تاریخي پيښينظــر

خراسان او افغانستان نومونه او سرحدات

محمد تمیم تکل

د افغانستان نوم د لومړي ځل له پاره چا او څه وخت کارولی دی؟

د خراسان نوم د لومړي ځل له پاره چا او څه وخت د کومې جغرافیې له پاره کارولی دی؟
خراسان زموږ د ننني افغانستان جغرافیې ته ویل کېدل که نه؟
زموږ جغرافیه ریښتیا هم پخوا د «خراسان» په نامه یاده شوې که نه؟

دغو پوښتنو ته په لاندې لیکنه کې ځواب ویل شوی دی.

خراسان په واقع کې د خپل مفهوم له مخې هغو سیمو ته ویل کېده چې د پارس په ختیځ کې واقع وو، که څه هم د هغه تر لاس لاندې به نه و. د خراسان نوم د لومړي ځل له پاره د یوه ساساني واکمن له خوا اېښودل شوی دی.د ساسانیانو اصلي مؤسس اردشېر و. په ۲۲۶ ز کې یې چې کله په دریېم ځل جگړه کې د پارتیانو لښکر ته ماته ورکړه؛ نو له هغه وروسته یې ځان د پاچا په توگه اعلان کړ.

د خراسان نوم د لمر خاته ملک په مانا دی؛ ځکه چې خراسان د ساسانیانو هېواد یانې پارس په ختیځه کې پروت و. داسې ښکاري چې ساسانیانو پارتیه د دې له پاره خراسان ونوموله چې د ساکا هویت له منځه یوسي.بله خبره دا ده چې خراسان د ساسانیانو تر لاس لاندې جغرافیه او هېواد و؛ نه خپلواک هېواد. او دا هم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوی دی او ورو ورو یې نور ملکونه هم په غېږ کې نیولي دي.کله چې د اسلام دین خپور شو او عربان دلته راغلل؛ نو هغه مهال د خراسان پلازمېنه د «مرو» ښار و.دغه ځای په ټول ختیځ کې د عربانو په لوی مرکز بدل شو.

هیوکنیډي په خپل کتاب (د عربو ستر فتوحات) کې لیکلي دي چې کله د ساساني دورې وروستی پاچا دریېم یزدگرد په ۶۴۰ ز کې د عربو په لاس ماته وخوړله، بیا د سیستان څخه د خراسان په لور روان شو.مانا دا چې سیستان او خراسان دوه سره جلا هېوادونه وو.

د خراسان حدود حتی د ساسانیانو په وخت کې هم نامالوم وو، دغومره مالومه وه چې پارتیه او مرو د خراسان په نامه یادېدله او د مرو واحه د ساسانیانو مرکز و.په زړه فارسي کې د مرو له پاره مارگو ویی کارول شوی دی.د هرات، بلخ او نیشاپور درې لوی ښارونه د مرو ترلاس لاندې نه وو.هرات او بلخ به زیاتره وخت د یفتلیانو له خوا اداره کېدل.د یادولو وړ ده چې یوازې ځینې وختونه د ساسانیانو واکمني هم په بلخ کې چلېده.

ارشاد صاحب وايي چې دوی د پارت (خراسان) له لارې د زرنگه ځمکې ته راتېر شوي، خپل استوگن یې سیستان ټاکلی، دوی گڼ شمېر د هندوکش په شمالي برخو او باختر کې اوسېدل چې د وخت په تېرېدو سره ختيځ او لویدیځ لورو ته خواره شوي دي.کله چې هریرود او ارغنداو سیمو ته ورسېدل بیا یې د لویدیځ لوري ته مخه کړه، هلته بیا له مقاومتونو سره مخ شول او…

دا مالومه نه ده چې کله لومړۍ اسلامي پېړۍ کې عربان دلته راغلل، څومره سیمې د ساسانیانو، څومره د یفتلیانو او څومره نورې د محلي واکنو په لاس او اختیار کې وې.
د خراسان د هغه وخت مرکز «مرو» د عربو لاس ته ولوېد، دوی بیا له همدغه ځایه بخارا، سمرقند او نورو ته د اسلام د خپراوي په موخه روان شول.له امو سیند نه پورته ځایونو ته ماواروالنهر ویل کېدل.هغه مهال په خراسان یا د خراسان په ټولو برخو کې یوازې یوه کورنۍ وه چې د واکمنې کورنۍ په شان هسکه شوه او د عباسيانو له لوري په رسمي ډول د خراسان مشري هم ورکړل شوه. خو د طاهریانو، صفاریانو، سامانیانو، سلجوقیانو، غزنویانو او غوریانو د حاکمیت سیمې سره ډېرې متفاوتې وې. او «مرو» د پخوا په شان اصلي خراسان گڼل کېده؛ لکه غبار صاحب چې وايي: «چون امیر محمود غزنوي رحمه الله از فتح مرو فارغ شد و امیر خراسان شد و به بلخ آمد.»
پورته یادې شوې واکمنې کورنۍ چې څومره  په خپلو نومونو یادېدلې د خراسان په نامه نه یادېدلې.

هېڅ مؤلف او هېڅ کومې سرچینې د خراسان حد او حدود ثبت کړي نه دي.ښايي یو لامل به یې دا و چې د خراسان حدود تل د بدلون په حال کې وو. غبار صاحب د خراسان نوم د لیکوالانو او شاعرانو له خولې او آدرسه رانقل کړی دی؛ خو د هغه څخه یې په یوه ټاکلي هېواد او جغرافیه کې د سیاسي واحد په توگه یادونه نه ده کړې.د خراسان نوم چې څومره لیکوالانو او شاعرانو یاد کړی، نظامیانو او واکمنو نه دی یاد کړی.

هغه تاریخي او جغرافیايي کتابونه چې زموږ اسلامي لیکوالانو او مؤرخینو لیکلي دي، هم څه حدود د خراسان د جغرافیې له پاره ټاکل شوي دي؛ خو داسې توافق پرې نه دی شوی چې یوه خاصه جغرافیه دې ټول یا اکثریت د خراسان په نامه وپېژني. هغه جغرافیه چې ځينو اسلامي تاریخونو د خراسان په نامه یاده کړې ده او لیکلي یې دي چې الله تعالی کوم قام ته په قهر شي په دې سیمه یې ور سیخوي او هغه به دلته هلاک شي.موخه دا ده چې د افغانستان اوسنۍ سیاسي جغرافیه چې ۳۴ ولایتونه لري، کټ مټ همدغه جغرافیه د خراسان جغرافیه نه ده او نه وه، برخه به یې وه خو ټوله په خراسان کې نه وه ورگډه. د غبار صاحب په گډون ډېرو لیکوالانو او زموږ افغاني شاعرانو یا مؤرخینو چې دا خبره کړې چې خراسان د افغانستان اوسنۍ جغرافیې ته ویل کېده او د آریانا / آریانه ځای یې نیولی دی؛ خو دغه خبره لا هم پټه او مبهمه ده چې ولې آریانا په خراسان بدل شو او کله یا څنگه، د چا له خوا دا کار ترسره شو؟

افغانستان یو ترکیبي نوم دی چې له افغان او ستان څخه جوړ دی، مانا یې ده: د افغان هېواد.

دا چې  دافغانستان نوم د لومړي ځل له پاره چا او څه وخت کارولی دی، مالومه نه ده. سیفي هروي / سیفي هروي شاید لومړنی مؤلف وي چې په خپل اثر (تاریخنامهء هرات) کې یې ۳۴ ځله د افغانستان ویی د هېواد په نامه یاد کړی دی.دا مانا چې د هرات یو لیکوال یو نوم دومره ډېر یادوي؛ خو موجود به و  چې بیا دومره عام شوی دی.سیفي چې په اصل کې د غور و او په هرات کې پیدا شوی و په دې مامور شو چې د هرات تاریخ د مغولو له یرغلونو وروسته ولیکي، د دغه مقصد له پاره د وخت حاکم(سلطان غیاث الدین) په خپل دستور سره رسمي پاڼې او سندونه هم په اختیار کې ورکړې.د دغه کتاب ارزښت په دې کې هم دی چې لیکوال یې هم عالم دی او هم یې سرچینې لومړنۍ دي.

سیفي د دیارلسمي پېړۍ په سر کې یانې د چنگیز خان د تاړاکونو په وخت کې د افغانستان نوم یادوي او وايي چې: « از حدود خراسان و نواحي جبال ترکستان و شبرغان تا افغانستان قرب پنجاه هزار مرد از پیاده و سوار به هرات آمدند.»

مؤلف زمچي اسفزاري هم افغانستان د یوه بېل هېواد په ډول یادوي او وايي چې محمد خدابنده الجایتو (۱۳۰۷ – ۱۳۱۷ ز) امر وکړ چې : « کشور هرات با ولایات آن از دریای آمو تا شرقي ترین نقطه افغانستان به وی (غیاث الدین) داده شود.»

اوس داسې بريښي چې سیفي او اسفزاري چې د کوم افغانستان یادونه کوي هغه جلا خپلواک هېواد و او د ځايي واکمنو له خوا اداره کېده،د سیفي په کتاب کې دا هم راغلي دي چې د دغه ځای واکمنان په ټینگو او لوړو حصارونو کې اوسېدل. دغه برجونه او حصارونه اوس هم د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې شته، مانا که خپله نه وي اثار یې پاتې دي او شته.په یاد شوي کتاب کې حصار له اوسني سنگر یا قول اردو سره داسې تشبیه شوی دی.دا د هغه وخت د نظامي قوتونو تمځایونه او مراکز وو.

د افغانستان دغه محلي واکمنان چې د چنگیز خان له حملو نه وروسته هم خپلواک وو، سیفي یې بیانات په څو جلا څپرکو کې کړي دي.له دې ډلې یو هم میران شاه و. د سیفي په قول میران شاه ۱۸ کاله د افغانستان او هندوستان په شاوخوا علاقو باندې لشکرکشۍ کړې وې. ډېرې کلاوې او حصارونه یې ترلاسه کړل او…خو دلته سیفي نه د میران شاه ولایت او نه هم د افغانستان جغرافیه مشخصه کړې. افغانستان یې د ختیځ لور ته د اباسین تر حده پورې هېواد ښودلی دی چې د کاکړ صاحب په وینا دا د سلیمان غرونو سمسورې درې کېږي چې له کندهار، کلات او غزني نه بیا داسې تر اباسینه پورې غزېدلي دي.

بابرشاه په خپل اثر بابرنامه کې کله چې له کابل نه یادونه کوي؛ نو افغانستان د هغه جنوب کې ښيي او ختیځ حد ته یې داسې تر پېښوره پورې رسوي.

لمن لیکونه

–  پوهاند کاکړ صاحب په ځلونو د تاریخنامهء هرات لیکوال «سیفي هروي» یادوي او وايي چې د لومړي ځل له پاره یې د افغانستان کلمه ۳۴ ځله کارولې ده؛ خو ښاغلی عبدالواجد واجد بیا لیکلي دي چې د نوموړي کتاب لیکوال «یوسف هروي» نومېږي او د افغانستان کلمه یې ۳۵ ځله او د اوغانستان هغه یې دوه ځله راوړې ده.

– علامه البیروني په ۱۰مه ز پېړۍ کې هغه خلک چې د سند له سیند څخه بیا تر کابله پورې مېشت وو د افغان په نامه یاد کړي دي، دا ټبر یې سرغړونکی، سرتېری، مېړنی، سرښندونکی او له خپلواکۍ سره مینه لرونکی نومولی دی.

– که څه هم یادونه وشوه چې د افغانستان د نوم دا مالومات په دقیق ډول نه شته چې د چا له لوري څه وخت د لومړي ځل له پاره وکارول شو؛ خو موږ کې بیا داسې مشهوره ده چې پخوا د دغې جغرافیې نوم خراسان و او احمد شاه بابا بیا افغانستان ته ولاړو؛ خو د «احمد شاه» د کتاب لیکوال وايي چې صابر شاه کابلي  د بابا پیر او لارښود و، هغه د لاهور د واکمنانو د بې ادبۍ او د احمد شاه بابا په دفاع کې لیکلي وو: « هغه د خراسان ولایت پاچا دی او ته د هندوستان د پاچا صوبدار یې»، د پښتو ادب د اوسنۍ دورې د اوایلو یو لیکوال نور محمد کندهاري په خپل کتاب گلشن امارت کې، د امیر دوست محمد خان د حال او احوال د بیان په وخت کې  له خراسان څخه د هغه د هېواد په نامه نوم اخیستی دی او داسې یې لیکلي دي: « په هغه وخت کې چې خدای بښلي بې سیاله او دلوړې مرتبې درلودونکی امیردوست محمد خان د خراسان ولایت په دارلسلطنه کابل کې د امارت پر کرسۍ ناست و.»
– د افغانستان کلیمه د خراسان په ځای په دولتي لیکنو کې د شاه شجاع په وخت کې دود شوه، وروسته د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو څخه افغانستان د یوه خپلواکه هېواد په نامه یاد شو او لا یادېږي.

– د شناخت مقدماتي ولایات افغانستان لیکوال لیکلي دي چې افغانستان د تاریخ په دوران کې په ۴ نومونو یاد شوی دی: باختر، آریانا، خراسان او افغانستان؛ خو استاد فرهمند بیا وايي چې په ۳ نومونو یاد شوی دی، تر ټولو پخوانی نوم یې آریانا و چې د اصیل او شریف مانا ورکوي. بیا ورپسې خراسان شو او خراسان د ابوالفدا او ابن خرداد په خبره له څلورو برخو (نیشاپور، مرو، بلخ او هرات) څخه جوړ شوی و.خراسان د آریانا د یوې محدودې جغرافیې نوم و چې وروسته په هېواد بدل شو. او د خراسان نوم په ۱۸مه ز پېړۍ کې په افغانستان بدل شو او دا نوم یې لا هم شته.

پای-

سرچینې:
۱ – افغانستان در مسیر تاریخ – غبار
۲ – پښتون، افغان او افغانستان – کاکړ
۳ – شناخت کاربرد کلمات افغان و افغانستان – محمد شریف پاکرای
۴ – د افغانستان تاریخ ته کتنه – ارشاد
۵ – د افغانستان معاصر تاریخ – فرهمند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x