افغانستان

دوستم د هند له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ تله، ۱۳۹۹ل): د نامسئوله وسله والو قوماندان او د کابل حکومت د مشر پخواني لومړي مرستیال «عبدالرشید دوستم» د هند له بهرنیو چارو زیر «جي شنکر» سره لیدلي او د افغانستان او نړۍ د وضعیت په اړه ورسره غږېدلی.

ډاکټر جې شنکر له دوستم سره خپل ګډ انځور پر ټویټر خپور کړی او په خبره يې د افغانستان په اړه د بحث په مهال یې د نوموړي  ژور بصیرت درک کړی.

د شنکر له قوله، هند د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ته ژمنتیا لري.

د نامسئوله وسله والو د قوماندان او د هند د بهرنیو چارو وزیر تر منځ لیدنه داسې مهال ده، چې د ولسي جرګې وکیلان او د چارو څارونکي حکومت په هیواد کې د نامسئوله وسله والو او ملېشو په جوړولو تورنوي.

ولسي جرګه وایي، حکومت د امنیتي میثاق تړون تر نامه لاندې په هیواد کې وسلې وېشي، چې د جنایتونو د زیاتېدو او د امنیتي بنسټونو د بې اعتباره کېدو لامل ګرځېدای شي.

څو ورځې وړاندې د شمالي ټلوالې د پخواني مشر احمد شاه مسعود ورور احمد ضیاء مسعود ویلي وو، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له طالبانو سره د قوي جګړې امکان شته؛ نو ځکه باید ټول «رهبران» چمتووالی ونیسي.

دوستم هم یو له هغو قوماندانانو څخه دی، چې زرګونه نامسئوله وسله وال لري او وخت ناوخت طالبانو ته ګواښونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x