دوام لري.
دى وايي، چې په ياد تمځاى کې له ولاړو موټرو ٢٥٠ ژغورل شوي او شاوخوا ٤٠٠ يې سوځېدلي دي.
دى وايي، کېداى شي دغه پېښه ځاني زيان هم ولري، خو تر اوسه يې ده ته په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.
د هغه په وينا، په ياد تمځاى کې د ايساف او افغان امنيتي ځواکونو اکمالاتي موټر درېږي او له دغه ځايه بيا پوځي قطعاتو ته اکمالات کوي.
دى وايي، چې تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل څرګند نه دى.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزى هم وايي، چې په ياده سيمه کې شاوخوا ٤٠٠ د تېلو ټانکرونو اور اخيستى دى.
دى وايي، چې په دې اړه نور جزئيات نه لري، ځکه چې تر اوسه په سيمه کې اور بلېږي او امنيتي ځواکونه د اور مړ کولو هڅې کوي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ياده سيمه کې بهرنيو ځواکونو ته د اکمالاتو سلګونه موټر د دوى د تاکتيکي بريد په پايله کې سوځېدلي دي.
دغه راز دى ادعا کوي، چې په بريد کې ګڼ شمېر د بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو کسان وژل شوي دي.
د یوې موثقې سرچینې له معلوماتو سره سم، په دې اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۶۰ ملیونه ډالر زیان اوښتی.
د یادونې وړ ده، چې په سېمه کې له اورلګېدني سره جوخت د ژغورني چارې هم پیل شوې، چې د چارواکو په وینا، د شپې تر ناوخته پورې د توندو لمبو او لوخړو له کبله ټکنۍ وې.

وحید پاڅون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x