افغانستان

عبدالله عبدالله پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» د افغان سولې په اړه د بحث په موخه سبا ورځ د یوه پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته ځي.

که څه هم تر دې دمه د عبدالله دفتر پاکستان ته د هغه د سفر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو څه موده وړاند ې د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» د دوه اړخیزو اړیکو د غښتلتیا او د افغان سولې په اړه د نظرونو د تبادلې په موخه نوموړي ته د اسلام اباد د سفر بلنه وکړې، چې د عبدالله له لوري منل شوې وه.

ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکی «طاهر خان» وایي، اسلام اباد کې د عبدالله عبدالله ورتګ ته چمتووالی روان دی او تمه ده نوموړی د خپل سفر په مهال د پاکستاني چارواکو تر څنګ له پاکستاني دیني عالمانو سره هم وګوري.

د طاهر خان په خبره، عبدالله به درې ورځې په پاکستان کې پاتې شي، د چارواکو تر څنګ به د مذهبي او سیاسي ډلو له مشرانو سره وګوري او د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې به یوې ناستې ته وینا واوروي.

په تېره یوه لسیزه کې دا لومړی ځل دی، چې عبدالله عبدالله پاکستان ته ځي.

د نوموړي سفر داسې مهال دی، چې د ا فغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په موخه په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات روان دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x