افغانستان

کمانډو عسکرو د کابل هوايي ډګر یو پوځي افسر په خپل کور کې وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د کابل د هوايي ډګر یو نظامي افسر احمدشاه خادمیار وړمه شپه د کمانډو عسکرو لخوا په کابل ښار کې وژل شوی دی.

د خادمیار د کورنۍ غړي وايي، وړمه شپه د صفر یو قطعې ځانګړو ځواکونو د کابل په ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند نادرخان تپې سیمه کې ددوی کور کلابند کړی، کور ته له ننوتلو سره همهاله یې د کابل نړیوال هوايي ډګر افسر دویم څارن احمدشاه خادمیار په ډزو وژلی او بیرته تللي دي.

که څه هم تردې مهاله د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست په دې هکله څه ویلي نه دي؛ خو تیره ورځ د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار هم دې پېښې په  اشارې ویلي ؤ، چې وژل شوی افسر د ولسي جرګې د امنیتي چارو د رئیس شفیق فضلي وراره یاد کړی او غوښتنه یې کړې چې امینتي ادارې باید په دې هکله سپیناوی وکړي.

دویم څارن احمدشاه خادمیار د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې امنیتي مسئول او د روسیې هېواد څخه یې د پولیسو په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x