نظــر

لوستي ځوانان مو سياسي ليډر او لډر هم نشي توپيرولی!!

څارګر احمدزی

استعمارګر د اهدافو تر څنګ دې هدف ته هم خورا زیات کار کوي چې په مستعمره هېواد يا سيمه کې لډران سياسي ليډران معرفي کړي او اصلي او سياسي ليډران چې د ستايلو او ښه يادولو حقدار دي؛ د محکوم ولس له ذهن څخه يا بلکل ورک کړي او يا يې لږ تر لږه شخصيت ټکنی کړي، تر څو د دوی په خلاف څوک د پاڅون او خولې چوله کولو جرأت ونه کړي يا هم لږ تر لږه که له مستعمره هېواد څخه څوک هم د خپلې بقا او ازادۍ لپاره د استعمارګرو په خلاف راپاڅېږي نو دوی يې د اتلولۍ او قهرمانۍ معيارونه دومره وربدل کړي وي، چې پاڅون کوونکي او ازادي غوښتونکي په ځان پورې حيران شي چې موږ اوس ښه کوو که بد؟

خو زموږ هېواد د مستعمره توب په داسې حالت کې قرار لري چې نور نو د فکري اختلاف، عقل او حواسو د کمزورۍ، د اتلوليو د معيارونو د پېژندلو کمزوري پکې اوج ته رسېدلي.

نور خو لا پرېږده چې لوستي ځوانان مو هم سياسي ليډر او لډر نشي توپيرولی، معنا دا چې د اتلولۍ او ليډرۍ معيارونه يې له ذهن څخه اشغال وېستلي.

لوستي ځوانان مو دعقل د عقل، پوهې او حواسو د کمزورۍ تر داسې اندازې رسېدلي چې د افغانستان د تېر تاريخ ليډران او لډران يو ځای يادوي او دواړو ته اتلان وايي.

د مثال په ډول احمدشاه ابدالي رحمه الله ته هم اتل، د افغانستان بنسټ ايښودونکی، قهرمان، امپراطور او ازادي خوښوونکی واکمن وايي، همدارنګه امان الله خان ته هم د هېواد ازادي غوښتونکی، اتل، امپراطور او قهرمان وايي؛ په داسې حال کې چې ددواړو واکمنانو، اخلاق، ايمان، حيا، عزت، غيرت، مېړانې، واکمنۍ او بلکې له الف نه واخله تر يا پورې ټولو اعمالو سره ژور توپير درلود، د احمد شاه ابدالي اعمال ټول د اسلام په تله تللی شو، خو وبه وينو چې يو مسلمان، غازي، مجاهد، افغان، باحيا او باغيرته واکمن دی، مګر که د امان الله خان شخصيت وروسته له هغه چې اروپا ته يې سفر وکړ؛ وڅېړو نو وبه وينو چې نوموړی غرب خوښی، سيکولر، دانګرېزانو د قوانينو خوښوونکی او يو داسې واکمن دی چې له افغانيت سره يې هر څه اند او ژوند ټول په ټکر کې واقع وو.

بل لور ته که وګورو نو وروستی کمونست واکمن ډاکټر نجيب په داسې حال کې شهيد؟ بولي چې پلرونه او مشران يې د همدې نجيب په وړاندې په سنګرونو کې پراته وو او ورسره جنګېدل، مګر دوی لا دا توپير هم نشي کولی چې اوس خپل پلار ته چې د کمونست نجيب له لوري وژل شوی؛ شهيد ووايي؟ او که ډاکټر نجيب ته شهيد ووايي؟

لوستي ځوانان مو چې په ښوونځي کې يې تر ډېره درس ويلی وي، دې ته نه ګوري چې اسلام، هېواد، ټولنه او ابا او اجداد څه وايي، څه يې کړي؟ او د دوی له تېر شوي ژونده بايد څه زده کړو؟ بلکې خپلو نفساني او ذاتي غوښتنو پر سر اخيستي، او د اسلامي اساساتو پر ځای خپلو نفساني او ذاتي غوښتنو ته ځای ورکوي، څه چې اسلام او علماء کرام ورته وايي، هغه نه مني خو خپل نفس يې چې هر څه وغواړي هغه مني.

دوی ته د ډاکټر نجيب په څېر لډران ځکه قدر او اهميت لري چې څو ويډيويي ويناوې يې وروسته له هغه راووتلې چې کړۍ پرې تنګه شوه او د سولې او ارامۍ غږونه يې پيل کړل، خو د دغه لډر هغو جناياتو ته نه ګوري چې په ترڅ کې يې په لس ګونو زره بې ګناه هېوادوال په خورا دهشت او وحشت سره يا په شهادت رسولي او يا يې هم ژوندي تر خاورو لاندې کړي، چې تر اوسه يې هم لا ډله ييز قبرونه موندل کيږي.

لوستي ځوانان په ځانګړي ډول هغه ځوانان چې د اشغال تر سيوري لاندې تربيه کېږي، د اتلولۍ معيارونه ورڅخه ورک دي يا هم په قصدي توګه يې له نصابونو څخه لرې شوي دي تر څو د اشغال په خلاف دلته څه پېښ نه شي. نو ځکه اوس ليډر او لډر په يوه کټګوري کې شماري او يادوي يې!

لوستو ځوانان ته پکار ده چې د هېواد اسلامي تاريخ وګوري او بيا پر تېرو واکمنانو قضاوت وکړي او ښه يا بد يې پکې معلوم کړي…

نه داسې چې د اشغالګرو د ليکلي تاريخ تر لوستلو وروسته ړوند قضاوت وکړي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x