افغانستان

بامیان: طالبانو سره د نښتې پرمهال د پولیسو د ځانګړې قطعې ۴ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د بامیانو ولایت په شیبر ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال د پولیسو د ځانګړې قطعې د ۴ عسکرو د وژلو خبر ورکوي.

د بامیانو ولایت امنیه قومندان صادق مرادي رسنیو ته ویلي، دا پېښه پرون د شنبې په ورځ سهار د شیبر ولسوالۍ په «دره شکاري» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د پولیسو د ځانګړې قطعې ځواکونه غندک ولسوالۍ ته د طالبانو پرضد عملیاتو لپاره روان وو، چې د طالبانو له کمین سره مخ شول او نښته رامنځ ته شوه.

مرادي زیاتوي په دغه نښته کې د پولیسو د ځانګړې قطعې ۴ عسکر وژل  شوي او ۲ نور ټپيان دي.

نوموړي دغه راز د «شکاري درې» په بوکه سیمه کې هم د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو په بامیانو او پنجشیر ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او هلته یې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x