نظــر

د نجيب نرېټيف؛ پاکستان او پښتون سياست!

وحيدالله مصلح

له څلرويشتو کلونو وروسته د شوروي اشغال د وروستي حکومت مشر ډاکټر نجيب الله د تلين مراسمو ته د دولتي پروټوکول ژمنه او شاندار پوښښ بې څه نه دی، دا مهال چې په قطر کې بين الافغاني خبرې اترې روانې دي، د لويې جرګې په خېمه کې د پلان شوي تلين موخه څه وه؟ د سولې د خبرو په تناظر کې له خپل ملت سره په جنګ کې د يوه مات شوي کرکټر دغسې ناڅاپه ياد څه معنا لري؟

نظرياتي بحثونه او مرجعيتونه!

يوازې په افغانستان کې نه بلکه په نړۍ کې نظرياتي بحثونه لکه د پخوا تاوده نه دي، بس د ګټې وټې او اقتصادي ظلم او مظلوميت کيسې دي، او هغه د فوکوياما خبره چې د کمونېزم په ماتېدو سره تاريخ هم پای ته رسېدلی، سره له دې چې دا خبره خورا بې اساسه ده خو په لنډ مهال کې نظرياتي حيثيتونه په کې شان نه لري.

له دې ټولې نظرياتي خوارځواکۍ سره بيا هم ايډيالوژيکې اړيکې او عاطفې شتون لري او پر سياستونو او واکونو راخورې دي. زمونږ په هېواد کې د نظرياتي مقابلو مدونو په منځ کې مشترک ټکی دا دی چې ټولو خواو په کې مرجعيت له لاسه ورکړی او داسې څوک چې پر هغه دې ټول يا ډېر راټول شي دا مهال يې کمی دی.

د مرجعيت په دې کشمکش کې چپي لوری ډېر متضرر دی، هغوی ته هيڅ داسې رهبر پاتې نه دی چې د مشرۍ کارېسما دې ولري او چپي کتله دې پرې راټوله شي. په اسلامپالو کې دا مقايسه لږ څه د دوی پر خوا سنګيني کوي، مشران يې شته خو دا چې دوی په کې فرصتونه همغسې ضايع کوي او يا يې د استيعاب وړتيا نه لري؛ دا نقيصه ډېره خوړونکي ده، د دوی حزبونه په کې نه عصري شول، نه يې سياستونه ګوندي شول، نه يې ګوندي بيا کتنې وکړې، نه يې داخلي استحکام او افقي غځونو ته پام وکړ، نه يې عضويت سازي پراخه کړه او نه يې حتی حزبي انشعابونه کوشېر کړل. البته د دوی په مقابل کې چپيان بيا همدا هم نه لري، نه يې کوم ګډ فورم ايجاد کړی او نه يې مشخص ګوندي ادرس شته، د دوی يوه طبيعي ماته دا هم ده چې دوی له خپل ملت سره د جنګ په ماضي کې لا هم د ګوښېتوب او تجريد حالت لري او دوی په کې نه شي کولای مثلاً د خلق ډيموکراټيک ګوند په نوم فعاليت وکړي، حتی د وطن ګوند په نوم هم په ولسونو کې پر فعاليت د عزت احساس نه کوي.

خو له دې ټولو سره چپي او اسلامپالي کرښې يو بل پېژني او دوی په همدې نظرياتي تشخصونو کې برخوردونه کوي، په دا وروستۍ بېلګه کې اسلامي حزبونو په ګډه د ډاکټر نجيب الله د تلين پر ضد يوه خوله شول او اعلاميه يې خپره کړه، حزب اسلامي په لويو تنظيمونو کې په ډېر صراحت د ډاکټر نجيب الله د تلين پر ضد ودرېد.

د نجيب روايت؛ محتوايي تومنه!

دا مهال پر څو بناو د دې هڅې کېږي چې د ځېنو لويو قضيو د ايجاد او ژوندي ساتلو په خاطر نجيب د يوې اسطورې په توګه تشهير شي. په دې قضيو کې دوه قضيې مهمې دي:

نجيب په خپل وخت کې د پاکستان پر ضد د تبليغاتو يوه لويه دستګاه وه، دوی د پاکستان په پلمه اصلاً د شوروي پر ضد د ملت د استقلال جګړه له مشروعيته غورځوله، هغه حق درلود چې د استقلال د لارې مجاهدين افغانان نه بلکه پاکستانۍ ملېشې وبولي، ځکه مجاهدينو له شورويانو سره د ازادۍ جګړه کوله او دوی په کې دا جګړه په لوی شان ګټله. خو په دا منځ کې نجيب ډېر فصيح و او هغه چې کله هم د شورويانو او کمونېزم پر ضد د افغانانو د مزاحمت بحث ته ننوتی نو پاکستان يې د دې مزاحمت پنځوونکی بللی. کله چې د نجيب حکومت سقوط وکړ او پاکستان په کې د دې وطن د داخلي جنګونو تر شا بيا هم پاتې شو نو د جنګي سياست دې استمرار په افغانانو کې د پاکستان پر ضد کرکه په غليان کړه.

له پاکستان سره د دښمنۍ لپاره د يوه داسې خوله ور او اورژبي انسان موجوديت چې پاکستان د هغه د بهرني سياست تنقيدي محور و او دا مهال يې پخوانۍ ويناګانې د پاکستان پر ضد د صراحت له امله راښکونکي دي؛ نو دا هم د حکومت سټراټيژيکو او پاليسي جوړوونکو کانالونو ته او هم چپي او سکولارو کرښو ته يو زرين فرصت دی.

يوازې پاکستان نه بلکه هغه پښتانه قامپرستان چې هغوی د رهبرۍ له تشې رنځېږي، هغوی نجيب د خپلو ارمانونو اسطوره بولي، دا پښتانه که د لر دي او که د بر، ښکته ورته نور البشر نويد په “ما ته غوږ شه” کې بنګېږي او دلته دې په سلو لارو ويشل شوي قامپرسته او سکولار پښتون جريان په مسيحا نيولی، دوی چې په ژونديو کې يو بل ته منونه دي او چيټاکی نه لري، په مړو پسې ځي او د کمي دا احساس هلته تکميلوي.

نجيب؛ د عمل او روايت تضاد!

اصلاً د پاکستان ضديت او پښتون سياست دواړو محورونو کې د نجيب عملي کرکټر خورا بدل و، هغه په چپي جريان کې د پښتون رهبره خلق ګوند پر ځای د پرچم ګوند غړی و او په پرچم کې بيا د پښتون مير اکبر خيبر پر ځای د ببرک کارمل پيرو و، هغه چې په همدې خپلې واکمنۍ کې څومره پښتانه خلقيان په دفاع وزارت کې تصفيه کړي او دې ته يې چې بيا څومره د تڼي کودتا پلمه کړه دا نو کېدای شي د شعوري خلقيانو په خاطراتو کې ولوستل شي.

د پاکستان پر ضد د نجيب د خولې تاوتريخجنتوب هغسې عملي نه و، سره له دې چې دوی به تل دا دعوه کوله چې له دوی سره پاکستاني پوځونه جنګېږي، او حتی د هغه دورې ماته خوړلي جنرالان دا مهال دا هم وايي چې له دوی سره د جلال اباد په جنګ کې د پاکستان فرقه جنګېده، په دغسې يوه سناريو کې نجيب هيڅکله د پاکستان پر ضد عملي برخورد ونه کړ، نه يې پنجاب وويشته، نه يې اسلام اباد بمبارد کړ او نه يې کوم سکاډ ور وتوغولو، بس د خولې تشې خبرې وې چې په زير او بم يې خلکو ته ويلې.

د نجيب نرېټېف؛ د څه لپاره؟

اوس نو چپي او په غټه کې سکولار جريانونه د نجيب نرېټېف داسې مطرحوي چې وکولای شي د پاکستان ضد احساساتو لپاره يو محور ومومي، په دوی کې حتی ډېر هغه کسان هم شامل دي چې هغوی پر نجيب باور نه لري، هغوی په دې ښه پوهېږي چې نجيب د پاکستان سره عملي دښمني نه ده کړې او نجيب د پښتانه سياست سړی هم نه و، خو دوی غواړي د پاکستان پر ضد منطق، روايت او د ماضي بېخ پيدا کړي، دا روايت او دا بېخ د نجيب په خبرو کې شته، له همدې امله هغوی له ټولو اختلافونو سره نجيب د پاکستان ضد نرېټېف په اډانه کې را اخلي او د فکري قناعت پر ځای د سټراټيژيکو موخو لپاره پر نجيب شريکېږي. کېدای شي د نجيب په مينه کې يو شمېر وګړي د نظرياتي بنيې پر ځای د نوستالژي له مخې ورګډ وي او دوی په کې خدایي منډې وهي.

جالبه ده، همغه جنرال نور الحق علومي چې پر نجيب کودتا کې عمده مهره وه او له نبي عظيمي، اصف دلاور او دوستم سره يو ځای يې د ده د حکومت په سقوط کې معاهدې او برخوردونه وکړل، هغه هم د نجيب د ۲۴ تلين په اړه لويه تعزيتي بيانيه خپره کړې ده، دا ټول د همدې نرېټېف نه د استفادې خبره ده، نور هيڅ نه شته.

د تلين او سولې اړيکه!

د نجيب دا تلين که د پاکستاني نرېټېف له امله وي او که د پښتونپالنې له امله؛ خو په نهايت کې يې تاوان د سولې هغه پروسې ته رسېږي چې په قطر کې د بين الافغاني خبرو اترو په اډانه کې جريان لري، که پرون د شوروي لاسپوڅو، مجاهدينو ته د پنجاب پيغور ورکولو نو نن هم طالبانو ته د پنجاب پيغور د سياسي بحثونو ترمينالوژيو کې تر ټولو ډېر کارېدونکی نوم دی. طالبان چې د نجيب د انقلابي اعدام مسئوليت يې اخېستی، د نجيب د مړې قضيې بيا ژوندي کول ورته د يوې رواني جګړې معنا لري، د برخورد او ټکر معنا ورته لري او د بد نيت تعبير ورته لېږدوي.

تلين او د مشروعيت قضيه!

د لويې جرګې مخې ته د نجيب د تلين په خاطر هغومره وګړي نه وو راجمع شوي چې څومره ورته په رسنيو کې د نجيب پلويانو تبليغات کول، د پلويانو کم شمېر يې دا په ډاګه کړه، چې دا سړی يې د پلويانو د تبليغاتو پر خلاف ميليوني څه چې زرګوني ميداني ملاتړي هم نه لري.

د ډېرو په ګومان دا چې دستي ساعت د نجيب تلين په دولتي شان ونه لمانځل شو، لويې جرګې تالار يې پر مخ وتړل شو او د هغه پلويانو د ناندره ايز ماضي په آينه کې خپل رد شوی صورت وکتلو، هغوی چې د بند تالار مخې ته احتجاج وکړ، دا په دې معنا چې له ملت سره په شخړه کې مشروعيت د ملت په خوا کې و او دوی د يوې نامشروع قضيې څښتنان وو.

ځېنې پېښې داسې دي چې هغه د عامې مدارا او زغم په حساب نه شمېرل کېږي، د هولوکاسټ پېښه د همدغسې يوې قضيې په توګه په ټوله نړۍ کې منل شوې ده، د ثور له کودتا وروسته د افغانانو ټول وژنې او بربادۍ پر دې ارزي چې لږ تر لږه د دې غميزو مسئولين په دولتي پروټوکولونو کې ياد نه شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x