تاریخي پيښي

د استنبول (قسطنطینیة)د فتحې لنډ تاريخ

ژباړه: عبد الله صدیقي

له نن څو پېړۍ مخکې د اسطنبول تاریخي ښار چې د روم د قیصر پایتخت و او ټوله اروپا او منځنی ختیځ ورنه کنترول کیده، د سلطان محمد الفاتح په لاس فتحه شوه او د مسلمانانو تر تسلط لاندې راغله.

د استنبول فتحه چې پخوانی نوم یی قسطنطینیه و یوه معمولي او عادي فتحه نه وه بلکي یوه تاریخي او عقیدوي فتحه وه. د اسطنبول فتحه په دې ډېره اهمه واقعه ده چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم د هغې په هکله پیشګویي کړې وه چې که اوس دا ښار د بیزنطي رومیانو مرکز دی او د هغوی د قوت او دبدبې محور دی، خو دا به یوه ورځ د مسلمانانو تر کنترول لاندې راځي.

د استنبول دفتحې په اړه درسول کريم صلی الله عليه وسلم پيشګويي امام ابو عبد الله الحاکم په خپل کتاب مستدرک کې دا
صحیح
حدیث نقل کړی: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم ، يقول : « لتفتحن القسطنطينية ، ولنعم الأمير أميرها ، ولنعم الجيش ذلك الجيش . ژباړه: راوي وایي: ما د رسول کریم صلی الله علیه وسلم نه واوریدل چې هغه وفرمایل : تاسو به ضرور قسطنطینیه فتحه کوئ، تر ټولو بهتر امیر به هغه امیر؛ او تر ټول بهتر لښکر به هغه لښکر وي چې قسطنطینیه فتحه کوي.

د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د همدې پیشګویي په خاطر د صحابه کرامو د زمانې نه د هغه د فتحه کولو کوښښونه شروع شوي و.

دحضرت معاويه رضی الله عنه هڅه:

په کال 49 هجري قمري کې اول کوښښ شروع شو کله چې حضرت معاویه بن ابي سفیان خلیفه و ، مسلمانانو د فضاله بن عبید الله انصاري ترقومندې لاندې قسطنطینیه محاصره کړه، په دې لښکر کې ډیرو صحابه کرامو هم شتون درلود چې تر ټولو مشهور کس په کې ابو ایوب انصاري رضي الله عنه و.

د ښار محاصرې ډیر وخت دوام وکړ خو د ښار د نیولو په اړه څه ښکاره پیش رفت ونه شو، او ابو ایوب انصاري رضي الله عنه هم هلته وفات شو. مسلمانانو محاصره ختمه کړه او بیرته کورونو ته ستانه شول. په 54 هجري قمري کال دوهم ځل مسلمانانو په دې ښار برید وکړ او د دوی ترمنځ بحري جنګ وشو، خو بیا هم غوڅ پیشرفت ونه شو.

د سليمان بن عبد الملک هڅه:
د هجرت لومړۍ پېړۍ وروستیو کې د سلیمان بن عبد الملک دخلافت په وخت کې یو ځل بیا مسلمانانو په قسطنطینیه حمله وکړه او خپله خلیفه سلیمان بن عبد المک پکې شرکت وکړ، خلیفه د جنګ په دوران کې وفات شو او دهغه ځای ناستی عمر بن عبد العزیز وټاکل شو، هغه اسلامی لښکر ته امر وکړ چې د ښار محاصره ختمه کړی او کورونو ته ستانه شي. مسلمانانو د خلیفه امر په ځای کړ، ټول کورونو ته ستانه شول.

د هارون رشيد هڅه:
د عباسیانو په دور کې هم د استنبول د نیولو هڅې وشوې خو بې نتیجې پاتې شوې، حتی چې په کال 190 هجری کې خلیفه هارون رشید هم دې کار ته مخه وکړه خو بی نتیجې پاتې شو.
له دې وروسته څو قرنه بیا قسطنطینیه ته چا توجه ورنه کړه، ځکه اسلامي خلافت څو وړو وړو دولتونو کې ویشل شوی و، او ددوی تر څنګ نوی حکومتونه فعال شوي هم وو او د مغلو او تاتاریانو حملې هم په اسلامی قلمرو په مشرق کې شروع شوی وې.

سلطان محمد الفاتح:
له دې وروسته کله چې عثمانی خلافت جوړ شو او محمد فاتح یې اووم خلیفه مقرر شو، هغه تقریبا دېرش کاله خلافت وکړ ، د هغه په زمانه کې اسلامي قلمرو پراخ شو، د فاتح او قیصر لقبونه ورته ورکړی شو. او لکه حضرت عمر رضی الله عنه چې د فارس امپراتوری له بیخه ورکه کړه سلطان محمد د رومیانو امپراتوري له بېخه ورکه کړه.

سلطان محمد فاتح د سلطان مردا دویم کور کې د اپریل میاشتې په 20 تاریخ، کال 1429میلادی ( رجب 833 هجري قمري ) کې په (ادرنه ) ښار کې پیدا شو. پلار هغه اماسیا ښار ته د تعلیم او تربیت لپاره واستوه، هغه هلته اسلامي تربیت حاصل کړ او همدغه اسلامی تربیت دهغه په شخصیت کې لوی اثر درلود، داسلامي یې شریعت کلک تابعداری کوله.

هغه په داسې زمانه کې اوسیده چې همیشه د عثمانی خلافت او رومی امپراتوری تر منځ به جنګي کشمکش وجود لاره او د قسطنطینیه د فتحه کولو بې نتیجې هڅې هم روانې وې. د هغه په دې تاریخی او اسلامی شخصیت کې د هغه د استاذ شیخ آق شمس الدین لوی لاس و ، هغه محمد په اسلامي او جهادي روحیه وروزه او له دې وجې نه ډیر خلک هغه د قسطنطینیه معنوي فاتح ګڼي. هغه به هر وخت محمد ته دجهاد د مینې خبرې کولې او د قسطنطینیه د فتحې حدیث به یی هر وخت ورته یادوه.

سلطان محمد د پلار تر وفات وروسته په کال 1451میلادي کې د خلافت په کرسۍ کیناست او هوډ یې وکړ چې د بلقان پاتي برخه او هم دقسطنطینیه ښار فتحه کوي ترڅو دعثمانی خلافت ټول قلمرو سره تړلی وي. ( د بلقان او د عثماني خلافت نورو ځمکو تر منځ هغه وخت قسطنطینیه پرته وه چې د رومیانو په تسلط کې وه)

د قسطنطينيه د فتحې انګيزې:
د سلطان محمد عمر هغه وخت 21 کاله و او د هغه مخې ته ډیرې انګیزې موجودې وی چې باید دی قسطنطینیه فتحه کړي:

اول : د هغه د نیکونو او مخکنیو مسلمانانو هڅې چې د دې ښار د نیولو لپاره کړي و د دوی هڅې دی هم دې کار ته وهڅوله چې ښار باید ونیسي.

دوم : سلطان محمد غوښتل چې یو نړیوال سیاست په خپل قلمرو او نړۍ کې پلې کړي خو د دې کار مخ ته قسطنطینیه خنډ وه.

دریم : رومیانو په مسلسل ډول د عثماني خلافت په سرحداتو حملې کولې ، همدا راز د صلیبي جنګونو په مخته وړولو کې د قسطنطینیه لوی رول و نو سلطان محمد غوښتل چې دغه ناسور ته د پاي ټکی کېږدي.

څلورم : او تر ټول لویه انګیزه هغه دیني روحیه وه چې د محمد په رګونو کې یې حرکت کوه، هغه حدیث چې استاد محترم به ورته بار بار تکراوه د سلطان محمد په زړه کې د ښار د فتحه کولو اور بل کړی و.

د حملې لپاره د سلطان تياری:
د دې لپاره چې دشمنان ځانته کم کړي، او سره جدا یې کړي، سلطان له رومیانو پرته د عثماني خلافت سره هم سرحده ټولو نورو دشمنانو سره د اوربند معاهدې وکړې، ترڅو یو دشمن ته فارغ وي او ټوله توجه یی د هغه طرف ته وي. په همدې اساس د بندقیه او مجرستان سره یی د اوربند معاهدې امضاء کړې، په دې کار سره ده د رومیانو او قرمیانو ترمنځ ایتلاف هم ختم کړ.

په دوهم قدم کې د قسطنطینیه سره نژدې موره او طوماس ښارګوټو ته یی یوه وړوکې جنګي قطعه واستوله چې دغه ځایونه فتحه کړي او په دې سره به قسطنطینیه د غربي نړۍ نه بلکل جدا شي، او په دې سره به هغه له معنوی او مادی فشار لاندې راشي.

په دریم قدم کې سلطان د قسطنطینه په غربي خوا کې د سمندر تر غاړي د روملي په نوم یوه جنګي کلا ودانه کړه څو وکولی شي د فوسفورس ابنا کنترول کړي او کومې کښتۍ چې د تورې بحیرې نه راځي هغه تعقیب کړي.

رومیان چې د سلطان په نیت پوه شول نو د مسلمانو په خلاف یې لښکرې را ټولې کړې، دوی پوهیدل چې د قسطنطینیه فولادي او قوي دیوالونه د مسلمانانو د کلک عزم مخنیوی نه شي کولی.

بل خوا ته سلطان په ادرنه ښار کې د یو ځواکمن لښکر په تیارولو بوخت ، چې په هغه وخت کې تر ټولو ستر لښکر و او د عثماني خلافت د تکړه پلي عسکرو او شاهسوارانو نه متشکله وه، د دې ترڅنګ لښکر یی په هر قسمه اسلحه سمبال کړ، په دغه اسلحه کې تر ټول مهم هغه توپ و چې په تاریخ کې په اول ځل استعمال شو، دغه توپ د جرمنی مجرستانی انجینر جوړ کړی و چې په لوی توپ سره بیا مشهور شو.

تر ټولو لوی توپ:
دې توپ 700 ټنه وزن لاره ، او د یوې مرمۍ وزن یې دری نیم ټنه و ، سل قوي غوایانو به کشاوه چې سل تکړه کسان به هم ورسره وو. د ادرنه نه تر قسطنطینه پورې په دوو میاشتو کې انتقال شو.

د هغه د فایر اواز تر 13 میلو اوریدل کیده او مرمۍ یی تر یو میل لیري تلی او په ځمکه کې به شپږ فوټه ننوتله.

دومره لوی توپ ځکه جوړ شو چې د قسطنطینیه د ښار د دیوالونو پلن والی کافي زیات وو، عادي توپونو پر هغه اثر نه کوه.

د علماؤ شرکت:
د مادي تجهیزاتو سره سلطان د لښکر معنوي تجهیز لپاره د هغه وخت شیخ الاسلام او خپل مربي او استاذ شیخ آق شمس الدین او نور علماء هم له لښکر سره ملګري کړل. علماوو به وخت په وخت د اسلامی لښکر د معنویاتو لوړلو لپاره قراني آیتونه او نبوي احادیث تفسیر او تشریح کول او هغه حدیث مبارک یې دوی ته لوستل چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم د استنبول د فتحې په اړه اته سوه کاله مخکی فرمایلی وو.
څرنګه چې د قسطنطینیه (استنبول) درې خواوي له سمندر سره لګیدلې وې نو سلطان یو قوي سمندري قوت هم تیار کړ ترڅو ښار د سمندر له دريو خواو څخه هم محاصره کې راولي.

رومانیانو هم د جنګ لپاره خپل وسایل او تجهیزات چمتو کړی و.

د ښار محاصره:
په کال 1453م د اپریل میاشتې په 19 مه ( ربيع الأول کال 857هـ) د استنبول عملی محاصره شروع شوه، د محاصرې عملیات د جمعې په لمانځه سره وشول چې امامت یی خپله سلطان وکړ او ټول لښکر ورپسی ولاړ وو. د سلطان سره جوخت د هغه وخت شیخ الاسلام ولاړ . له لمانځه وروسته سلطان خپل لښکر تقسیم کړ او هر یو ټولی خپل مقرره ځای ته ځانونه ورسول او ښار کلا بند یا محاصره شوه.

په دوهمه ورځ سلطان د بیزنطي رومیانو امپراتور ته پیغام واستوه چې ښار دې بې له جنګه دوی ته تسلیم کړي، خو هغه دا پیشنهاد رد کړ او د جنګ لاره یی غوره کړه.

بله ورځ سهار د اپریل په 21 مه جګړه پیل شوه ، د اسلامي لښکرو توپچې قوتونو په مسلسله توګه دوه هفتې د ښار دیوالونه په توپونو وویشتل. او ښکاره توپیر یې د جنګ په میدان کې راوست، خو له بده مرغه د اسلامی لښکر بحري قواوو په جنګ کې شکست وخوړ.

د سلطان نوی تکتيک:
سلطان زر خپل تکتیک بدل کړ، او بحري کشتۍ یې د بشکطاس د بندر نه په وچه کې د استنبول غربي خلیج ته نقل کړې، چې دا یو بیساری کار و چې د چا په فکر کې هم نه ګرځیده.

د اپریل په ۲۲ مه بیا د توپونو انداختونه شروع شول او د ښار له هر لورې نه د تکبیر او الله اکبر اوازونو د ښار خلک هک پک حیران کړل خصوصا د غربي خلیج په سمندر کې چې یې کشتۍ ولیدلې نو د دوی حیرانتیا نوره هم زیاته شوه.

جګړه هم داسې روانه وه د اپریل په 28 مه سلطان امر وکړ چې یو لوی پل دې په سمندر د پاسه جوړ شي او په هغه د پاسه دې توپونه ولګول شي، ترڅو د ښار دیوالونه له نژدې تر اور لاندې ونیسي. په همدې ورځ د رومیانو امپراتور له مسلمانانو نه د انتقام اخیستلو په موخه د 260 مسلمان بندیانو د وژلو امر صادر کړ چې ټول ووژل شول. سلطان د دوی د دې کار په غبرګون کې یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړه او فیصله پکی وشوه چې اسلامي لښکر دې نور انتظار نه کوي او ښار ته د ننوتلو لپاره دې تیار اوسي.

امپراتور ته پيغام:
دا سخت جنګ د توپونو په غړمبهار کې د مۍ د میاشتي تر 25 تاریخه وغځیده، او ښار تر سخت فشار لاندې راغلی و. سلطان یو ځل بیا رومي امپراتور ته د ښار د تسلیمولو پیغام واستوه، او دا اجازت یې هم ورکړ چې امپراتور دې ښار مونږ ته تسلیم کړي او دی کولی شي له خپل ملګرو او درباریانو سره له ښاره بل چیرته ولاړ شي او خپل مال دې هم له ځانه سره یوسي، امپراتور دغه پیغام هم رد کړ.

د ښار فتحه:
د اسلامي لښکرو حمله څلويښتمې ورځي ته ننوتله، دا د مۍ د میاشتي 29 تاریخ یوه تاریخي ورځ وه . په همدې ورځ (29 مۍ) کال 1453م ( د سه شنبې ورځ 20 د جمادی الاولی 857هجری) د سهار له لمانځه وروسته اسلامي لښکرو یو ځل بیا په ښار حمله وکړه، او ښار یې تر سخت فشار لاندې راوست، ښار له هر طرفه محاصره و د توپونو انداختونه د ښار دیوالونه په ګنډوالو بدل کړی وو . هغه افسانوی کلکوالی یی نور د غازیانو مخه نه شوای نیولی، اسلامی لښکر تر کلک مقاومت او قربانۍ وروسته وتوانید چې ښار ته ور داخل شي او دا ترټولو سخت محفوظ او سرکشه ښار هم په فاتحانه ډول تر اسلامي قلمرو لاندې راولي.

دا ورځ یوه تاریخي ورځ وه سلمانو غازیانو د قسطنطینیه ښار چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم د هغه د فتحي خبره 800 کاله مخکې کړې وه ونیو، او د توحید کلمه په کې اوچته شوه.

مسلمانانو د مازدیګر لمنځونه د ښار په داخل کې وکړل او سلطان محمد د رومیانو تر ټولو تاریخي او لویې کلیسا ته چې آیاصوفیا نومیده ورغی، هلته یی اذان وکړ او په جمعه سره یې لمونځ په کې وکړ او دا کلیسا یی په جومات بدله کړه چې تر اوسه پورې شتون لري.

د ښار نوم یې بدل کړ او اسلامبول نوم یې ورباندې کیښود، یعني د اسلام کور . د دې سره د ښار په منځ کی یې یو بل لوی جومات هم جوړ کړ.

سلطان محمد ته د فاتح لقب ورکړی شو چې داسلامي تاریخ په آسمان کې د یو ځلانده ستوری په څیر ځلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x