نظــر

د نجیب کمونستي جنایاتو یو بیلګه

امرالله عمران

د کمونستانو بلخصوص د ډاکتر نجیب د جنایتو په اړه مې ډیر عجیب څه لوستي وو، چې یو بیلګه یې د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال د داخله وزارت د محابسو د عمومي ریاست په ارشیف کې د خاد دمشر ډاکټر نجیب لخوا امضاء شوی داسې سند موندل وو چې نوموړي دپل چرخي د زندان مسؤلینو ته لیکلي وو چې ( غرض تخلیه زندان ۹ هزار تن از متهمین به پاکستان اعزام شود )

وایي کله چې ددې مکتوب د مطلب په اړه د همدې ریاست له پخوانیو کارکوونکو څخه پوښتنه کیږي، هغوي وایې چې هغه مهال د پول چرخي د مسؤلینو او خاد ترمنځ د پولیګون شفري نوم پاکستان ؤ، نو دا امر ددې لپاره ورکول شوی ؤ، چې د زندان د تخلیې لپاره دې ۹زره بندیان پولیګون ته ولیږل شي یعني اعدام دې شي!.
( دکره معلوماتو له مخي د کمونستانو د واکمنۍ په مهال یوازې د پل چرخي د زندان تر یولک او دیرش زرو ډیر زندانیان په ډله ایزه توګه اعدام شوي یا ژوندي ترخاورو لاندې شوي دي، چې په دې خلکو کې اکثره د هیواد مخور علماء، صوفیان، مدرسین، مخور سپین ږیري، د پوهنتون زده کوونکي، استادان او د هیواد د تعلیمیافته قشر ځوانان او سپين روبي شامل وو.

دا خلک پلچرخي ته نږدې په هوارو سیمو د ده سبز په دښته، پولیګون، د چمتلې په دښته او ځینو نورو سیمو کې په ډله ایزه توګه ښخ شوي دي، یو پوخاني کمونیست جنرال په دې وروستیو کې ویلي دي، چې په یادو سیمو کې د ټانګونو پخوانۍ موضع ګانې چې دعسکري تمریناتو لپاره به کارترې اخیستل کیدو، له همدې بندیاو څخه ډکې شوي دي او بیا خاورې پرې اړول شوي دي.
د افغانستان زندانونه او ناویلي حقایقو په کتاب دعجیبو او غرایبو پرده پرده پورته کوي چې ټول د همداسې غمیزو داستانو ډک دی، چې د زندان او اسیر( بندي) اوږد شالید ته ورګرځي چې په اسلام کې د اسیر چلند او احکاموبیان او په افغانستان کې د زندانونو ټوله مخینه سړي ته مخي ته ږدي چې د انګریزانو د یرغل نه راونیسه تر امریکایې یرغل او اوسني حکومت پوري.

دا یې یواځې یو بیلګه وړاندې کوي، له کابل پرته دهیواد دنورو ولایاتو په زندانونه کې هم وضعیت همدومره وحشتناک او بوږنوونکې وو او په ټولو زندانونو کې قتل او تعذیت همداسي روان وو..

کمونیستانو په خپل ۱۴ کلنې واکمنۍ په مهال د افغانستان په لر او بر کې په خپل اولس هغه ظلمونه وکړل چې په منځنۍ اسیا او ختیځه اروپا کې یې د سټالین کمونیستي جنایات له بشریت څخه هیر کړل.

دوي د غوایې له کودتا سره سم د خلکو په نیولو او زنداني کولو لاس پورې کړ، په پلازمینه او ولایاتو کې تیارو شویو زندانونو سربیزه د ولسوالیو او ولایتونو د امنیه قومندانیو ودانۍ او داګسا او خاد په نوم داستخباراتو ریاستونو هم د زندانونو یا توقیف خانو په توګه کارېدل، د زنداني کولو په چاره کې کمونیستانو دومره افراطي وو، چې هسې د شک یا غلطو معلوماتو له امله یې هم خلک زنداني کول، او ډیر ځله خو یې سلامتې کورنۍ له ښځو او ماشومانو سره زندان ته اچولې، له همدې امله وه چې د بندیانو شمیر په خورا چټکۍ سره زیات شو، او حجم یې د هیواد له شته محبسونو او توقیف خونو څخه ډیر شوو، دا مهال نو کمونیستانو د همدې زندانیانو په اعدام لاس پورې کړ، او په شپه شپه کې یې نیول شوی هیوادوال په پرله پسې توګه له زندانونو ایستل او اعدامول، ددوي ددې کړنو دتوجیه لپاره یوه کمونیستي رهبر حفیظ الله امین په پوره صراحت ویلي وو، چې ( موږ شل ملیوني افغانستان ته ضرورت نلرو، بلکې زموږ لپاره کافي ده چې یوه پنځوس زریزه نمونه پرولیتاریا (سوسیالیستي ټولنه ولرو)

داسې ویل کیږي چې ډیر ځله خو دزندانیانو د اعدام دنورو عواملو په ځای یوازې ددې لپاره کیدل چې دنویو نیول کیدونکو کسانو لپاره ځای خالي شي…

دا دهغه وحشي تبعیته افغاني کمونستانو د واکمنۍ کړني وي چې اوس هغه پاتی شوني یې راته د هیواد خادمان معریفي کوي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x