شعـــــرونه

جنتي یاران/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

څه معصوم او څه تنکي یاران مي ولاړل
څه ګلاب څه ګلالي یاران مي ولاړل

لکه لعل لکه ګوهر داسي وه ښکلي
سره یاقوت او سپین غمي یاران مي ولاړل

ولاړل ولاړل د ابد په خوب ویده شول
شهیدان شول جنتي یاران مې ولاړل

د الله خوږې لِقأ ته ور ستانه شول
ښکلي ښکلي فدایې یاران مي ولاړل

چي هر یو به لکه زړه را باندې ګران و
نه هیریږي مي زلمي یاران مې ولاړل

اوس راپاتې یې درانه درانه غمونه
اوس بي ژونده یم ژوندي یاران مي ولاړل

زه (تپاندزُهاد) کم بخته یم ملګرو
زما خوښ زما د زړګي یاران مي ولاړل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x