د ناوک لنډې کيسې او زموږ اوږدې تلوسې

که په شعر کې واقيعتونه په هنر کې ونغښتل شي ښايي رياليزم يې وبولو، خو که نېغ په  نېغه وړاندې شي د شعار نوم خپلوي. دا خبر مې ځکه وکړه چې هر ژانر په خپل تخنيک ولاړ دى. لنډه کيسه هم عموما د يو حوصله من فکر محصول وي.
د ادبياتو په ډګر کې کيسه له شعره وروسته مخ ته راغلې، پړاونه يې وهلي او تر ننه هم ښه پر مخ روانه ده، پښتنو ليکوالو کيسې وکتلې، ويې ليکلې او ويې ژباړلې خو  آن اوس هم  اورو چې د پښتني ادب په تله کې د شعر پله له کيسې درنه ده. په ادبياتو کې نه په يوه تعريف بسنه شوې او نه د يوې څانګې په بشپړتيا توافق راغلى، خو لامل به يې دا وي چې دا ټولنيز علوم د نظرياتو له مجموع تشکيل شوي دي.
يو تاريخ ليکونکى کولاى شي چې د ولس له فلکلوري رواياتو څخه د ماخذ په توګه ګټه واخلي. خوغلطه به نه وي که ووايو چې همدا تاريخ کښونکى له لنډې کيسې څخه هغه وخت د ولس په اصلي غوښتنو پوهېدلى شي چې کيسه د يو  ريښتني مفهوم دانتقال په موخه ليکل شوې وي.
په کيسه کې د تلوسې برخه که د کيسې اساس وبولو هيڅ نه يو تېروتلي، ښاغلي ناوک دې برخې ته ځانګړى پام کړى دى  لکه د (ډالر) د کيسې په يوه برخه کې چې لولو:
“په غېږکې يې کلک ونيو ،په ويښتانويې لاس ورتېر کړ،خولۍ يې ورسمه کړه؛په مخ يې ښکل کړ
:- ورځه زوى ګله!ورځه!
عابد تردروازې پښه واړوله ، داپه سوچ کې ودرېده ،خندا ورغله
:- څه با دکن ته ځي.
تردروازې يې سر پسې وريوست ،پسې ويې کتل چې په وړو- وړوګامونوګړندى روان ؤ،شونډې يې وښورېدې
:- نه پېږم ،چې نن مې ولې داسې زړه پسې وخوت؟
خومخته به ام ته.”
له دې جملې وروسته لوستونکى يا اورېدونکى ډېر ټينګ متوجه کېږي چې په راتلونکې خبره ډېر ژر وپوهېږي.
په پښتو ادب کې موږ د ځينو لنډو کيسو شاهدان يو چې ريښتيا به يې هم تر شا واقيعتونه پراته وي، خو بيانول  او يا د بيانولو شکل يې په هغه ډول دى چې سړى وايي  کاشکي خو دا وقيعتونه همداسې پټ پاته شوي واى… موږ حقايق پلټنه د ولس خير بولو ، خو هغه بيا داسې ورته بيانوو چې خير تقسيم په شر شي او مساوي….لکه د (منار خواته) او (پارونکې ګولۍ) دوې پښتو لنډې کيسې(!).
په لاس کې کتاب مو د پښتو لنډو کيسو د ځنځير يوه محکمه کړۍ ده،ليکوال او شاعر ومان نيازى وايي چې موږ او تاسو له ډېرو شېبو نه چې په ليکلو ارزېدې غلې تېر شوي يو، ښاغلي دادمحمد ناوک په ادبي چوکاټونو کې ريښتينو مسايلو ته انعکاس ورکړى دى، کومه پېښه چې د دۀ مخ  ته راغلې او يا يې اورېدلې ده چوپ نه دى پاته شوى،له ژور احساس څخه وروسته  يې ورته کرکټرونه، منظرکشۍ، مکالمې او پلاټونه ټاکلي دي.
کرکټر د کېسې فاعل وي، نو ځکه ناوک هغه خپلې مخې ته پرېږدي چې وغږېږي، خپله خبر د خپلې ټولنې او د خپل فکر په کچه وکړي مثلا د (فاتحې اعلان) د کيسې په يوه برخه کې لولو:
” ښه ادې دې قربان شه.خوناوخته کېږه مه .که ترماسپښينه لږپاتې وې بېرته يې راوړه بلايي نه خوري سبابه يي يوسې”.
تاسو وګورئ ريښتا به هم يوه پښتنه ښځه چې له ښاره په يوه لرې سيمه کې اوسې همداسې ترکيبونه کاروي.
د ښاغلي ناوک په کيسو کې موږ داسې انځورونه وينو چې تر ډېره به مو په حافظه کې ښکارېږي، د په (نيمه شپه غږونه) کيسه کې يې يو پراګراف داسې دى:
“د غرۀ په لمنه کې د خړکلي د خړو کورونو په ژيو لمر اوښتی ؤ ،له ځينوموريو خولا اوس هم نری ،نری لوګی پورته کېد ه ؛لکه چې د ماښام د ډوډۍ د پخولو له پا ره يې د تنورونو اورونه نه ؤساپ شوي  “.
دلته په راڼه انځور سربېره راوي داسې احساسېږي چې هغه پخپله له ټولنې سره ډېرې نږدې اړيکې لري، موږ ته  زموږ کوم کليوال کيسه کوي، هغه پردى نه دى، هغه پر دې پوه دى چې لوګى پورته کېږي نو اور ساپ نه وي.
همداسې يې د (واورې خېمه) کيسه د يوې بېوزلې کورنۍ څرګندويه ده، د (مکتبۍ) کيسه چې مخکې  د ناول په بڼه هم چاپ شوې وه د اوسني کشمکش ترجمانه ده.
د ښاغلي ناوک د کيسو کرکټرونه داسې سره غږېږي لکه موږ چې يې لولو نه بلکه اورو يې، وينو يې او شناخته مو وي.
په (سرۀ) کيسه کې يو ځاى راځي:
“ښه سيې ده ؛په دروشپوکې خوکه خيرو ،اسانه ده ؛خو ،ګوره کاکا چې بياټول راکړې! ” .
د (غړي) کيسه هم د کليوال ژوند په رنګ لړلې ده، خو زه نه پوهېږم کومه کيسه پرېږدم  چې پرې ونه غږېږم.
ښاغلى دادمحمد ناوک هڅاند ليکوال دى ليکوالي په مينه کوي، زه ورته حيران شم، دى کله کله ډېر په بې پروايي ماته وايي: ما نن شپه نوې کيسه ليکلې! او بيا يې راته ولولي، دا داسې ساده خبره نه ده چې سړى دې هره ورځ يوه پنخونه او هغه هم ښه پنځونه رامنځ ته کړي.
”  دغه يم سراى جاروکوم،مستې مې په پخلنځي کې له ګيلاس اوټوکرسره ايښې،ګوره زويه ګيلاس چاته ښه ور ډکوه، ټګي مه کوه ګنالري”.
پورته جمله د ګران ناوک د (د فاتحې اعلان) په کيسه کې راغلې  ده، چې دا هم د يوې اطرافي کليوالې ښځې غږ دى، چې د سراى خام والى يې له جارو کولو او اقتصادي حال يې د مستو له خرڅلاوه معلومېږي، د ګيلاس ښه ډوکول يې د صداقت په مانا دي. خو که په دې جمله کې د پخلنخي په ځاى (دالان) يا (دلېز) ياد شوى واى ښۀ به ځکه ؤ چې د (پخلنځي) لفظ ښايي بازاري خلک و کاروي.
خو په پاى کې د زړۀ له تله ويلى شم چې د دې ځوان ليکوال دا قدم ډېر وړاندي دى الله دې وکړي چې په راتلونکي کې هم د پښتو ادب په بڼ کې ښکلي او وږمناک ګلونه وکري او وپالي.

په مينه مينه
نقيب احمدعزيزي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د