افغانستان

طالبانو میدان وردګو کې په سیلاب ځپلو مرستې ویشلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ تله، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې طالبانو په ګڼو سیلاب ځپلو خلکو خوراکي او نقدي مرستې ویشلي دي.

دغه مرستې چې د چک ولسوالۍ په سیاب درې او حکیم خیلو سیمو کې د جنوبي اسیا د سیلاب ځپلو سره د مرستې پروګرام په مرسته د طالبانو لخوا په خلکو ویشل شوي، په ترڅ کې یې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، یو سطل، د جامو مینځلو لګن، یو من وريژې، یوه کمبله او ۱۱ زره نغدې افغانۍ ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې هم د خوراک نړیوال سازمان په ګډون ګڼو بهرنیو مؤسسو او سازمانونو په مرسته د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې له سیلاب ځپلو او ناداره خلکو سره مرستې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا کولرونه وګوری هوا هم په سړیدو ده دا به د وردګو په درد و خوړل شی او کنه؟ یخی یخی اوبو به پکی څکی نور به هم مریضان شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x