نړۍ

پیښور: کوز دیرکی ریموټ کنټرول چاودنه وشوه

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۳) له اوس څخه څو شیبي مخکي دخیبرپښتونخوا ایالت اړونده سیمه کوز دیر کی دریموټ کنټرول بم چاودنه ترسره شوه.
له سیمي څخه عیني شاهدانو خبرورکړی دی چي چاودنه کی د پاکستان دعوامي نیشنل ګوند سمیز مشر بشیر خان له څلورملګرو سره یوځای سخت ژوبل شوی دی،
بیړني مرسته کونکي دپیښي ځای ته رسیدلي دي اوژوبل کسان یی نژدی روغتون ته رسولي اودپیښي په اړه یی پلټنی پیل کړی دی.
بشیرخان ته نژدی خپلوان وایی چی دچاودني پروخت ښاغلي بشیر خان له سیمه څخه په خپل موټرکي پرلاره دتیریدو په حالت کی وو چي ورباندی چاودنه وشوه، دچاودني پړه تراوسه پوري چا په غاړه نه ده اخیستي.

اوس اوس خبرراورسیدي چي بشیرخان دسختو زخمونو له کبله وروغتون ته پرلاره سا ورکړه

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x