افغانستان

ډاکټر نعیم: د ستونزو سربیره لاهم بین الافغاني مذاکراتو ته خوشبین یو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د کړنلارې جوړولو پر سر د طالبانو او افغاني جهتونو د پلاوو ترمنځ د وروستیو ناندریو په هکله د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وايي، چې په مذاکراتي پروسه لوړې ژورې او چنې وهل د مذاکراتو یو اصل دی او خلک باید اندېښمن نه اوسي.

د ټولنیزو رسنیو فعال او آزاد خبریال مشعل افغان سره د مرکې پرمهال ډاکټر محمدنعیم د ځینو ستونزو په هکله د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي ملا خیرالله خیرخواه وروستۍ توضیحي مرکه چې له نن ټکي اسیا سره یې ترسره کړې، د وخت ضرورت او د طالبانو مجبوریت بللی، ځکه په خبره یې مقابل جهت ځینې داسې موضوعات رسنیز کړل چې رسنیز کول یې په کار نه وو، نو د همدغو اندېښنو د رفع کولو په خاطر ملا خیرخواه سپیناوی وکړ.

باید وویل شي چې تیره ورځ د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي ملا خیرالله خیرخواه له نن ټکي اسیا سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې له کابل څخه دوحې تللی پلاوی په دې تورن کړ، چې د ژمنې پرخلاف یې د خبرو هغه موارد رسنیز کړل، چې لا تراوسه توافق ورباندې نه ؤ شوی.

ملا خیر خواه دغه راز مقابل جهت په دې تورن کړ چې په قصدي توګه وخت ضایع کوي او خبرداری یې ورکړ، که حالت همداسې دوام وکړي، نو ښايي ددې مذاکراتو له کولو څخه نه کول یې ګټور وي.

که څه هم د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د یوې اوږدې جګړې ختموونکو مذاکراتو پروسه اوږده او له کړکیچونو ډکه بللې؛ خو هیله مندي یې ښکاره کړې چې دغه مذاکرات به یوې مثبتې پایلې ته رسیږي او هېواد کې به روانه جګړه پای مومي.

داچې د مذاکراتو په دوران کې په طالبانو بهرني فشارونه څومره اثر کولای شي، په اړه یې ډاکټر محمدنعیم په ټینګه ویلي، چې دوی به د هیچا فشار ته تسلیم نه شي او نه به هم چاته اجازه ورکړي چې ددوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي:

«د افغانستان اسلامي امارت له پیله تراوسه پورې الحمدلله مستقل دی، په خپلو تصمیمونو کې په خپلو ارادو کې په خپلو کړنو کې، او دایې عملا ثابته کړې ده، د دې شلو کلونو په جریان کې کې… د هیچا فشارونو ته یې غاړه نه ده اېښې او نه چاته د دې اجازه ورکوي چې د افغانستان اسلامي امارت په چارو کې مداخله وکړي، البته د کارونو په اړه باندې مرستې او همکارۍ دا نو معمول دی، کله ضرورت پېښیږي مرستې کیږي یو چا نه هغه جلا خبره ده؛ خو مداخله د هیچا هغه قابل قبول نه ده.»

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو د ستونزمنو مراحلو سربیره دغو مذاکراتو ته هیله مندي ښکاره کوي، چې ویل کیږي چې په دوحه کې د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ له دوو اونیو خبرو وروسته د مذاکراتي کړنلارې په ۱۸ مواردو هوکړه شوې او ځینې مسایلو باندې لاهم د دواړو غاړو ترمنځ بحثونه روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
کله چه امریکا او پاکستان سره جوړ شی،نو په هماغه ورځ به سوله،سوکالی به افغانستان کی پلی شی،امریکا او د پاکستان جاسوسی شبکی په کلکه سره لګیا دی او یو جوړجاړی ته به انشآالله سره ورسیږی،
امریکا پاکستان نور بی وسه شول دا جنګ په مخ نه شی وړلی،
هر څومره چه ستونزی سره جوړی کړی،بیا به هم د بادارانو له خوا تاسو وچ په زور روغه جوړه کوی،

عبدالواحد

يَآ اَيُّـهَا الَّـذِيْنَ اٰمَنُـوْا لِمَ تَقُوْلُوْنَ مَا لَا تَفْعَلُوْنَ (۲) اۍ دایمان خاوندانو ولی وایاست هغه څه چه نه یی کوۍ۔ كَبُـرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّـٰهِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا لَا تَفْعَلُوْنَ ۳ – ۶۱سوره الصف آیات ۲-۳ ډیره ناخوښه ده دالله په نزد هغه خبره چه نه یی کوۍ محترمو:تاسودافغانی مذاکراتولپاره لومړی توبونه په دی ډول ذکرکړی وو: ۱:موقت حکومت.۲:دنظام شکل. ۳:ولسی جرګه ،لویه جرګه،دمشرانوجرګه اوبڼه یی .۴:دولایتونواوولسوالیوشوراګانی.۵: دښاروالیوټاکنی اوداسی نور ، محترمودپورته آیات مطابق باید دخپلومرامناموتیرنسۍ دیوتپل سوی غدارملحد حکومت وخوښۍ ته بایدونه ګورۍ داغداران بایدمحاکمه سی،که دغه پورته ایجنډانه منی بایدجهادته ترهغه وخته ادامه ورکی چه ستاسو پور تنۍ اجنډاپلی کیږی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x