افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: هغه خطر نه دی دفع شوی چې نړیوال یې افغانستان ته راوستل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» ادعاء کوي، چې هغه خطرات لا هم په ځای پاتې دي چې نړیوال یې تر افغانستانه ورسول.

غني دغه څرګندونې له دوحې څخه راستنو شویو خبریالانو سره  په خپله لیدنه کې کړې.

نوموړي ویلي، چې طالبان باید دا ومني چې له یوه ګروپ سره نه؛ بلکې له «ټولنې» سره یې سر وکار دي او نړیوال هم باید درک کړي چې لا هم خطرات په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي « طالبان باید په دې پوه شي چې له کوم خاص ګروپ نه، بلکې ټولنې سره یې سروکار دی او نړۍ دې هم دا درک کړي، هغه خطر چې دوی یې افغانستان ته راوړل، لا هم نه دی دفع شوی.»

غني ددې تر څنګ پر جمهوریت ټینګار کړی او په خبره يې،  د نړۍ هیڅ قوت نشي کولای د نظام ماهیت او د اساسي قانون لومړی او دوهم څپرکی تغیر کړي «هېڅ قوت د نظام ماهیت او د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکی نشي بدلولی او د جمهوریت غېږ ډېره پراخه ده. هغه زیاته کړه، د ټکر مخنیوی هم زموږ موخه ده او هم یې ظرفیت لرو.»

د غني له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو د مذاکراتي ټیمونو خبرې له خنډ سره مخ شوې.

طالبان وایي، د «مقابل لوري» مذاکراتي ټیم یې بشپړ صلاحیت نه لري او له کابله په موضوعاتو کې نوي خنډونه اچول کېږي.

بل لور ته په افغانستان کې د خطرونو  په اړه نړیوالو ته د غني اشاره داسې مهال ده، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون مطابق له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او طالبانو نړیوالو ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه په راتلونکي کې خطر ورته نه پېښږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x