شعـــــرونه

له غربته سړی پړ شي/ هجران

نجيب الله هجران

غربت ور غاړې وځي ناکامه شي او پړ شي سړی
نه په ژوندیو کې حساب شي او نه مړ شي سړی

جوړ پرهرونه دې را خلاص کړي او دی لاړ شي درنه
څه غم یې خپل وي څه د بل په غم ککړ شي سړی

وخت یې په سر اغزي اغزي منګولې ولګوي
د زلزلو وهلي پاڼ غوندې را شړ شي سړی

تک سور ګلاب وي د فراق خزان یې ورژوي
د ژوندانه له دائرې د وتو وړ شي سړی

“هجرانه” دې ته انتهاء د اذیت وایي! نو..
چې د اختر په ورځ هم پاتې له روغبړ شي سړی

نجیب الله هجران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x