ټکنالوژي

واټس اپ به ډیر ژر یوه نوې په زړه پورې ځانګړتیا وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): د نړۍ تر ټولو مشهور د پیغام رسونې اپلیکیشن «واټس اپ» ډیر ژر د یوې نوې په زړه پورې ځانګړتیا وړاندې کولو لپاره چمتو والی ښودلی دی.

دغه ځانګړتیا په لړ کې چې ازمیښت یې له تېر یو کال راهیسې کیږي، کاروونکي به وکولی شي خپل یوازینی واټس اپ په څو موبایلونو کې وکاروي.

تر دې دمه په دویم موبایل یا ډیوایس کې د واټس کارول د خپل فعاله واټس اپ سره د انترنیت له لارې وصل کیږي او بیا په دویم ډیوایس کې هماغه واټس اپ پرانیستل کیږي.

د معلوماتو له مخې واټس اپ ددغه ځانګړتیا وروستي ازمیښتونه پېل کړي دي چې ډير ژر به چمتو شي، د راپورونو په وینا تر دې مهاله یاده ځانګړتیا یوازې د اندراید کاروونکي موبایلونو کې ازمویل کیږي او په ایفون موبایلونو کې به یې ازمیښت وروسته پېل کیږي.

ددغې ځانګړتیا لپاره د واټس اپ ویب په څېر انترنیت ته اړتیا نه وي، یعنې که تاسې خپل موبایل نه لرئ هم کولی شئ په بل ډیوایس یا موبایل کې خپل واټس اپ پرانیزئ، لکه څرنګه چې په میسنجر کې ممکن دی.

دغې ځانګړتیا ته به د «Devices Linked» نوم ورکړل شي، چې د نورو ډیوایسونو سره د وصل پرمهال به کولی شئ ټول لیست هم وګورئ.

باید وویل شي چې اوسمهال کاروونکي یوازې خپل واټس اپ د کمپیوټر په ویب براوز کې کارولی شي، ددې لپاره د انترنیت او د موبایل نږدې والی اړین دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x