افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله اسلام اباد ته روان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» په رسمي بلنه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته روان شو.

د عبدالله عبدالله له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له عبدالله سره په سفر کې د پخلاینې عالي شورا مرستیالان، سلاکاران او یو شمېر سیاسي شخصیتونه ملګري دي.

د خبرپاڼې په بنسټ  عبدالله عبدالله به په اسلام اباد کې د افغان سولې په اړه د یاد هیواد له مخکښو چارواکو سره بحثونه ولري او د خپل سفر په موده کې به د پاکستان له ولسمشردوکتور عارف علوي، لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان د ولسي جرګې له رییس اسد قیصر، د پاکستان د مشرانو جرګې له مشر محمد صادق سنجراني، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره به لیدنې ولري.

ورته مهال په اسلام اباد کې هم د عبدالله عبدالله د ورتګ لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی، د ښار په ګڼو واټونو کې د نوموړي د هرکلي لپاره بینرونه لګېدلی او د پاکستاني پارلمان مشر «اسد قیصر» په یوه ویډيويي پیغام کې د پاکستان خلګ او چارواکي د نوموړي راتګ ته سترګې په لار بللي.

ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکی «طاهر خان» وایي، عبدالله به د درې ورځې په اسلام اباد کې پاتې شي او  د چارواکو تر څنګ به د پاکستان د سیاسي او مذهبي ګوندونو له مشرانو سره هم لیدنې ولري.

د طاهر خان په خبره، نوموړی به په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې وینا واوروي او له ژورنالستانو سره به هم یوه ناسته وکړي.

ورته مهال داسې ګنګوسې هم شته، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» اسلام اباد ته د عبدالله عبدالله له سفر څخه راضي نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x