افغانستان

د بین الافغاني مذاکراتو د تماس ډلې نن بیا ګډه ناسته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې ده، چې د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې نن یوځل بیا د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو د تماس ګروپونه ګډه ناسته ترسره او د مذاکراتو لپاره د کړنلارې او طرز العمل په جوړلو خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.

د افغاني جهتونو د مرکچي پلاوي غړي او ویاند نادر نادري نن د دوشنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته ویلي، چې د تماس ډلې اوس مهال پر دوو مهمو مسائلو چې دده په خبره ډیرې حیاتي او هویتي ارزښت لرونکي دي، بحثونه کوي.

که څه هم نوموړي دغه دوه مهم مسائل واضح نه کړل؛ خو زیاته یې کړه چې د پرون ماښام د څلور ساعته ناستې په دوام تمه ده چې نن هم د تماس د ګروپونه په اړونده موضوعاتو د بحث لپاره سره جرګه شي.

نادري د تیرې ورځې بحثونه هم ګټور یاد کړي او څرګنده کړې یې ده چې دواړه ډلې د یوې مشترکې لارې او ګډ تفاهم ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او ویاند ډاکټر محمدنعیم تیره ورځ ناوخته د یوې مرکې په ترڅ کې د ستونزو سربیره روانو بین الافغاني مذاکراتو ته خوشبیني ښکاره کړې وه او تمه یې څرګنده کړې چې ښايي ددې مذاکراتو پایله کې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د داسی خائنینو سره سوله ده چی په سوله کی د هغو هیڅ ګټه نسته .
دوی به څنګه داسی یو نظام ومنی چی په هغه کی غلامی نه وی ، خیانت نه وی ، فساد نه وی ، غلا نه وی ، فحشاء او نوری حرامزادګی او حرامخوری نه وی ، دوی خو آموخته سوی همداسی دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x