افغانستان

پکتیا کې ۸ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې په پکتیا کې ۸ تنه دولتي عکسر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې تسلیم شوي ټول دولتي عسکر د پکتیا ولایت لجې منګل ولسوالۍ مربوط دي او داچې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمییسون لخوا ورته د هرکلي ویلو ترڅنګ هغوی ملکي ژوند ته سوق کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې هم د ۳ قومندانانو په ګډون ۶۳ تنه مسلح دولتي عسکر له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي وو، چې ورسره پراخه سیمه هم د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې وه.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۲۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x