یو لمر او څلور ستوري ـ لسمه برخه

حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه

په څوکرښوکې دحضرت عثمان رضی الله عنه ژوند:
– حضرت عثمان رضی الله عنه د (عام الفيل) په پنځم کال وزېږېد.
– د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د وفات په وخت کې حضرت عثمان رضی الله عنه اته پنځوس کلن و.
– حضرت عثمان رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له دوو لورګانوـرقيه او ام کلثو رضی الله عنهماـ سره ودونه کړي دي. او دواړه يې په ژوند کې وفات شوې دي.
– دڅلورويشتم هجري کال د محرم په مياشت کې يې په اوياکلنۍ کې د خلافت مسووليت ته اوږه ورکړه.
– د پنځه دېرشم هجري کال د ذی الحجې په مياشت کې په درې اتيا کلنۍ کې په شهادت ورسيد، دوولس کاله يې خلافت وکړ.
– د حضرت عثمان رضی الله عنه د نېکو کارونه يوه نمونه په يوه قرايت په يوه مصحف کې د قرآن کريم راټولول و.
– حضرت عثمان رضی الله عنه نهه زامن او اته لورګانې لرلې.
– نوم يې عثمان د عفان زوی، هغه د ابی العاص، هغه د اميه، هغه د عبد شمس او هغه د عبدمناف اموی قريشي زوی و.
– تر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پنځه کاله کشر و، او د بعثت پرکال پنځه دېرش کلن و.

د حضرت عثمان رضی الله عنه ځينې ځانګړنې

حضرت عثمان رضی الله عنه د ښايسته بدن، نازک پوستوکي، غنمرنګ، ګڼه ږيره، بې وېښتو ککرۍ او زورور لاسونه او مټې درلودې.
د حضرت عثمان رضی الله عنه مسلمانېدل
حضرت عثمان رضی الله عنه د جهالت په وخت کې هم پاک، سخي، هوښيار او د ښې کلکې رايې څښتن و. ځکه خو يې محض د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه پر دعوت دستې کليمه وويله او مسلمان شو. کله چې يې تره (حکم) له مسلمانېدو خبر شو، کلک يې وتاړه او ورته ويل يې: ته مو د پلرو او نيکو له دينه اوښتی يې؟ په خدای که دې پرېږدم، ترڅو له اسلامه تېر نه شي!
حضرت عثمان رضی الله عنه ورته وويل: والله که بېخې له اسلامه واوړم.
تره يې ترې ناهيلی شو او څه وخت وروسته يې خوشي کړ.
حضرت عثمان رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره يوداسې مسلمان و، چې خپله ټوله هستې او شتمنې يې د هغوی تر مينې ځارکړه. کله چې حضرت عثمان رضی الله عنه مسلمان شو، نو حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ورته خپله لور حضرت بې بې رقيه رضی الله عنها په نکاح کړه، او حضرت عثمان رضی الله عنه له خپلې مېرمنې سره حبشې ته هجرت وکړ، وروسته يې بيا مدينې منورې ته هجرت وکړ.

هغه مبارک له حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سره په ټولو جلسو او غزاګانو کې و.يواځې د بدر په غزاکې يې د مېرمنې د ناروغۍ په خاطر ګډون ونه کړ، او بې بې يې د احد دغزا په کال وفات شوه، وروسته حضرت محمد صلی الله عليه وسلم خپله بله لور حضرت ام کلثوم رضی الله عنها ورته په نکاح کړه، ځکه خو يې لقب (ذی النورين) شو.
دتبوک د غزا په لښکريانو کې د حضرت عثمان رضی الله عنه سخاله هيچا پټه نه ده(د ټول لښکر درېيمه برخه يې پوره مجهزه کړه.ژ). هو! حضرت عثمان رضی الله عنه په داسې وخت کې له نړۍ سترګې پټې کړې چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له مبارکې خولې يې د جنت زېری اورېدلی و، هغه د حضرت محمد صلی اللهعليه وسلم  له داسې يارانو نه و، چې پر خپل مال، شتمنې او وجود يې د اسلام لپاره کلکه مبارزه کوله.
حضرت عثمان رضی الله عنه په د حضرت ابوبکرصديق او حضرت عمر فاروق رضی الله عنهماپه خلافتونو کې له لويو، مهمو او د رايي د څښتنانو له ډلې و، تر دې چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه له شهادته وروسته خليفه شو.

حضرت عثمان رضی الله عنه په خپل خلافت کې

حضرت عثمان رضی الله عنه د شپږو تنو اصحابو له ډلې د خلکو په خوښه او بيعت وټاکل شو. دوولس کاله خلافت يې وکړ، چې لومړني شپږ کلونه ډېر ارام و، خو وروسته د عبدالله بن سبا پر مشرۍ بېلابېلې فتنې راوزېږېدي، چې حضرت عثمان رضی الله عنه به يې ډېر ځوراوه، تر دې چې په همدې فتنو کې حضرت عثمان رضی الله عنه په شهادت ورسيد.

پاتې شته…

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د