نظــر

نجیب تاسې د کومې کارنامې له امله اتل بولئ…؟

عنايت الله کاکړ

شخصیت.. ؟
ایا نجیب شخصیت درلود؟ آیا د نجیب د کار د حلقې په ملګرو کې داسې څوک شته چې د نوموړي پر شخصیت ګواهي ورکړي؟ ما خو چې څومره خلقیان او آن د ده خپل پرچمیان لوستلې دي، نجیب یې یو بې شخصیته، شیاد، معامله ګر انسان ګڼلی دی، خو که فرضاََ کوم خاشه، ماصدیق پیدا هم شي د هغه ګواهي ځکه مدار د اعتبار او باور نده چې نجیب او یاران یې ټول د ملي ارادې پر خلاف په حرکت کې ول، منفور، مطرود او آن محذوف ول.

زړورتیا… ؟
آیا د نجیب په ملګرو کې داسې څوک شته چې د نجیب پر زړورتیا ګواهي ورکړي؟ نه یواځې دا چې نشته بلکې په دې برخه کې ټول شهادتونه د نجیب پر جُبن، ډارنتوب او بې زړه توب دال دي. د نجیب جُبن خو له همدې هم معلوم کړئ چې د خاد د رئیس په توګه یې ۱۲ زره وطني کدرونه پر خپل لاس(امر) تر تېغ و ایستل.

جګړه ایزه وړتیا…؟
نجیب نه یواځې دا چې جګړه ایزه وړتیا یې نه لرله، بلکې تر انتهایي بریده بې زړه او جبون قومندان وو. تاسې به غالباََ په دې غلط فهمۍ کې یاست چې نوموړی د جلال آباد د جګړې او دفاع اتل وو، داسې قطعاََ نه وه. د جلال اباد د جګړې او دفاع اتلان هغه سرتیرې او وطنپرسته خلقي افسران او جنرالان ول چې د دفاع وزیر شهنواز تڼي تر مشرتابه لاندې په دفاع وزارت پورې اړوند وو. د جلال آباد د دفاع پرمهال نجیب او تڼی سره مرور وو، خلقي جنرالان او افسران تر عتاب او تعقیب لاندې ول، په اردو کې د تصفیه سازۍ کار روان وو.
شهنواز تڼي د جلال آباد له جګړې څه باندې یو کال وروسته پر نجیب کودتا وکړه چې ناکامه شوه. له دغې کودتا وروسته نجیب اردو عملاََ فلج کړه، د ستراتیژیکو قطعاتو قومانده یې په ارګ پسې وتړله، وطنپرسته او د جلال آباد د دفاع اتل خلقي افسران یې یو په بل پسې ووژل، د جمهوري ریاست د ګارد په نوم یې نوي قوه تر خپله مستقیمه قومانده لاندې جوړه کړه، پر قومي او ژبنیو بنسټونو یې ملیشې جوړې کړې او له شورویانو سره یې د هیواد د تجزیې رسمي هوکړه وکړه.

مدیریتي وړتیاګانې یې…؟
په دې برخه کې هم نجیب صفر وو، ځکه ده لیدل چې پر حکومت د مجاهدینو فشار له یوې خوا دی، پاکستان او ځینې نور هیوادونه عملاََ د اردو له جنرالانو سره بغاوت ته د هڅولو په برخه کې له هغوي سره پر چنه وهلو لګیا وو. اقتصاد صفر ته راښکته شوی وو، خلک له لوږې مړه کیدل او دی دومره خودکامه وو چې له اردو سره یې متوازي ملیشه اي قطعات جوړول او په شمال کې یې د تجزیې د اسانه کیدو په موخه قومي او ژبنیو اغتشاشونو ته لمن وهله.

بالآخره تېښته…؟
د نجیب ډارنتوب او د مدیریتي وړتیاګانو نشتوالی له دې هم معلومیږي چې بالآخره د دې پر ځای چې د جبل السراج د کودتا کونکو پر وړاندې مقاوت وکړي، هغوي مات کړي او د یوه اتل په بڼه وځلیږي او یا هم د هیواد د دفاع په لاره کې د جګړې په ډګر کې د دښمن په لاس ووژل شي، د تيښتې لاره یې غوره کړه.
د قدرت کارونه ګورئ چې هند ته له تیښتې هم هماغو ملیشو را وګرځاوه چې ده د خلقي افسرانو پر ضد او د وطن د تجزیې لپاره جوړې کړې وې.
لنډه دا چې نجیب داسې یو کس وو چې نه یې کومه وړتیا درلوده، نه کومه لاسته راوړنه بلکې د خپلو پرله پسې حماقتونو له امله یې هم خپل ځان، کورنۍ، اردو او آن خپل وطن د تباهۍ کندې ته ور ټېل واهه…!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Omair mustafa

Najeeb d hagho kasano atal wo che d da d lasa ye sok khpal d lasa na dai war karai. Murda bad Najeeb aw d hagha malgari

اختر محمد

سمه لیکنه دی الله دی برکت در کړی

جمیل

ښه یی لیکلی وه :
ډیر خوشحاله یم چی نمرود ، فرعون ، ابوالجهل او ابوالهب افغانان ندی ، اوس به ځنی جاهلانو د دوی ورځ هم لمانځلای .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x