شخصیتونهنظــر

د سيدجمال الدین افغان د ایرانیتوب ادعا تفکیک او رد

لیکوال: صالح سهیل حموده

ژباړن: داود وردګ

داسې مشهور اصلاح غوښتونکی به پیدا نه کړې چې د هېواد او م‍ذهب په هکله یې د خلکو نظرونه دومره لوی توپير ولري لکه څومره چې د سید جمال الدین په هکله دي.

ځینې وایي چې په افغانستان کې زېږېدلی، سني مذهبه دی چې دا خبره خپله سيدجمال الدين افغان په کراتو او مراتو کړې ده.

او په دې خبره ټول افغانان هم اتفاق کوي او همدارنګه هغه عربان هم چې سید جمال الدین یې ازمویلی، خبرې يې ورسره کړې دي، له نږدې یې لیدلی او د محصلۍ ویاړ یې لري لکه شیخ محمد عبده، عبد القادر المغربي، محمد المخزومي، سلیم عنحوري، ادیب اسحاق، شکیب ارسلان او نور هم همدا خبره کوي.

ځیني بیا وایي چې هغه په ایران کې زېږېدلی او شیعه مذهبه و، خو د افغانیتوب دعوی یې ځکه وکړه چې وکولای شي خپل هغه هدف ته ځان ورسوي چې ځان یې ورته وزګار کړی و.

د دغه نظریې خاوندان څو ډلې دي او هره ډله یې خپلې موخې او غرضونه لري. یوه ډله اکثریت ایرانیان دي، يو يې هم هادي خسرو شاهي دی چې د سيد جمال الدين افغان اعمال یې را غونډ کړي دي.

بله ډله د اوسنیو شیعه ګانو مشران دي چې دغې دوهمې نظريي ته ډول وهي، یوازې د دې له پاره نه چې دوی غواړي افغان خپلې ډلې ته منسوب کړي بلکې غواړي چې له دې لارې د شیعه ګانو ځیرکتیا هم وښیي چې په څومره ځیرکتیا یي وکولای شول، سني مرکزونو ته ننوزي، دوی غافل کړي او مشري يې هم په خپل لاس کې واخلي.

درېیمه ډله یې بیا هغه لېبرال او سېکولر عرب دي چې دې نظريې ته تمایل لري لکه عبد الرحمن بدوي او علی الوردي، ځکه چې افغان په معاصره نړۍ کې د اسلام را ژوندی کوونکی او له جمود څخه يې را ویستونکی او له واقعیتونو څخه د لرې والي څخه يې را ویستونکی بلل کېږي، نو کله چې افغان خپله ټګمار او پردي کالي یې اغوستي وي نو پیروان به یې هم خامخا ټګماران او دروغجن وي.

همدارنګه په دې ډلو کې ځینې هغه اسلامپال دي چې تر سنتي مذاهبو پورې تړاو لري، په دې کې سلفیان او اشعریان یو ‌ډول دي موخه یې له خپل دښمن سره د حسابونو تصفیه کول دي ځکه چې افغان په دې مذاهبو کې د اصلاح او نوښت غوښتونکی و.

کومه یوه نظریه رښتیا ده؟

که د افغان د ایرانیتوب د دعوا روایت وسپړو، راته معلومه به شي چې ډېرې کمۍ لري.

که د لطف الله خان روایت را واخلو چې دعوه لري خوریی يې دی او وایي چې دی ایراني شیعه دی او په دې هکله یې یو کتاب هم د (جمال الدين الاسد الابادی) په نوم لیکلی، په دي روایت کې به ومومو چې له ډېرو مبالغو څخه ډک دی او یوه منصف لوستونکي ته به یې منل ډېر ستونزمن وي.

لطف الله خان دعوی کړې چې په ۱۲۶۶ هـ کال افغان له خپل پلار سره په دوولس کلنۍ کې نجف ته راغی، هلته یې څلور کاله ژوند وکړ او په دې موده کې يې ګڼ (د تفسیر، حدیث، حکمت، منطق، اصول، علم الکلام، نور عقلي او الهي فلسفه، ریاضي، طب، تشریح او ستورو!! ) علمونه ولوستل چې په دې موده کې یې (ډېره عجیبه برلاسي وښودله او د نجف، کربلا او سامرا د علماوو پر وړاندې مقبول او مشهور شو، په تدریج سره یې یاد او نوم يې تر هر مجلس او غونډې پورې ورسېد.

خلک یې هم په اړه په دوو ډلو ووېشل شول، یوې ډلې یې تایید کولو او بلې ډلې یې مخالفت کینه او کرکه ورسره کوله او په هکله به یې شبهې او بېځایه ګومانونه خپرول)) نوموړی دا ډراماتیک روایت مخکې و‌‌ړي او وایي ((ځینو کرکجنو علماوو)) سید ته دسیسه جوړه کړه چې په دې دسیسه باندې شیخ مرتضی (الانصاري د افغاني مزعوم شیخ) خبرېږي او د یوه جلیل القدر شیخ په ملتیا یې هندوستان ته ولېږه) [2]

تر هر څه مخکې هغه څه چې ذهن ته راځي، ایا دا به عقل ومني یو وړوکی ماشوم چې عمر یې له ۱۶ کلونو ډېر نه وي، لا یې برېت نه وي راغلي د شیعه ګانو په علمي مرکزونو کې دومره په لوړه کچه مشهور شي.

بله دا چې هغه کومې داسې نظریې وې چې دغه خارق العاده ماشوم لرلې او خلک یې په هکله دومره لوی اختلاف ولري؟ او هغه کوم ګواښ و چې دغه ماشوم خپلو مخالفینو ته کړی و، تر دې پورې چې خپل درس پرېښودلو ته اړ شي او خپل هېواد پرېږدي.

دا هغه مشروع پوښتنې دي چې زما په اند، لطف الله خان یې په ځواب ویلو کې پاتی راغلی چې له امله یې ځینې هغه کسان چې افغان ایرانی هم بولي، د لطف الله خان په روایت به قناعت ونه کړي لکه لویس عوض او د دې ناڅاپه کډوالۍ له پاره نور لاملونه وپلټي، دوی همداراز وایي چې افغان د مهدیتوب دعوا کړې وه او یا دا چې روژه به يې نه نیوله [3] او همدارنګه نورې اپلتې یې راوړې دي.

د هغو لاملونو له ډلې چې مونږ د لطف الله خان روایت پرې ردوو یو لامل هم د روايت په تفاصيلو کې د راویانو تر منځ تناقض دی، دا څرګندوي چې د دې کیسې پېښې منطقي تړاو نه لري او تشې يې ډېرې دي.

موږ وینو لطف الله خان هڅه کوي څو د خپل روایت او د افغان د اصليتوب د مشهور روایت تر منځ سمون راولي، ځکه خو دعوی کوي چې افغان (نږدې پنځه کاله) په افغانستان کې ژوند کړی چې په دې موده کې یې اړیکې د امیر دوست محمد خان سره ټینګې شوې او هلته یې خلکو ته لارښونه کوله او همالته یې خپل کتاب (تاریخ الافغان ) [4] ولیکه.

دلته موږ وینو چې لطف الله خان دغه روایت په ډېر ټینګار سره راوړي خو نور شیعه تاريخ ليکونکي دا روایت نه مني چې سيد جمال الدين افغان دې افغانستان ته تللی وي او دا خبره دروغ بولي.

اغا بزرګ تهراني وایي: (افغان په عمومي ډول له افغانانو سره هېڅ اړېکه نه لري، نه په کونړ کې زېږېدلی، نه له خپل پلار سره کابل ته تللی، نه افغان او پلار یې د امیر دوست محمد خان له پلوه له ملکه تبعید شوي، نه یې تربرونو په کومه ځمکه واک درلود، او نه یې افغانان په هکله څه معلومات لري دا خو پرېږده چې افغانان یې دې کورنۍ ته په زړونو کې درناوی ولري!!) [ 5]

او محسن الامین وایي: (ټولې هغه خبرې چې د هغې پر بنسټ نوموړي ته افغان ویل کېږي، لکه په افغان حکومت کې ورننه وتل، په ځینو جګړو کې برخه اخیستل، له ځینو امیرانو سره يې خواخوږي، د لوی وزیر چوکۍ ته رسېدل، د ځینو له خوا ورسره غداري او بیا له افغانستان څخه د حج په پلمه وتل دا ټول هېڅ حقیقت نه لري یوازې د کیسې د بشپړولو له پاره ور اضافه شوي دي). [6]

د کومې ډلې خبرې باید ومنل شي!!

ایا موږ دا حق نه لرو چې د دې خبرو د څښتنانو تناقض او اختلاف د دوی پر دروغ ویلو دلیل وبولو؟

هغه هم په داسې وخت کې چې د افغان د افغانیتوب روایت سیده، پېښې یې منطقي او تر منځ یې اخلاف نه لیدل کېږي.

د یادونې وړ ده موږ وینو چې د افغاني د ایرانیتوب قايلین پراخه ادعاوې لري، د خپلې دعوی د ثابتولو له پاره هېڅ کافي دلایل نه لري، دا خپله پر دې دلالت کوي چې د دې دروغجنې دعوی تر شا څه شته دي چې له امله یې دغه پروپاګند مخکې وړل کېږي او د یوه منصف له پاره نه ښايي چې په کې ښکېل شي.

زموږ د خبرې په تایید، د غلام حسین موسوي الافغاني قول دی، د لطف الله خان د کتاب په هکله چې افغان يې په کې ایرانی بللی او خپله يې د خوریي توب دعوی لري (ډېر دلایل او شواهد شته چې انکار ترې نه شي کېدی (د لطف الله خان د کتاب د دروغو دلایل: ژباړن) چې په نږدې وخت کې به خپاره شي او شایقین يې کولای شي، موږ ته په لاندې پته لیک را ولېږي چې دوی ته په دې هکله نور معلومات هم ورکړو:

النجف الاشرف، العراف [7] مدرسه الامام الشیخ محمد حسین کاشف الغطاء، غرفر رقم 3 الموسوی) [8]

زما د علم تر حده ښاغلي موسوي دغه لیک نه دی خپور کړی که څه هم ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي او یوازې یې خپل ادرس ښودلی که څوک غواړي يادو دلایلو ته لاسرسی ولري، دا پر دې دلالت کوي چې په خوله کې يې اوبه دي او نشي کولای، له هغو معلوماتو څخه د نامعلومو وجوهاتو له امله پرده پورته کړي چې ده يې یادونه کړې.

که موږ له دغو ادعاوو څخه ځینې ادعاوې وڅېړو د بېلګې په ډول د لطف الله خان د کتاب (جمال الدین الاسد ابادي) ژباړن عبد المنعم حسنین یوه ادعا دا کوي چې د جمال الدین افغاني د ایرانیتوب یو دلیل دا دی چې (په ایران کې د جمال الدین د کورنۍ موجوديت چې په افغانستان کې يې هېڅ اثر نه لیدل کېږي)!!![9]

دا هغه جعلي او نه منونکې ادعا ده چې له امله يې په افغانستان کې د یوې بشپړې کورنۍ چې لږ تر لږه له افغان سره د اړيکې د موجوديت دعوا لري د شتون نفي کول دي.

د افغان د کورنۍ د ځینو هغو غړو چې موږ ته یې په هکله معلومات رسېدلي په لاندې ډول دي:

1/ سید حسین پاچا [10]چې په افغانستان کې والي تېر شوی او په مدینه منوره کې يې له شکیب ارسلان سره لیدلي او په ټینګار سره يې ورته ویلي چې افغان له موږ څخه دی.[11]

صلاح الدین سلجوقي وایي چې حسین پاچا د افغان-انګرېز د جګړو یو لوی اتل و او افغان به يې له دې امله ملامت کاوه چې د تورې جهاد يې پرېښی و. [12]

سعید الافغاني وایي چې سید حسین پاچا د لوی مجاهد نجم الدین اخند زاده (هډې اخند زاده) له مریدانو څخه و.[13]

2/ شمس الدین پاچا مجروح چې سلجوقي یې یادونه کړې او ویلي يې دي چې د قبایلو او سرحداتو وزارت وزیر هم پاتې شوی دی.

3/ سید عباس پاچا

4/ سید مصطفی پاچا

5/غلام رسول پاچا

لومړي دوه چې پورته ياد شول سعید الافغاني او محمد امان خان صافي هم یاد کړي [14] او درېیم هم محمد امان یاد کړی او دا یې هم ویلي چې دوی په کابل کې تر مراقبت لاندې وروسته له هغه اوسېدل چې امیر دوست محمد خان يې په کونړ کې واک له منځه یووړ او له بېرته ورتګ څخه یې منع کړل.

6/ محمود فاراني، ادیب او شاعر چې له غلام حسین موسوي سره يې لیدلي او ورته ویلي يې دي چې د ایراني (ساداتو) د ادعاء پر خلاف يې افغان خپلوان دی.[15]

سعید افغاني یادونه کوي چې د کونړ سادات (د افغان کورنۍ) دومره شهرت لري چې هېڅوک هم ترې انکار نشي کوی، هلته د دوی کلي او ځمکې دي او کله چې د افغان کورنۍ له کونړ څخه کابل ته شړل کېږي د هغه وخت یوه پېښه یادوي او وایي:

(په کونړ کې مې له یوه تن واورېدل چې د خپل پلار له خولې يې حکایت کاوه: کله چې د سید جمال الدین افغان پلار کابل ته نقل شو په هغې وخت کې افغان وړوکی ماشوم و او هغه مهال ډېر خلک د اعتراض په ډول را غونډ شول تر دې چې حکومت د یوې لويې پېښې له پېښېدو و وېرېد او هغه ورځ ډېره سړه او باراني وه).

او بیا وایي: (په پلازمېنه کابل کې مې په لاهورۍ دروازه کې له یوه سپینږیري واورېدل د سید جمال الدین افغان پلار چې کله کابل ته راغی د خپلو اولادونو سره دلته په لاهورۍ دروازه کې اوسېده) [16]

سعید افغاني د لطف الله خان په اړه چې ځان د سید د خور زوی بولي وایي: د دې کتاب (غږ يې دروغ او ګمراه کونکی دی) [17]

د مخالفینو له عجایبو څخه چې دوی يې د خپلې ادعاء د ثابتولو له پاره راوړي د دوی ادعاء ده چې وایي: د صفدر نوم (د جمال الدین افغان د پلار نوم) او ابو تراب (د افغان د خادم نوم) هغه نومونه دي چې په افغانستان کې نه بلکې په ایران کې مشهور دي.

بلکې په خپلو لوستونکو يې ملنډې دې کچې ته رسېدلې چې عبد المنعم حسنین ادعاء کوي افغان چې د خپل خادم له پاره يې د ابو تراب نوم خوښ کړی دا يې خپله د ایرانیتوب او شیعه توب سره د کلکې مینې دلیل دی!![18] همدغه شبهه علي الوردي او نورو هم تکرار کړې ده.

دغه ادعاء دومره بې خونده ده چې د افغانانو د خندا وړ ګرځي او دا یې حق دی ځکه دوی پوهېږي چې دا خبره بالکل دروغ ده، ان سعید الافغاني د دې په رد کې وایي: (کله چې زه د دارالعلوم الاسلامیه چې (نجم المدارس) یې نوم و او په ننګرهار ولایت کې موقعیت لري، د صفدر په نوم زما د سکرتر چې د چپرهار اوسېدونکی و، که په دې کې شک لري را دې شي کونړ او د چپرهار سیمې ته چې ترڅو زما رښتیا ورته معلوم شي) [ 19 ]

غلام حسین موسوي افغاني د هغو سني او شیعه افغانانو نومونه يادوي چې پېژني يې (صفدر) نومېږي او وایي: (د افغاني مشهورو څېرو او مراجعو په اړه پوهانو په سلګونو داسې نومونه موندلی شي چې په دې نامه نومول شوي دي). [20]

همدارنګه د ابو تراب په هلکه وایي: (زه شخصاً په دې نامه څو سني او شیعه افغانان پېژنم) بیا پوښتنه را ولاړوي: کله چې افغانان پر ځانونو بشیر علي، علي محمد، علي اکبر، محمد حسین او غلام صفدر نومونه ږدي څه مانع وجود لري چې پر ځان ابو تراب نوم هم کېږدي.[21]

همدې ته ورته ادعاء مصطفی غزال هم کړې هغه وایي: هغه څه چې د افغان په شیعه توب دلالت کوي، استادان او شیوخ يې دي لکه قاضي بشد، حافظ دراز او حبیب الله قندهاری او وایي: (دا ټول شیعه ګان دي.[22]

نه پوهېږم چې څرنګه د پوهنتون رساله لیکونکی دومره جرات کوي چې دا کسان بل مذهب ته منسوب کړي او ځان ته دومره تکلیف هم ورنه کړي چې د دوی د سوانحو او کړنو په هکله پلټنه وکړي.

په داسې حال کې چې قاضي بشد د کونړ مشهور قاضي تېر شوی [23] او دا ټولو ته څرګند ده چې په کونړ کې هېڅ شیعه نشته او دا هم د منلو وړ نه ده چې د سنیانو په سیمه کې دې شیعه ته د قضا دنده ور وسپارل شي.

حافظ دراز، مولانا محمد احسن پېښوری دی، دراز ځکه ورته وایي چې لوړه ونه يې لرله، په منطق او حکمت کې نومتی عالم و، په فارسي ژبه یې پر صحیح بخاري یوه شرحه هم لیکلې [24] او د سیمې د اوسېدونکو په څېر سني عالم و.

همداراز حبیب الله کندهاری بیا حنفي اصولي عالم دی چې ډېر تالیفات لري لکه ((مغتنم الحصول فی علم الاصول)) او ((ابجد التاریخ)) [ 25 ] نو دا بیا له کومه شیعه شو؟!

همدارنګه د افغان نور استادان ټول سني حنفیان وو لکه: فقیر بادشاه چې د افغان خپلوان او د کونړ اوسېدونکی و او فضل مالک نقشبندی علي منلاخان چې افغان به ډېر ویاړ  پرې کاوه [26] او هېڅ شیعه استادان نه لري پرته له هغې ادعا‌ء چې په هغې جعلي روایت کې راغلې.

همدارنګه له هغو شکونو چې دوی يې د راوړلو هڅه کړې، هغه دا چې د افغان په نسب کې يې شک کړی او ویلي یې دي چې: موږ د افغان د نیکه سید ترمذي سوانح ونه موندل چې دی خپل نسب په هغه پورې تړي! دغه خبره فهد الرومي په خپل کتاب منهج المدرسه العقلیه فی التفسیر) او مصطفی غزال په خپل کتاب (دعوة جمال الدین الافغانی فی میزان الاسلام) کې راوړې. دوی فکر کوي چې د ترمذي سوانح بايد د سیر الذهبي او یا وفیات الاعیان د ابن خلکان په کتابونو کې ومومي!!

حقیقت دا دی چې دوی ټول د غرور او جهل په تنابونو کې راګیر دي، سید ترمذي په حقیقت کې د افغان اتم نیکه دی او په افغانانو کې دومره مشهور دی لکه د لوی غره پر سر چې اور بل وي، خپل مزار لري چې هر وخت يې زیارت ته ډلې ډلې خلک له بېلابېلو سیمو څخه ورځي، زیارت يې د سوات د بنیر په سیمه کې دی چې د (پیر بابا) په نامه مشهور دی.

پاکستانی استاد فضل معبود د سید جمال الدین افغان په هکله د خپل کتاب په ۶۰مه پاڼه کې د افغان د دغه اتم نیکه سوانح په تفصیل سره ذکر کړي دي، د وفات نېټه يې ۹۹۱هـ ښودلې او د وخت لوی مجتهد عالم يې بللی چې د خپل وخت له شیوخو څخه يې په نحو کې کافیه او هدایه او وقایه په حنفي فقه کې لوستې ده.

له هغې وروسته یې د پیر بابا د دعوت بېلګې بیان کړې دي او دا چې د سیمو خلکو به په دیني چارو کې د معلوماتو له پاره نوموړي ته ورتلل او خلکو په تر هغې د بل عالم خبره نه منله ترڅو به چې پیر بابا ورته په علمیت نه و قایل شوی.

د افغان د نسب، افغانیت او سني توب له پاره به دا دلایل کافي وي چې د شک اچوونکو خولې له خاورو ډکې کړي. د مخالفینو یو نا اشنا کار دا هم دی چې ځینې د ایران اسعد اباد ته تللي، له ځینو هغو کسانو سره یې خبرې کړې دي چې ځان افغان ته منسوبوي او د هغوی خبرې او ادعاوې یې پرته له کوم رښتيني دلیل څخه منلې دي.

دا بیچاره ګان په دې نه پوهېدل چې په ايران کې افغان ته منسوبېدل لوی غنیمت بلل کېږي، یوازې د افغان د شهرت او مقام له امله نه بلکې د دې له پاره چې ځانونه له دې لارې د ال البیت قدرمنې کورنۍ ته منسوب کړي ترڅو یې له یوه شیعه مشربه حکومت څخه ګټې او منافع ترلاسه کړي.

د بېلګې په توګه، دلته به د قدري قلعجي قول راوړو چې وایي: (د دې له پاره چې د افغان د ایرانیتوب د ادعا‌ء په اړه پلټنې وکړم، د ۱۹۵۱م کال په مني کې ایران ته لاړم (او هلته مې ولیدل چې ټول ایرانیان په دې اتفاق لري چې سيد جمال الدین یو اصیل ایرانی دی) [27].

(که د ایرانیانو ادعاء د افغان په ایرانیتوب دلالت کوي افغانان هم ټول د افغان په افغانیتوب اتفاق لري: ژباړن)

دا سړی د ایرانیانو له اجماع څخه خبرې کوي! خو دا اجماع یي یوازې د هغه چا له خولې راوړې چې ورڅخه اوریدلي يې دي، خو حقیقت دا دی چې ډېر داسې ایراني څېړونکي شته چې د افغان د ایرانیتوب دعوا ردوي د هغوی لوی علامه محمد القزویني، د تهران د پوهنتون استاد مرتضی الچهاردهي، ایراني لیکوال ابراهیم صفايي، مشهور ایراني محدث عباس قمي [28]، حسن تقي زاده او دکتور مهدي درخشان چې د همدان اسداباد ته نژدې سيمې اوسېدونکي دي.[29]

عبدالمنعم حسنین هم یادونه کوي چې په ۱۹۵۰م کال د ایران اسداباد ته لاړ، هلته یې د افغان د کورنۍ ځینې غړي ولیدل چې ځانونو ته د جمالیه کورنۍ وايي او هلته يې د افغان د نیکونو قبرونه هم ولیدل[30].

خو د دې پر خلاف موږ غلام حسین موسوي وینو چې په ۱۳۸۹هـ کال د ایران له اسداباد لیدنه کوي او وایي: (په دې اړه هلته له یوې ډلې سره وغږېدم، خو هېڅ داسې دلیل مې پیدا نه کړ چې د افغان په ایرانیتوب دلالت وکړي او یا هغه ادعاوې چې د افغان د نیکونو قبرونه د ایران په اسداباد کې تر اوسه شته وي او هلته اصلاً هېڅ داسې قبر او لوحه نشته چې سید صفدر ته منسوبه وي). [31]

د ژباړن یادونه:

د کونړ مشهور مخور افغان ښاغلي امام الدین صافي صاحب ژباړن ته وویل: د کونړ په اسعد اباد کې یوه سیمه ده چې صفدرګټ نومېږي او اوس د بسونو لویه اډه ده او هلته د جمال الدین افغان تربرونه اوس هم اوسېږي).

موسوي له مشهور ایراني لیکوال حسن تقي زاده څخه رانقلوي، هغه کورنۍ چې افغان ته ځان مسنوبوي په ۱۹۳۰م کال يې ځان ورته منسوب کړ [ 32] یعنې د افغان له وفات څخه دېرش کاله وروسته، د دوی پر وړاندې کوم خنډونه وو د ځان په منسوبولو کې يې دومره ځنډ راغی؟!!!

همدارنګه مصطفی غزال وایي: ټولو هغو کسانو چې د جمال الدین سوانح يې لیکلې هغه یې که دوستان او یا دښمنان دي ټول دا وايي چې افغان خپل اکثریت زده کړې ان لوړې زده کړې د ایران او عراق په شیعه مرکزونو کې کړې دي) [33]

د غزال صاحب خبرې په دې دلالت کوي چې د افغان په هکله پوره معلومات نه لري او مخکې تر مخکې پرېکړو يې له حقيقت څخه سترګې ورپټې کړې دي.!

هغه څوک چې وایي افغان په ایران کې زده کړې کړې دی هغوی يې ایرانی بولي، خو هغه څوک چې د افغاني په افغانیتوب باندې قایل دي هغوی په دې هکله یو ټکی هم نه دی ویلی په استثناء د دکتور محمد عماره چې په تاسف سره د لطف الله په کتاب تېروتلی او د هغه دا روایت یې راوړی چې افغاني په قزوین او نجف کې زده کړې کړې دي. [34]

ثابته خبره دا ده چې افغان دوه ځلې ایران ته تللی چې هغه وخت د هرڅه له پلوه پوره او لوی و، لومړی ځل په ۱۸۸۶م کال او دوهم ځل په ۱۸۹۰م کال څو هلته د نظام په اصلاح کې ونډه واخلي نه دا چې هلته زده کړې وکړې او عراق ته هغه وخت لاړ کله چې د ایران د شاه له لوري له ایران څخه وشړل شو.

پورته یادې شوې شبهې هغه قوي شبهې دي چې د افغاني د ایرانیتوب په هکله راوړل شوې دي، ومې غوښتل دلته یې د هر منصف څېړونکي له پاره ځواب راوړم، کله چې دغه شبهات ځواب شي د نورو ردول یې بیا اسانه کار دی.

او دا ټول ښیي چې د افغاني د ایرانیتوب ادعاء بې بنسټه د ډبرینې ځمکې پر سر د خاورې د لیکې او یا د یخې اوسپني د وهلو په څېر ده چې موخه یې د دغه لوی اصلاح غوښتونکي فیلسوف مقام سپکول دي چې وکولای شي هغه لوی فکري مکتب له منځه یوسي چې د تجدید او اصلاح په ستنو ولاړ دی.

ماخ‍ذونه:
———————————————————–

[1] دا هغه کتاب دی چې محمد سعید رمضان البوطي ترې د افغان د رټلو له پاره استفاده کوي.
[2]حقيقة جمال الدين الافغاني 1/45-46
[3] لویس عوض او ادبي جګړې یې، نسیم مجلې ص 429
[4]حقيقة جمال الدين الافغاني 1/48
[5]طبقات اعلام الشيعة13/ 311
[6]اعيان الشيعة 4/208
[7]كذا، وقد تكون: العراق.
[8]الرد على الوردي ص33
[9]حقيقة جمال الدين الافغاني 1/11
[10] (پادشاه) او یا (پاچا) د افغان د کورنۍ لقب دی لکه څرنګه چې په مصر کې يې د افغانستان سفیر صلاح الدین سلجوقي یادونه کړې. ((جمال الدین الافغاني) کتاب 16 ص محمود ابو ریه.

ژباړن: په مشرقي کې سید ته پاچا، په شمالي کې میر او په کندهار کې اغا ورته وایي چې دا ټول د عزت او اکرام له مخې وي ( ښاغلی: رحمت الله ګلزاد د افغانستان د معارف وزارت سلاکار )
[11]حاضر العالم الاسلامي 2/289
[12] دا هغه څه دي چې محمود ابو ریه په خپل کتاب (جمال الدین الافغانی تاریخه ورسالته ومبادئه ) 24 ص.
[13] نابغه الشرق جمال الدین الافغانی 15 ص او دا سعید الافغانی هغه سعید الافغانی نه دی چې په سوریه کې زېږېدلی بلکې دا سعید د افغانستان په ننګرهار کې زېږېدلی چې د کونړ اړوند دی چېرته چې افغان زېږېدلی دی. (ژباړن: په پخوا وختونو کې مشرقي ولایتونه یو تنظیمه ریاست وو چې مرکز یې جلال اباد و او ننګرهار د کونړ تابع نه و.))
[14] نفحات عن تاريخ السيد جمال الدين الافغاني ص24.
[15]الرد على الوردي ص29
[16]نابغة الشرق جمال الدين الافغاني ص16.
[17]نابغة الشرق جمال الدين الافغاني ص10.
[18]حقيقة جمال الدين الافغاني 1/26
[19]نابغة الشرق جمال الدين الافغاني ص14.
[20]الرد على الوردي ص49
[21]الرد على الوردي ص50
[22]دعوة جمال الدين الافغاني في الميزان ص74
[23]جمال الدين الافغاني وخدماته الدينية والادبية، تاليف فضل معبود الباكستاني، ص236.
[24]الاعلام بمن في تاريخ الهند من الاعلام ص1086
[25]انظر ترجمته في مقدمة الباحث صاحب اسلام لتحقيق كتاب «مغتنم الحصول في علم الاصول» ص46
[26]جمال الدين الافغاني وخدماته الدينية والادبية ص235
[27]ثلاثة من اعلام الحرية ص31
[28]الرد على الوردي ص 23-25
[29]الرد على الوردي ص28-29
[30]الرد على الوردي 23-25
[31]الرد على الوردي ص28
[32]الرد على الوردي ص29
[33]دعوة جمال الدين الافغاني في الميزان ص223
[34]جمال الدين الافغاني موقظ الشرق وفيلسوف الاسلام ص46

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x