افغانستان

غزني کې د بېلابېلو امنیتي پېښو په ترڅ کې د اربکي قوماندان په ګډون ګڼ عسکر وژل شوي

نن ټکی آسیا: وسلوالو طالبانو تېره شپه ناوخته د یوه کمين پر مهال د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د سیمه یېزو پولیسو یا اربکیانو مشر جان ولي وژلی او د هغه یو ساتونکی یې ټپي کړی.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ ساپي د پېښي پخلی کوي او زیاتوي، چې پېښه تېره شپه د رامک په کلي کې د ګزمې پر مهال را منځته شوه.

،طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې جهانوال د خپلو ظالمانه کړنو له کبله ، له ډيرې مودې راهیسې د دوی تر تعقیب لاندې چې بالآخره نن په نښه او ووژل شو.

همدارنګه د غزني د قره باغ ولسوالۍ په باران کلا سېمه کې، نن له غرمې مخکې شاوخوا نهه بجې د طالبانو له لورې د خښ کړل شوي ماین په چاودنه کې د ملي اردو د دوو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

په یوه بل جلا خبر کې د غزني د والي ویاند وویل، چې طالبانو  نن ١١ بجې د غزني  ښار په کلاسبز سيمه کې د ملي امنيت يو کار کوونکى پر ډزو وواژه.

عیني شاهدانو وویل،  چې بريد کوونکي دوه موټرسايکل سپاره وو او  تر بريد وروسته تښتېدلي دي.

او په یوه بله جلا پېښه کې بیا د غزني د ګېرو ولسوالۍ اړوند د جلګې په سېمه کې د شیلې په پوسته وسله وال برید شوی. خو د تلفاتو په اړه یې کره جزییات په لاس کې نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x