افغانستانسولې اړوند خبرونه

بین الافغاني مذاکرات: له څو ورځني ځنډ وروسته یو ځل بیا د دواړو ټیمونو د تماس ډلو سره کتلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): په دوحه کې د طالبانو او له کابله د تللي مذاکراتي ټیم د تماس ډلو له نږدې یوې اوونۍ ځنډ وروسته تېره شپه یو ځل بیا ناسته کړې او د اختلافي موضوعاتو په اړه غږېدلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» وایي، ناسته ماښام شپږ بجې شاوخوا ترسره شوه او په مهال یې د کاري اصولو يا طرز العملونو اړوند موضوعاتو په اړه بحثونه وشول.

د نعیم په خبره، دا ډول ناستې به دوام ولري تر څو يو نهايي توافق رامنځ ته شي او بيا د مذاکراتو د اجنډا په اړه بحثونه پيل شي.

ورته مهال له کابله د تللي پلاوي ویاند «نادر نادري» هم ناسته تاییدوي او په خبره يې د تماس د ډلو تر منځ به دا بحثونه دوام ولري.

دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې په د دواړو لورو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ خبرې لانجمنې شوې دي ، چې له امله یې نږدې یوه اوونۍ ناستې ځنډېدلې وې.

طالبان ټینګار لري چې په بین الافغاني مذاکراتو کې کېدونکې پرېکړې باید ددوی او امریکايي لوري تر منځ د شوي توافق په   اساس وی؛ خو له کابله تللی پلاوی بیا د مشورتي لویې جرګې پرېکړې او د کابل-امریکا تر منځ صادره شوې اعلامیه د پرېکړو بنسټ بولي.

د طالبانو په خبره، د مقابل لوري د مذاکراتي ټیم له څرګندونو او نه دلچسپي ښکاري، چې هغوی وخت ضایع کوي او نه غواړي مسایل حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خوسی وخت ضایع کول او خیټی غټه ول دی نو څه نشته.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x