نظــر

ډاکټر نجیب چا وواژه؟

عبدالحنان همت

د طالبانو د حاکمیت پر وخت مې د میزان د شپږمې په مناسبت د کابل له فاتح ملا عبدالرزاق اخند سره مرکه درلوده،  ملا عبدالرزاق دشهید ملا بورجان اخند له شهادته وروسته دکابل دفاتح لښکر مشري پر غاړه درلوده او دا وخت د افغانستان داخله وزیر و.

د مرکې په جریان کې مې دنجیب دمرګه په اړه ځیني وپوښتل:
چې چا مړ کړ،  څنګه مړسو او ولي مو مړ کړ؟
ځکه هغه وخت هم ځینو مغرزو کړیو اوازه ګډه کړې وه چې کواکي نجیب دای اس ای لخوا ووژل سو.

ملا عبدالرزاق اخند وویل چې دنجیب دمرګ په اړه له کندهاره. دامیر المؤم نین له دفتره  هغه وخت هدایت را ورسید چې موږ لا کابل ته نه و داخل سوې،  بیا مو په لته بند کې دجګړې ټول قومندانان را وغوښتل،  ټولو په ګډه فیصله وکړه چې نجیب باید په همغه لومړیو حالتونو کې مړ سي،  ځکه که یوځل پاته سو او خبره تر میډیا او نړیوالو ورسیده بیا یې مرګ راته ګرا نیږي.

نو کله چې موږ د کابل ښار ته داخل سو څو نفره مو له ارګه ور ولیږل چې نجیب ووژني،  دا چې ځای یې چاته نه و مالوم،  دکابل دچکرې څو طالبانو وویل چې موږ ته دملګرو ملتونو دفتر او دنجیب ځای رامالوم دی،  کله چې دوی ورغلې و ددفتر دروازه یې نه ورته خلاصوله،  دوی دوه نفره پر دروازه ور واوښتل او خپلو ملګرو ته یې دروازه خلاصه کړه،  نجیب یې را وایست دملګرو ملتونو دفتر تر اریاناچوک لاندي دزنبق څلور لارې ته څېرمه واقع دی،   دوی څو قدمه داریانا چوک خواته  تر دفتر تېر سوه او په همدې حالت کې زموږ نور ملګري هم دارګ لخوا ورورسیدل،  نجیب او ورور یې له موټره شیوه کړې او همدلته یې پر دغه عام سړک ووژل.

ما پوښتنه ځیني وکړه چې هغه طالب چې نجیب یې وواژه څه نومیږي او زه یې لیدلی سم؟

ملا عبدالرزاق اخند وخندل،  وایې هغه دلته په مجلس کې ناست دی،  خو دامنیتي ملحوظاتو له امله یې نوم نسو افشا کولی.

نوټ:
یاده مرکه په دې اړه ډیر تفصیلات لري،  هغه وخت دکابل په دولتي ورځپاڼه هیواد کې نشر سوي،  که یې څوک کلیکسون لرئ یا یې پیدا کولی سئ هلته یې کتلی سئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

زه دخلق او پرچم ظلمونه ، عقیدې او اعمال غندم ، هغه د اولس ددین او عنعناتو مخالف او د اولس قاطلین وو خو ډیر یې اوس هم سرې سترګي ازاد ګرزي ! د نجیب په برخه کې باید شرعي محکمه جوړه وی او محکمې حکم پرې کړی وی ، له بلې خوا څخه ورور یې څه کاره وو ؟؟ ایا ورور یې هم په قطل کې شامل وو او انسانان یې وژلي دي ؟

هارون

د ښاغلي پتنګ نظر ډېر معقول دی. د یوه تورن کس وژل د شرعي محکمې نه پرته د اسلام دین د اصولو سره سر نخوري. دا یو بربنډه تېری او جنایت دی چې تر سره شوی. زه فکر نکوم چې دا جنایت دې طالبانو تر سره کړی وي. د دې جنایت ترشا د سي ای اې، ای اس ای د وخت مشر حمیدګل، اسلم بېګ او یو څو نورو جنایتکوونکو لاس وو.

غ.حضرت

اصلاً بله خبره: هم مو باید غوږونه او هم مو باید ژبی او قلم د منطق تابع وی. اولاً: دوه میلونه انسانان بېله محاکمې وژل سویدی ( البته دعوه پر دې ده چی ددې دوو میلونو قاتل یا قاتلین څوک دی خو هر څوک چی وی باید لومړئ دا دوه میلونه انسانان محاکمه سوی وی بیا وژل سوی وای، استعیذبالله) . ثانیاً: د دیکتاتور داوود خان او د هغه د مظلومی کورنۍ د صحرائی اعدامونو د اعتراض د مسئلې د توضیح څخه ولی د نجیب طرفداران تېښته کوی؟ ثالثاً: که د نجیب په وژلو کی د شهنواز تڼی د لاس… نور لوستل »

پتنګ

که یو څوک پرتوګ باسي نو دا ددې مانا نلري چې زه د هم پرتوګ وباسم ! او بل داچې داؤد خان ته د دیکتاتور خطاب کول دزړو خلقیانو ترمینالوږي وه !!

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x