روغتیانړۍ

کرونا یو ملیون کسان مړه کړل، نوي محدودیتونه او د واکسینو اوږد انتظار

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳۳ ملیونو اوښتی په داسې حال کې چې له دغې خپریدونکې ناروغۍ څخه د مړو شمېر یو ملیون کسانو ته ورسېد.

دغه ویروس چې د چین له ووهان ښار څخه د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه خپور شو، نږدې د نړۍ ټولو هېوادونو او سیمو ته ورسېد او هر اړخیز تلفات یې ورسول.

که څه هم دغه ویروس له چین څخه خپور شو خو تر ټولو زیات ځپلي هېوادونو کې امریکا د لیست په سر، برازیل، هندوستان، میکسیکو او بریتانیا ورپسې ډير ځپل شوي هېوادونه دي.

په دې اړه یوازینی د خوښۍ خبر دادی چې له ۳۲ ملیونه اغیزمنو کسانو څخه یې ۲۴ ملیونه ۴۴۰ زره بیرته روغ شوي دي.

د کرونا وبا نږدې ۹ میاشتې بشپړېدونکې دي خو تر دې دمه هیڅ هېواد بشپړ په دې نه دی توانېدلی چې ددغې خپریدونکي ویروس ضد واکسین چمتو او نړۍ ته وړاندې کړي.

په دې اړه یو شمېر هېوادونو په چټکۍ پرمختګ کړی او د بېلا بېلو واکسینو تجربې یې کړي، خو لا هم ددې نه شتون هره ورځ له کرونا څخه د زرګونه کسانو د مرګ لامل کیږي.

تېره میاشت د روسیې حکومت اعلان وکړ چې دوی د کرونا ضد واکسین چمتو کړي، او په دغه هېواد کې محدودو ناروغانو ته ورکول کیږي، خو دغه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان په تایید بریالي نشول او هم د نړۍ ځینې روغتیا پوهانو د روسیې دغه چټکتیا له خطره ډکه وبلله.

د امریکا حکومت تاکید کوي چې دوی د نومبر له میاشتې وړاندې چمتو دي د کرونا ضد واکسین وړاندې او د استعمال وړ وګرځوي، خو د امریکا روغتیا پوهان دغه خبر له وخته وړاندې ګڼي.

د روغتیا نړیوال سازمان چې اوسمهال شاوخوا د لسو واکسینو تایید کوي او وایي تر وروستۍ تجربو لاندې دي، لا هم پر دغه واکسینو باوري نه دي، دوی کرونا سره د ځان عادي کولو سپارښتنه کوي.

د خلکو ترمنځ د کرونا ویروس چټک خپریدل نږدې ټول هېوادونه د سختو بندیزونو سره مخ کړل، په دې لړ کې نږدې هر یو تن په کور کې پاتې کېدو ته اړ شو، تر څو له دغه ویروسه خوندي پاتې شي.

ددې هر څه سربېره کرونا ویروس په نړۍ کې ملیونونه کسانو ته ورسېد، سلګونه زره یې قرباني شول خو ملیاردونه نور یې اغیزمن کړل. د نړۍ اقتصاد یې سخت وځپه، ځینې هېوادونه اقتصادي، ټولنیز او د داسې نورو برخو کې ټيټې درجې ته ورسېدل.

د روغتیا نړیوال سازمان د خبرداري سره سم اوسمهال یو شمېر اروپایي هېوادونو د کرونا وبا د دوهمې څپې خپریدو رسمي اعلان کړی دی، د روغتیا سازمان د راپور له مخې داسې اټکل کیږي چې له دې ویروس څخه به د مړو شمېر له ۲ ملیونو تنو پورته کیږي.

د راپورونو له مخې د هسپانیا، روسیې، اشغالګر اسرائیل او د یو شمېر نورو هېوادونو په مرکزي ښارونو کې یو وار بیا محدودیتونه لګېدلي دي.

د کرونا وبا د رسمي شمېرو له مخې په نړۍ کې یوازې ۱ سلنه ناورغان چې (۶۵زره) تنه کیږي په جدي او سخت حالت کې دي، ۹۹ سلنه په عادي حالت کې دي، ۴ سلنه مړه شوي او ۹۶ سلنه بیرته روغ شوي دي.

اوسمهال په نړۍ کې د کرونا وبا رسمي دقیقې شمېرې په لاندې ډول دي:

مثبتې پېښې: ۳۳ ملیونه

مړه شوي: یو ملیون

روغ شوي: ۲۴ نیم ملیونه

فعالې پېښې: ۷ نیم ملیونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx