افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناروې طالبانو ته د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ ډاډ ورکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره کتلي او د خپل هیواد له اړخه یې د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ ډاډ ورکړی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي «نن دا.ا.امارت د سیاسي دفتر داروپائي بخش مسئول محترم ملاعبدالحق وثیق او ورسره مل هیئت د افغانستان لپاره دناروې خاص استازي پرالبرټ الساس سره په دوحه کې وکتل.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې په کتنه کې دبین الافغاني مذاکراتو په مختلفو اړخونو خبرې وشوې او دناروې استازي يوځل بيا دبین الافغاني مذاکراتو دملاتړ ژمنه وکړه.

د ناروې ځانګړی استازی داسې مهال د طالبانو د سیاسي دفتر لیدو ته ورځي، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات روان دي او داسې ویل کېږي، چې د ناستو په طرزالعمل کې د دوو مادو د اختلاف له امله خبرې لانجمنې شوې.

طالبان ټینګار لري، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې کېدونکي توافقات باید ددوی او امریکا تر منځ په دوحه کې د شوي تړون په اساس وي؛ خو له کابله تللی پلاوی بیا د مشورتي لویې جرګې او د امریکا-کابل حکومت په ګډې اعلامیې ټینګار لري.

داسې ویل کېږي، چې له شپږ ورځني ځنډ وروسته تېره شپه یو ځل بیا د دواړو لورو د تماس ډلو ناسته کړې، او د اختلافي نقاطو په اړه یې بحثونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x