شعـــــرونه

ته مې په زړه یې/ مستغفر ګربز

مستغفر ګربز

رنځور دې کړم انځور د بېلتانه ، ته مې په زړه یې
نیولي مـې لاسونه دي پـه زړه ، ته مې په زړه یې

د عشق کچکول مـې ډک ستا له یادونو دی راوړی
مات کړی ېِ په ملا باندې يم زه،ته مې په زړه یې

پـر څـانــګــو د ګـلـونــو چـې ښـکـلاوې زنـګېدلې
په حيال کې بـه زما راتللې ته ، ته مې په زړه یې

ارام دې حـرام کـړی دی پـر مـا لـه ډېـــره وخـتـه
ایستلی دې يم سم له ژوندانه ، ته مې په زړه یې

د بیا راتــلوو لارې دې مــودې وشـوې چـې څـارم
کاږه مې شول په تا پسې باڼه ، ته مې په زړه یې

واه څنګه دې په چل اوپه هنر په ځان راټول کړم
اې،کړي دې په ما باندې دي څه ،ته مې په زړه یې

د تېر په څېر دې نـه یـم اوس ګربز مستغفر پاتې
مړه شوي مې د هېلو ده ډېوه ، ته مې په زړه یې

مستغفر ګربز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x