خبرتیاوی او پیغامونه

امین جان مجددي: د زرګونو افغانانو قاتل نجیب او کمونستان باید ورټل شي

د حضرت احمدامین مجددي اعلامیه

ټول پوهیږو چې د افغان مسلمان اولس د تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په هغه اور کې سوځي، چې لومړۍ لمبه یې کمونستانو او د الحاد پیروانو بله کړې.

هو، کمونستانو او د شوروي یرغلګرو خلقي او پرچمي وحشي غلامانو زموږ د مسلمان افغان ولس داسې کورنۍ نه ده پريښې، چې شکنجه، شهادت ، وحشت ، هجرت او نور ډول ډول تکلیف او مصیبت یې نه وي ورته رسولی.

په رسنیو کې به خبر شوي یاست، چې د همدې وحشي کمونستانو پاته شونو او د کي جي بي جاسوسي شبکې غړو پتېیلي، چې د د ستر داړه مار او قاتل ډاکتر نجیب د مرګ په یاد د هغه د۲۴ تلین یاد غونډه د کابل د لویې جرګې په خېمه کې ترسره کړي.

که څه هم د هېواد ځيني سیاسي احزابو او سیاسي شخصیتونو له دې پارونکي اقدام سره مخالفت ښوولی، خو بیا هم لکه څرنګه چي ښايي او په کار دی هغسې مخالفت یې لا نه دی شوی، چې د دې شوم فکر او الحادي نظریې ريښې باید وچې شي.

کمونیستي وحشیان فکر کوي،چې د تېرو اتلسو کلونو په اوږدو کې به د امریکايي یرغلګرو او د هغوی د حامیانو مکررو جنایتونو او وحشتونو د مظلوم او مؤمن افغان ولس له حافظې څخه د ډاکتر نجیب او د هغوی د بادارانو او هم‌فکرو جنایتونه او ظلمونه ایستلي وي او د دوی تقلبي او خادستي خونکاران به د اتلانو په توګه ورباندې وتپي.

ډاکتر نجیب، نور محمد تره کی، ببرک کارمل او امین د تاریخ هغه تورې څېرې دي، چې د میلیونونو افغانانو د قتل عام، ترور، وحشت او بربریت په دوسیو کې نړیوال مجرمین دي. دوی د افغان ولس د ټولو بدبختیو، محرومیتونو او مجبوریتونو عوامل دي. دوی د هېواد د زعامت ، روحانیت،سیاست او علم و فرهنګ دنګ څلي او مخور شخصیتونه شهیدان کړي.

خوموږ د کمونیزم له نطفې راوتلو او د امپریالیزم په غېږ کې د خلق او پرچم لوبېدلو او غولیدلو خادستانو ته ور په زړه کوو، چې اولس او تاریخ به هېڅکله او هېچېرته تاسو ونه بخښي او نه به یې له محاکمې وژغورل شئ، که چيري بیا هم د مخلوق له محکمې او عدالت خلاص شوئ، ان شاء الله د کائناتو د پالونکي رب عادل او منتقم ذات الله تعالی په حضور کې به له عدالته خلاص نشئ.

موږ د کابل پر اداره، اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې غږ کوو، چې د نجیب او د هغه په شان نورو جنګي مجرمینو د قهرمانسازۍ د پروسې مخنیوی وکړي او د ولس د قاتلانو د تلین غونډو او یاد غونډو تر عنوان لاندې دې د میلیونونو شهیدانو، کونډو او یتیمانو په سترګو کې خاورې نه اچوي او نه دې د دې منحوس فکر غوړېدو او پراخېدو ته زمېنه برابروي.

محمدي شریعت، تاریخ او د افغان مسلمان ولس ملي ارزښتونه د دې اجازه نه ورکوي، چې قاتلان او د اجنبیانو مزدوران دې بیا ورباندې مسلط او یا یې پر وړاندې وبريښول شي.

متاسفانه په ارګ کې ناست له تاریخ او ارزښتونو عاري چارواکي هم د ولس له قربانیو او د ارګ له هغو ديوالونو حیاء نکوي، چې تر اوسه د همدې کمونیستي او خادستي وحشیانو لخوا د وژل شویو سیاسي، ملي او علمي شخصیتونو په وینو لړلې دي.

ومن الله التوفیق
حضرت احمد امین مجددي سجاده نشین خانقاه نقشبندیه مجددیه کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدلله

هغه احمد امین مجددی پخپله یو جنایی قاتل دی او خپله کورنۍ یې د یتیمانو او کونډو میراث غلا کړی دی. په رسنۍ کې شرم د اسلام ترنامه لاندې هغه هڅوي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x