افغانستان

طالبان: د اسلامي نظام په نفاذ سره د ولس لوړ ارمانونه پوره کیدلای شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو د کابل ښار د نیولو د ۲۴ تلین په مناسبت یوځل بیا ټینګار کړی، چې هېواد به «اشغالګرو» آزادوي او د اسلامي نظام په نفاذ سره به د ولس لوړ  ارمانونه پوره کوي.

په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو لخوا په همدې مناسبت خپره شوې، د میزان شپږمه ورځ چې د طالبانو لخوا د کابل نیولو ورځې سره برابره ده، د هېواد په معاصر تاریخ کې مهمه ورځ بلل شوې، ځکه په خبره یې په دغه ورځ هېواد له یو خطرناک او بربادوونکي«بحران» څخه وژغورل شو.

له نن څخه ۲۴ کاله مخکې د ۱۳۷۵ ل کال د میزان په شپږمه طالبانو له څو جهتونو څخه په کابل ښار تهاجمي عملیات ترسره کړل او په یوه منډه یې کابل ښار او شاوخوا سیمې د شورای نظار او نورو تنظیمي جګړه مارانو او کمونیستي ملیشو څخه ونیولې او په همدغه ورځ یې د کمونیستي رژیم وروستی ولسمشر ډاکټر نجیب الله چې د زرګونو افغانانو په ټول وژنه تورن ؤ، د هغه له ورور شاه پور احمدزي سره یوځای په آریانا څلور لارې کې په دار وځړول.

د طالبانو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته کابل ښار کې د رامنځ ته شوي ګډوډ حالت او خپلمنځي جګړو یادونه شوې او داچې طالبانو څرنګه وکولای شول کابل ښار او ټول هېواد له یوې سترې بربادۍ څخه وژغوري:

«په همدې اساس ویلی شو چې د میزان شپږمه د سقوط، تجزیې او بربادۍ له خطر څخه د افغانستان د ژغورلو ورځ ده.»

طالبانو دغه راز هېواد والو له بهرني اشغال څخه د خلاصون د زیري ورکولو ترڅنګ په ټولو جهتونو غږ کړی چې ولس له ارمانونو سره سم باید د اسلامي نظام نفاذ ته چمتووالی ولري:

«د افغانستان اسلامي امارت د دې تاریخي ورځې د رارسیدو په مناسبت خپل مظلوم او مجاهد ملت ته مبارکي وایي او زیری ورکوي چې ان شاءالله هغه ورځ رانږدې ده چې هیواد مو یو ځل بیا د یرغلګرو له وجود او د افغانستان موجوده سلطې څخه د خلاصۍ او خپلواکۍ ورځې ولري او د راتلونکي لپاره باید ټول هوډ ولرو تر څو مو ولس د یوه سوچه اسلامي نظام په نفاذ سره خپلو لوړو ارمانونو ته ورسیږی، ان شاءالله تعالی.»

طالبان په داسې مهال په هېواد کې د بهرني اشغال د خاتمې او هېواد کې د اسلامي نظام د نفاذ په اړه ولس ته زیری ورکوي، چې همدا اوس د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو په کړنلاره تاوده بحثونه جریان لري او داسې تمه ده چې ددې مذاکراتو له لارې به په سوله ییزه توګه طالبانو ته واک انتقال او هېواد کې نوی اسلامي نظام رامنځ ته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

اوس هم دهغه ۲۴کالومخکی عملیاتوته ضرورت دۍ ماپه واروواروذکرکړی دی چه دمسلمانانواوکمونسټانوجوړه امکان نلری ددوی پرزړوالله ټاپه وهلی ده بیله الله یی څوک نسی پاکولاۍ الله دجهادحکم پرموږ کړۍ دۍ فرمایی مرداریی کۍ

طوطی

دا اسلامی نظام خو طالبانو د امارت په نوم جوړ کړی وه، کوم ارمان یی د ولس بوره کړی وه، هغه ولس چی د یوه تلیفون کولو لپاره به یی پاکستان ته منډی وهلی. ډوډی مو د نړیوال دفتر لخوا د کارت په وسیله راکړل کیده، نه درس وه نه تعلیم. طالبان غواړی چی یو وار بیا هماغه وحشت پر خلکو وتپی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x