ټولنیزه برخه

ډک ګيلاس ته يو څاڅکی ناپاکې اوبه

ميراحمد ياد

ډک ګیلاس پاکو اوبو کې که یو څاڅکی ناپاکې اوبه تویې شوې، بیا یې څوک نه څښي. هغه ‌‌‌‌‌‌ډک ګیلاس اوبه په همدې یوه څاڅکي ناپاکو بې ګټي کېږي.

د پاکو جامو په لمن که یو کوچنی داغ ولګېده څوک یې بیا نه اغوندي.

په لویه شیشه کې له یو کوچنی درز ټوله شیشه ماتوي.

پر کاغذ یوه کرښه ملتونه سره جلا کوي.

همدا واړه واړه شیان د لویو رشتو، لویو شخصیتونو او لویو نومونو د ختمېدو لامل کېږي.

کله کله یوه نیمه وړه خبره لویې اړیکې او خپلوۍ له منځه وړي.

د ځینو خبرو کول حتی که په غوسه او احساساتو کې هم وي، د اوبو هغه ناولي څاڅکي ته ورته وي، لکه انسان یې چې د خپلوۍ د پاکو اویو ستل ته ور اچوي.

په یوه وړه خبره د مقابل لوري ټولې ښېګڼې هېرې شي او هر څه یې بې ګټې شي.

داسې خبرو سره احتیاط په کار وي. خپلوۍ ‌‌‌‌‌‌ډېرې لویې وي، دوستۍ او ملګرۍ ‌‌‌‌‌‌ډېرې پاکې او ‌‌‌‌‌‌ډېرې ژورې وي، په وړو خبرو یې ختمول ښه نه دي.

انسان ته په کار ده چې له هر څه ویلو او کولو مخکې لومړی ددې خپلویو او دوستو وزن او تقدس ته نظر وکړي او د غوسې او احساساتو د یوه څاڅکي ښکار یې نه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x