نړۍ

افغان سفارت: افغاني کډوال په هیڅ ډول غیرقانوني کړنو کی لاس نه لري

ن ټکی اسیا سپټبر۲۰۱۱/۱۳) اسلام اباد: په پاکستان کی دافغانستان سفارت دپاکستان دکورنیو چارو دوزیر رحمان ملک څرګندوني په کلکوټکو سره ردکړی، کوم چي نوموړي ویلي په پاکستان کي میشت افغاني کډوال په پاکستان کي په مختلفو مجرمانه اوناامنه پیښو کی لاس لري.

دافغانستان سفیر په اسلام اباد کی دخبرو پرمهال وویل افغاني کډوال په پاکستان کي دملګروملتونوله دکډوالودنړیوالو اصولو سره سم   ژوند کوي اوپه په هیڅ ډول مجرمانه اوامنیتي پيښو لاس نه لري.

دوی ورځي مخکی دپاکستان دکورنیو چارو وزیر په کوټه کی دخبروپرمهال وویل دپاکستان دبلوچستان ایالت په ناخوالوکی افغاني کډوال لاس لري، نوموړي زیاته کړه په زرګونو هغه افغانان چي په هیواد کی یی غیرقانوني اوسیږي باید دیوي میاشتي په تیریدو سره دپاکستان له حکومت سره ځانونه ثبت کړي.

لیکن په اسلام اباد کی دافغانستان دسفارت ویاند زردشت شمس له خبري رسنیو سره دوینا پروخت دپاکستان دکورنیو چارو دوزیر رحمان ملک څرګندوني وغندلي نوموړي زیاته کړه دافغاني کډوالو په اړه دپاکستان دکورنیو چارو دوزیر څرګندوني هیڅ اساس نه لری، ټول افغاني کډوال په پاکستان کی دنړیوالو کډوالو دټولني له اصولوسره سم ژوندکوي.

نوموړي زیاته کړه دپاکستان دکورنیو چارو دوزیر له لوري دافغانستان دکډوالو په اړه به دارنګه څرګندوني ددواړو هیوادونه اړیکي له خنډسره مخ کړي، پرځای ددي چي پاکستان پرافغان کډوالو باندی ډول ډول تورنه لګوي دغه مسله باید دپاکستان، افغانستان اودملګروملتونو له لوري په ګډوسره وڅیړل شي، له یوه لوري څخه دافغاني کډوالو په اړه بی اساسه بیانونه ورکول به کومه خاصه نتیجه ورنکړي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x