نظــر

د میزان ۶مه؛ دافغانستان او افغان ولس د نجات ورځ

سید شریف

د طالبانو خوځښت د ملا محمد عمر مجاهد په مشري په ۱۳۷۳ کال د کندهار د میوند ولسوالۍ د سنګحصار له کلي څخه پیل شو، د ۱۳۷۵ ل کال د میزان په ۶مه نیټه یې کابل فتحه کړ، په ۱۳۷۷ کال کې یې د هیواد پر ۹۵ سلنه ولکه ټینګه کړه، په ۱۳۸۰ کال کې چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، تر دوه میاشتني مخامخ مقاومت وروسته طالبانو لوی ښارونه خوشي کړل او د هیواد له غرونو او اطرافي سیمو یې د اشغال پر ضد جهاد او مقاومت پیل کړ چې تر دې دمه یې دهیواد ۷۰ سلنه خاوره له اشغالګرو ازاده کړې ده او مقاومت یې جاري دی.

طالبانو ولې پاڅون وکړ؟
دلته اړینه ده چې د طالبانو له پاڅون څخه وړاندې د افغانستان حالت ته یو ځغلنده نظر  وکړو،چې د طالبانو د پاڅون ضرورتونه او لاملونه راته جوت شي. په ۱۳۷۱کال کې چې کمونستي رژیم نسکور کړل شو او مجاهدین کابل ته ننوتل، د مظلوم او مجاهد ولس دهیلو او ارمانونو برعکس، کابل د ځینو جهادي تنظیمونو دخپلمنځي جګړو ګرم او خونړی ډګر شو، هرې ډلې او تنظیم کوښښ کاوه چې د واک ساحه یې پراخه شي او په همدې هدف یې د مقابل طرف پر ضد هره وسله او وسیله کاروله،د کابل ښایسته  ښار یوه ډارونکې بڼه غوره کړه، یو خوا هر طرفته بمبارونه او راکټونه وو چې له امله یې هره شېبه د بې دفاع هیوادوالو جنازې او فاتحې وې، د کونډو او یتیمانو زګېروي او اهونه وو، بل خوا بیا هره کوڅه او سړک باندې پاټکونه وو، پاټکیانو به دورځې او شپې مظلوم ښاریان لوټل، وهل، تهدیدول او حتی بې عزته کول.

د ملګرو ملتونو د یوې احصائیې له مخې په همدې جنګونو کې یوازي کابل ښار کې ۶۰۰۰۰ ولسي وګړي شهیدان شوي، د ټپیانو، مهاجرو او در بدره شوو هیوادوالو حساب یو خدای جل جلاله ته ښه معلوم دی! په نورو ولایتونو او سیمو کې هم کابل ته ورته وضعیت حاکم و، نه د مظلوم ولس عزت په امن و، نه یې سر او شتمنۍ، هره خوا چور او چپاول، وهل، وژل او د ظلم او وحشت یو تور او بوږنونکی منظر و.

د ګران تایخي هیواد (افغانستان) وجود د تجزیې له جدي خطرونو سره مخامخ و، ملوک الطوائیفې حاکمه وه، په هیواد کې مختلفې پاچاهۍ وې، هرې یوې یې ځانته جلا جلا پیسې چاپولې، د متبوع او مشترک المنافع هیوادونو او زبر ځواکونو په نیابت یې په خپل هیواد کې د خپلو افغانانو سره جګړې کولې، لنډه داچې افغانستان او افغان ولس له داسي یو بوږنونکي او ډارونکي حالت سره مخ و چې ترې د راوتلو لارې یې چاه نشوای پیشبیني کولای.

د طالبانو پاڅون؛ افغانستان او افغان ولس ته یې څه ورکړل؟

طالبانو د پورته ذکر شوو مظالمو او وحشتونو پر ضد پاڅون وکړ،جنګسالاران، غله او قاتلان یې مجازات کړل، ملوک الطوائیفې یې له منځه یووړه،د ګران هیواد د تجزیې مخه یې ډب کړه، عدالت یې تطبیق کړ، ارضي تمامیت یې خوندې کړ، مرکزي واکمني یې جوړه کړه، مثالي امنیت یې تامین کړ، شریعت یې تطبیق کړ، قومي او سمتي تعصبونه یې له منځه یو وړل، تعلیمې ادارې یې فعالې کړې، د بیارغونې، تجارت، صنعت، ټرانسپورټ، مخابراتو او مطبوعاتو په برخو کې یې ممکنه خدمات وړاندې کړل. دطالبانو دغه کړنې هسې دخلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو هڅه نه ده، بلکې دا هغه څه دي چې خلکو دسر  په سترګو لیدلي او آن د طالبانو دښمنان هم اعتراف ورباندې کوي.

د طالبانو پر ضد پروپاګند اوس یو موډ ګرځېدلی، هر کس وناکس چې خوله خلاصه کړي، پر طالبانو وربرګ شي،خو واقعیت دادی چې طالبانو د ځینو اشتباهاتو سربیره افغانستان او افغان ولس ته دومره خدمتونه کړي چې هیڅ یو ګوند او حکومت یې په ترسره کولو نه دی توانیدلی.

که د تعصب عینکې له سترګو لیرې شي او منصفانه قضاوت وشي، نو بېله شکه چې د میزان ۶مه دافغانستان او افغان ولس د نجات ورځ ده،په همدغه ورځ د افغانستان د تجزیې پلانونه او سازشونه عملا خنثی شول او  مظلوم ولس د انارشۍ څخه خلاص شو،  نو همدا ورځ باید د اسد ۲۸ مې په څېر ولمانځل شي او اتلان یې تقدیر شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x