افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټیم: د مشورتي لویې جرګې پرېکړې او د کابل-امریکا اعلامیه باید د پرېکړو بنسټ وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۹ل): په دوحه کې له طالبانو سره د مذاکراتو مېز ته ناست د افغان جهتونو مذاکراتي ټيم غړي وایي، په بین الافغاني مذاکراتو کې پرېکړې باید د امریکا او کابل حکومت تر منځ د صادرې شوې اعلامیې او د کابل د مشورتي لویې جرګې پر بنسټ وي.

د کابل د مذاکراتي ټيم غړي «عطاءالله لودین» له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې که طالبان له امریکا سره کړی تړون د پرېکړو لپاره بنسټ غوره کول غواړي، نو د کابل او امریکا تر منځ صادره شوې اعلامیه او د مشورتي لویې جرګې پرېکړې زموږ د راتلونکو پرېکړو لپاره بنسټ دی.

د لودین په خبره، د طالبانو او امریکا تر منځ شوی تړون ځکه د پرېکړو لپاره بنسټ نه ګرځي، چې کابل په یاد تړون کې برخه نه درلوده او هوکړه یې ورسره نه ده کړې.

د لودین له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره ورځ طالبانو وویل ددوی او افغان جهتونو تر منځ په مذاکراتو کې یو اختلافي ټکی دادی، چې هغوی نه غواړي د طالبانو او امریکا تر منځ شوی تړون د راتلونکو توافقاتو بنسټ واوسي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي «خیرالله خیرخواه» له نن ټکی اسیا سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې ددوی او کابل د مذاکراتي ټیمونو تر منځ توافق شوی و، چې د مذاکراتو اختلافي موضوعات به د باندې نه ایستل کېږي؛ خو د خیرخواه په خبره، هغوی دا تعهد مات کړی او اختلافي ټکي يې د رسنیز کولو تر څنګ تحریف کړي هم دي.

د خیرخواه له قوله، یو بل اختلافي ټکی دادی چې د کابل مذاکراتي ټيم نه غواړي د حنفي فقهې پر بنسټ چې د افغانستان مطلق اکثریت خلګ یې پيروان دي؛ پرېکړې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پښتون غورزنګ

دا په ټوله نړۍ کي هیڅ څوک نسته چي د کابل ولایتي ادارې ته ووایي چي لوچګي بنده ده؟ د کابل ولایتي اداره چي کوم دریزونه غوره کوي هغه د سیاسي علومو د بنسټیزو اصولو سره په ټکر کي دي. په نړیوال سیاسي فورم باندي نیول سوی هر دریز ځانته یو مفهوم لري. د کابل ولایتي ادارې د دغه دریز تفسیر که وسي معنا یې داغه راخیژي چي موږ او طالبان سره برابر یو او په سیمه کي ښکیله امریکا او متحدین یې دواړو خواوو ته په مثاوي سترګه ګوري. دلته د کابل اداره دا خبره هیروي چي داغه امریکا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x