افغانستانسولې اړوند خبرونه

خیرالله خیرخوا په بین الافغاني مذاکراتو کې اختلافي ټکي په ډاګه کړل/مرکه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ تله، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړی «خیرالله خیرخواه» وایي، په دوحه کې د روانو بین الافغاني مذاکراتو اختلافي ټکي دادي، چې افغان جهتونه دا نه مني، چې بین الافغاني مذاکرات په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د کړي توافق په اساس پيل شوي او په مذاکراتو کې کېدونکې پرېکړې باید د حنفي فقهې پر بنسټ وي.

خیرخواه دغه څرګندونې له «نن ټکی اسیا» سره په خپله تازه مرکه کې وکړې.

نوموړي وویل، چې د دواړو لورو تر منځ د شوي توافق په اساس باید د مذاکراتو لانجمن موضوعات دباندې نه وای ایستل شوې؛ خو مقابل لوري دا خبره ماته کړې او اصل جنجال په دې دی، چې افغان جهتونه نه غواړي دا ومني چې بین الافغاني مذاکرات له امریکا سره د طالبانو د کړي توافق په حیث روان دي.

نوموړي وړاندې زیاته کړه  «اساسي ماده داده، چې موږ وایو دغه بین الافغاني مذاکراتو ته له امریکا سره د کړي تړون په اساس داخل شوي یو؛ خو دوی وایي چې دا تړون تاسې مه ذکر کوئ، زموږ او ستاسو مذاکرات اوس شروع دي، موږ ورته وایو چې په شل کاله زموږ او تاسو تر منځ ناسته نه ده شوې، اوس چې دا ناسته موږ له تاسو سره کوو، دا د هغه تړون په اساس ده، ځکه هلته ذکر  شوې چې موږ به له افغان جهتونو سره به موږ مذاکرات کوو.»

د خیرخواه په خبره، د اختلاف دوهم ټکی دادی چې اهل تشیع وایي، پرېکړې باید یوازې د حنفي فقهې په اساس نه وي او باید «اهل تشیع» هم پکې یاد شي «موږ ورته وایو چې دا قانون موږ ددې لپاره اېښی چې که چېرې په مذاکراتو کې کوم اختلاف پېښېږي هغه باید د حنفي فقهې په اساس حل شي، او په اساسي قانون کې به بیا ستاسو یادونه کېږي.»

خیرخواه ددې تر څنګ اندېښنه وښوده، چې د «مقابل لوري» له حالت ښکاري چې هغوی وخت تېرول غواړي او ښايي د مسایلو حل نه غواړي.

بشپړه مرکه لاندې د «نن ټکی اسیا» پر یوټيوب چینل کتلای شی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x