افغانستان

ميدان وردګ: د عليپور وسله والو څلور امنيتي سرتيري ټپيان کړي دوه يې له ځان سره وړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۹ل): په ميدان وردګ ولايت کې د عليپور غير مسؤله وسله والو په امنيتي سرتيرو ډزې کړي دي، څلور پوليس يې ټپيان کړي او دوه نور يې ژوندي له ځان سره وړي دي.

د ميدان وردګ د والي وياند محب شريف زي رسنيو ته ويلي دي چې تېر ماښام د دې ولايت بهسودو ولسوالۍ اړوند ګردن دېوال سيمه کې د عليپور وسله والو په پوليسو بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې څلور پوليس ټپيان شوي او دوه نور يې ژوندي له ځان سره وړي دي.

د والي وياند وايي چې په دې بريد کې د عليپور وسله والو يو رنجر موټر او ځينې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

بايد وويل شي چې څه موده وړاندې هم د عليپور وسله والو په دې ولايت کې په دوو امنيتي پوستو بريدونه کړي وو او يو هاموي ټانګ او ځينې وسلې او مهمات يې هم له ځان سره وړي وو.

تر اوسه د عليپور د تازه بريدونو په اړه د ميدان وردګ ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.

د شنونکو په باور د عليپور د خپلسرو تازه تحرکاتو په اړه د مرکزي حکومت چوپتيا دا ادعا قوي کوي چې ښايي حکومت له غير مسؤله وسله والو ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x