افغانستان

بدخشان کې ۶۳ مسلح دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله کې تازه د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې ۶۳ تنه مسلح دولتي عسکر  طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې تسلیم شوي دولتي عسکر د یاوان ولسوالۍ مربوط دي او داچې د هغوی په تسلیمۍ سره پراخه سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې ده:

«د بدخشان یاوان ولسوالۍ مربوطاتو کې دکابل ادارې ۳ تنه قومندانان(عنایت، هوس خان او امان الدین)له خپلو ۶۰ تنو مسلحو افرادو سره یو ځای د امیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له مجاهدینو سره یوځای شول.د دوی په راتګ سره ډيرې پراخې سیمې د دښمن له وجود څخه پاکه شوه.»

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته څو میاشتې پاتې دی او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره بین الافغاني مذاکرات پیل شوي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نیږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x