لیکنېنظــر

ایا بین الافغاني مذاکرات له ستونزې سره مخ دي؟!

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال اوسیاسي شنونکی

ليکوال او سياسي شنونکی عبدالرحيم ثاقب

د بين الافغاني مذاکراتو له پرانیستونکې غونډې څخه پنځلس ورځې تیریږي چې لا هم طرفین ( طالبان- افغاني جهتونه) د مذاکراتو لپاره پر یوه معین طرز العمل نه دي سلاشوي.

طالبان تردې وړاندې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانوله مسلکي ټیم سره د پیچلو مذاکراتو تجربه لري او د هماغې تجربې پر اساس یې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل کې وړاندیدیز درلود چې بین الافغاني مذاكرات هم د تیر په څیر بايد له مطبوعاتي پوښښه لیری تر سره شي.

ځکه طالبان پوه وو چې په دې خبرو کې به خامخا داسې ټکي راځي چې كه هغه د رسنیو خولې ته ولویږي په وړاندې به یې حتما غبرګونونه راپورته کیږي او هغه به بیا پر مذاکراتي بهیر منفي اغیزې غورځوي.

که څه هم چې د طرفینو لخوا په مجموع کې د طالبانو په دې وړاندیز خبره غوټه او د مذاکراتي بهیر لومړنۍ ګډه ناسته له مطبوعاتي تواجد پرته د دوحې ښار په الشرق هوټل کې تر سره شوه.
خو له همدې ناستې وروسته د مقابل ټیم غړي له شرق هوټل نه شیراتون هغه ته ورغلل او هلته یې له شته رسنیو سره مذاکراتي ماجری شریکه کړه.

ولي مذاکراتي ماجری رسنیزه شوه؟
طالبان طبیعتا تر ډیره بريده له مطبوعاتي تظاهر څخه ځان ساتي او له اړتیا پرته نه غواړي په رسنیزو په تیره ټلویزوني شبكو کې راڅرګند شي.
خو پر مقابل لوري بیا له بده مرغه چې د مطبوعاتي تظاهر غریزه غالبه او په هرې وړې او لویې پیښه کې غواړي هغه د تلویزوني شبکو په وړاندې راڅرګندیدو سره اشباع کړي.

همدا وجه ده چې کله ناکله د مقابل لوري د مذاکراتي ټیم مطبوعاتي څرګندونې په خپل منځ کې يو له بل سره متضادې وي چې ښکاره بیلګه یې د ښاغلي عبدالحفیظ (منصور) د څرګندونو په وړاندې د آغلې شريفې زرمتۍ وردګ څرګندونې دي.

ستونزمن ټکي څه دی؟
تراوسه پوري د طرفینو ترمنځ په مذاکراتي بهیر کې مورد تنازع ټکي دوه دي:
لومړی: مذاکراتي اساس د دوحې تړون.
دوهم : حنفي مذهب د مذاکراتي تنازع د حل مرجع.

د یادو اختلافي ټکیو د وضاحت لپاره د طرفینو لخوا په رسنیو کې کافي وضاحت ورکړل شوی خو تر ټولو ښه وضاحت یې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړیو هر یوه مولوي عبدالسلام (حنفي) او ملا خیرالله (خیرخواه) په ورووستیو تلویزوني مرکو کې شوی دی چې.

باید وویل شي چې یاد مورد اختلاف نقطې که څه هم چې له څو ورځو راهیسي ورباندې چنې وهل کیږي خو په هغه کچه ستونزمنې نه دي چې خدای مه کړه ټول مذاکراتي بهیر د ځنډ له ګواښ سره مخ کړي))

ځکه تیرکال د طالبانو او امریکايانو ترمنځ په مذاکراتي بهیر کې تر دې لانجمن موضوعات رامنځته شول خو هماغه وو چې له مطبوعاتي غالمغال پرته د دواړو لوریو په خپل منځي توافق هوار شول.

ترکومه چې شخصا زه په خبرو کې د طالبانو د لوري مذاکراتي روحیه وینم کاملا د مذاکراتي بهیر د پرمختګ روحیه ده.

طالبان چې د دوحې تړون د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پر بنسټ ګڼلو ټینګار لري هدف یې د دې بهیر استحکام دی، ځکه ياد تړون هم افغان ولس ته مورد اعتماد او هم د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل شوی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۰ کال د مارچ په لسمه د ۲۵۱۳ نمبر پریکړه لیک په وسیله تائید شوی دی.

همدا راز په مذاکراتي بهیر کې صرف د مذاکراتي تنازع د حل و فصل لپاره حنفي مذهب مرجع ګرځول هم د مذهبي انتشار د مخنیوي په غرض دى.

مقابل لوری چې د غني لویه جرګه د مذاکراتي بنسټ په حیث ګڼل غواړی هغه جرګه له نورو پرته خپل دهمدې ټیم لخوا ټولمنلې جرګه نه ؛ بلکې ډیری ورباندې نیوکې لري.

نتیجه:
له افغاني جهتونو سره مذاکراتي بهیرته د طالبانو ورداخلیدل کاملا د تفاهم له لارې د افغان لانجې د هواري په غرض دي.

دغه ټکی د هغوی د مذاکراتي ټیم مشر شیخ عبدالحکیم صاحب په خپلې افتتاحيه ویناکې په پوره صراحت سره داسي څرګند کړ:
(( په بین الافغاني مذاکراتو کې ټول اړخونو بايد د يو بل منلو ، زغم او تحمل په روحیه سره را غونډ شو ، په همدې روحیه یو له بل سره تفاهم وکړو او  په همدې روحیه د خپل جګړه ځپلي هیواد د امن او سوکالۍ لپاره لاس په کار شو.

دې هدف ته د رسیدو په لاره کې مو باید د سرو او شنو کرښو ټاکل خنډ نشي؛ بلکې د مسلمانانو په حیث ټولو ته د اسلامي ارشاداتو تعمیل اساسي نقطه وي کوم چې الله تعالی یې په اړه په قرآن کریم کې داسې فرمايلي:
وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (85) ال عمران.

همدا راز په بین الافغاني مذاکراتو کې د طالبانو د مذاکراتي تعامل په اړه د طالبانو د مرکزي ویاند ښاغلی ذبیح الله (مجاهد) دا خبرې ډیرې هیله بښونکي دي چې د یوه ژورنالیست د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې (( ایا ستاسي مذاکرات به له افغاني جهتونو سره ستونزمن نه وي؟))
ده وویل (( نه؛ځکه مونږ له هغوامریکایانو سره هم بالاخره یوه مثبت توافق ته ورسیدو چې هغوی زمونږ پر هیواد یرغل کړی او زمونږ او هغوی ترمنځ هیڅ کوم عقیدوي او کلتوري مشترکات موجود نه وو.

دا خو مو خپل هغه افغانان دي چې ترمنځ مو ټول مذهبي، افغاني او کلتوري مشترکات شتون لري نو له هغوی سره به مو ولي مذاکراتي بهیر ستونزمن وي؟))

ریښتیاهم چې طالبان د همدې دیني, افغاني او ملي روحیې پر اساس له افغاني جهتونو سره بین الافغاني خبرو ته حاضر شوي او غواړي د همدې روحیې پر اساس دا مذاکرات د بریاليتوب منزل مقصود ته ورسوي.

پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x