لیکنېنظــر

اسدالله هارون: زما ژوند د دوحې سولې خبرو پورې تړلی دی

اسدالله هارون، ګوانتانامو

زه د دوحې د سولي په مذاکراتو کې پرمختګ وینم چې زما ژوند ورپسي تړلی دی. په ډېر امکان سره به دا کار وشي.

په هرصورت ، زه په ګوانتانامو زندان کې وروستی افغان “بې ارزښت بندي” یم. دلته د 40 تنو بندیانو په مینځ کې یو بل افغان هم دی چې – محمد رحیم – نومېږي، مګر دوی وايي چې هغه لوړ ارزښت لرونکی بندي دی. زه نه پوهیږم چې دوی ولې داسې وايي ، ځکه چې هغه په هیڅ جرم هم تورن نه دی.

دلته 207 افغان بې ارزښته بندیان وو، خو 206 تنه یې کور ته ولاړل او يوازې زه پاته شون. دوی حتی زما مهم توب ته توجه هم نه کوي: زه د “جنګي اسیر” په نامه پېژندل کیږم ، مګر زما جرم په پاکستان کې د حزب اسلامي افغانستان د مهاجرینو په کمپ کې لویدل راته ویل شوی.

حزب اسلامي د ۲۰۱۶م کال په سپټمبر کې له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ. خو په عادي ډول، هر چا چې د جینوا کنوانسیون لوستلی وي ، پدې معنی ده چې بندي باید یوځل کور ته ولېږل شي.

زه یوازې دلته ساتل کیږم او د ژوند د لوړو ژورو څخه تيريږم. کله چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټویټ وکړ چې هغه له ګوانتنامو څخه د بندیانو په خوشي کولو کې سخت ده، او هېڅوک به هم خوشي نه کړي هغه که ګنهکار بندي وي، او که بېګناه. خو اوس هغه د سولې تړون غواړي، او په دې ټینګار کوي چې افغان حکومت باید زرګونه طالب بندیان او طالبان زرګونه أفغان سرتېري خوشې کړي.

مګر دا ورته نه ښکاري چې له امريکا څخه وغواړي چې يو هير شوی او غريب أفغان بندي خوشې کړي. تر دې ورهاخوا، دوی زه ۱۳ کاله له خآن سره وساتلم خو هیڅکله یې د کوم جرم ثبوت راباندي پیدا نه کړ.

ما داسي خبرونه اورېدلي چې امریکا د یوه أفغان بندي، حاجي بشیر نورزي له خوشي کېدو سره موافقه کړي، کوم چې زموږ د هېواد له غرونو څخه تر امریکا پوري د هېروینو په قاچاق تورن وو او په ۲۰۰۹ کال کې په عمري بند محکوم شوی وو او په ه منځني ختیخ کې «پابلو اوسکار» په نامه پېژندل کېدو.

دا چې أفغانستان په منځني ختیځ کې ندی نو ددوی جغرافیا په اړه معلومات کم دي. خو طالبان غواړي هغه خپل کور ته راشي، او ټرمپ هم غواړي چې ووایې چې جګړه به پای ته ورسوي. زه فکرکوم چې د نومبر تر څلورمې او د امريکا تر ټاکنو یوه ورځ وروسته به زما ازادي ونشي، او کارونه به همداسي روان وي. زما آزادی به څنگه شي، دوی به یو پټ تړون وکړي او ټرمپ به کيدای شي همداسي د سخت سړي په توګه کار ته دوام ورکړي.

زه تل خوښ یم چې څوک خپلې کورنۍ ته ستون شي، نو زه ورته د زړه له کومي د ښو غوښتونکی یم. خو کله، کله دا راته ډېر سخت وي. زه شک لرم چې حاجی بشیر سره به ډېر انصاف شوی یې – هغه په داوطلبانه ډول له امریکایانو سره لیدني کړې ترڅو د تروریزم د تمویل د درلو په لارو چارو بحثونه وکړي. خو له ۱۱ ورځو وروسته دوی بېرته خپل تړون ته را وګرځېدل او هغه یې وتښتاوو. خو کېدای شي له هغه سره ورته عدالت شوی وي.

دا چې زما وضعیت ډیر مایوسه کوونکی دی، نو په دې أساس ما پریکړه وکړه او زه بله هیڅ چاره نلرم پرته له دې چې زه باید د سوله ایز اعتراض په ډول د نه خوړو اعتصاب وکړم.

په افغانستان کې زه ۷۹ کیلو وم. خو وس زه ۴۹ کېلو ته را ښکته شوی یم ، دا په دې معنی چې زما د بدن دریمه برخه دې بدبختۍ ته له راتګ سره ویلي شوي ده. ډیر ژر به دوی ماته د شکنجې اطاق ته بوزې ، او زما د پوزې څخه معدې ته نل تیر کړي. دا ډېر سخت او دردونکي دی، زه پوهیږم، خو زه باید یو څه وکړم. زه د عدالت لپاره، د هیچا پروړاندې اعتراض نه کوم. هر انسان چې ضمیر ولري د عدالت په لټه کې به وي.

دوی زما اعتراض ته درناوی نه کوي. دوی حتی زما د لوږې له اعتصاب څخه انکار کوي، پداسې حال کې چې دا د ګاندهي له وخت راهیسې یو ډول اعتراض دی. دوی ټینګار کوي او وایې چې دا یو “غیر مذهبي روژه” ده، او په دې سره دوی زما اصولو ته سپکاوی کوي.

دا ډېري بدي روغتیایې پایلې لري. زه تل ګنکس یم. کله چې زه وتښتول شوم، په هماغه وختو کې یې په سر دېر ځلي مظبوط ، مظبوط ووهلم. حتی اوس چې کله په بستره هم کېنم نو خپل توازن له لاسه ورکوم. زما حافظه هم ستونزي لري ، د سترګو او سر دوامداره درد لرم. دلته ډاکټر اندېښمن دی او وایې چې زماد دماغ زخم شوی دي او ورځ تر بلي پسي خرابېږي. هغه وايي موږ له سرتېرو غوندی تداوي در باندي کیږي. که په ریښتیا داسي وي نو زه ددوی لپاره افسوس کوم. ما ورته وویل چې تاسي باید ما له هغوۍ سره پرتله نکړي ، ځکه دوی دلته یوازې یوه یا دوه میاشتې تېروي ، خو زما څوارلسم کال دی چې دلته بندي یم. که دوی ته درد پیدا شي نو کولای شي چې متحده ایالاتو ته ولاړ شي. خو که زه ستونزه لرم، زه یوازي بېرته خپلې کوټې ته تللای شم.

دا به سمه وي چې زه شاید دلته مړشم. خو زه تمه لرم چې خپل کور ته د خپل بوډا مور او پلار، مېرمني او ۱۳ کلني لور لپاره چې په هغه وخت کې لا ډېره وړه وه، د خدمت کولو لپاره ولاړ شم. زه نه غواړم ځان له لوږي مړ کړم ، یا خپل روغتیا خرابه کړم ، خو دا هر څه ډیر اوږده شوو. نو زه باید حتمن یو څه وکړم. کېدای شي ، لکه څنګه چې د سولې خبري اتري پرمختګ کوي، زما حالت هیر نه کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

الله ج
دی مل سه .ېقېناً چی له لوئ تکلېف سره مخامخ ئ خو ېا ئ لره چی اجرونه ئ زشته زېات دی او له تا سره دی دهغه ظلم حساب به
الله ج
ضرور له ظالېمانو سره کوئ. له مهربانه رب څخه درته صبر اجر او همت غواړم تاته او ستا کورنئ ته.
😔😔😔

ټول کړن څاری

اسلام عليکم ورحمة الله، اسد الله هارون وروره ډېر مي زړه درباندي وسو. زما او زما غوندي ډېرو کسانو په خوله څوک پياز هم نه ميده کوي. ته هم لکه چي امريکايانو ته بې ارزښته بندي يې نورو ته هم تر دې نه يې زيات. کاشکي ته هم حاجي بشير غوندي لوی قاچاقبر وای اوس به دي په لوړه سويه ارزښت درلودای او د خوشي کېدو د خبرو دوسيه به دي د ټرمپ پر مېز پرته وای او په رسنيو کي به دي نوم پورته او کښته کېدای. نو ګرانه وروره ناهيلی کېږه مه، موږ او تاسي شکر دی لوی… نور لوستل »

غ.حضرت

په جهنم کی د شلمی او یوویشتتمی میشت جهنمیان به اکثره هغه کسان وی چی ګوانتانومو ئې تشکیله کړېده او تر دوی یوه درجه کښته ( په زیاد حرارت کی اسیر ) ذلیل او خوار او سوځلی به هغه کسان ( د لیبرالیزم مُریدان) وی کوم چی د ګوانتامو په شتون قلباً او د زړه له کومی راضی او خوښ او هغې د توجیه لپلره دلائل تراشی.

غ.حضرت

زما په تبصره کی د ” پېړۍ ” لفظ له قلم څخه لویدلی دی کوم چی باید د شلمی او یوویشتمی وروسته لیکل سوی وای.

فولاد

الله ج ته هیڅ هم سخت نه دي، لکه سلګونه په اعدام محکوم زندانیان چې خدای ج په لوړ سر آزاد کړل تا به هم آزاد کړي.
بې شکه تاسو ددې خاورې خلکو او ټول اسلامي امت لپاره ویاړ یاست.
په خدای ج مو سپارم

الحاج استاذ بیانزی

په الله ج توکل ، ښه نیت او عقیده دی په دی راڅخه کړه چه د هر مخلوق ژوند او مرګ د الله ج په واک کی دی ، د ګوانتانامو دجال او داسی نور دجال ستا ژوند ته هیڅ صدمه نه شی رسولی او که همدا سختی ستا به تقدیر کی لیکل شوی الله ج ته پناه یوسه یعنی تقدیر په دعاګانو بدلیدی شی او بس . مګر دا خبره چه تاسی وایاست ، تاسی یی صرف په دی نیولی [ چه د حزب اسلامی د مهاجرو په کمپ کی لوی شوی یاست ] او د نیولو وخت کی… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x