شعـــــرونه

اسلامي نظام افـتاب دی/ مفتون

اکرام الدين مفتون

که ثواب دی که عذاب دی
د انسان خپل انتخاب دی

د ایمان په مسیر یون کړه
راروان یـوم الـحساب دی

سـتا د  حسن  نمــونې دي
که نرګس دی که ګلاب دی

د مظلوم مظلومې اوښکې
ظـالمـانو تـه سـېلاب دی

دا پـردي لبــاس کـې مشر
دا د خپل ولس قصاب دی

چې تورفکرو ته جناب دی
ترې پکار سپین اجتناب دی

دا بـدنـام چې انـقلاب دی
همدا وخـت د انقلاب دی

جمهوریت  توره تیاره  ده
اسلامي  نظام آفـتاب دی

مـاتـه دواړه بـې  توپـیـره
واشنګټن دی که کولاب دی

د سرزورو  هر یو سوال ته
د طـالـب نامـه ځواب  دی

چې زمـا جـونګړه  سـیزي
کور یې ړنګ حال یې خراب دی

د پښتون په  لمن  داغ  دی
خان،ارباب دی که نواب دی

ته به څو کاله پس نه  یې
ما لوستلی ستا نصاب دی

دا بـه شِـعـر  د مفـتون  وي
که په څاڅکي کې دریاب دی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x