افغانستانسولې اړوند خبرونه

قریشي-عبدالله ته: د سولې د هڅو په دوران کې دې په «شر خوښوونکو» عناصرو هم نظر وساتل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا له مشر «عبدالله عبدالله» سره د لیدنې په مهال ویلي، چې هیواد یې د افغان سولې له هڅو ملاتړ کوي؛ خو د سولې د هڅو په دوران کې پر هغو «شر خوښوونکو» عناصرو هم پام ساتل پکار دي، چې سیمه کې امن نه غواړي.

د قریشې له رسمي فسبوک پاڼې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له عبدالله سره په لیدنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر او ځانګړي استازي منصور خان او صادق خان هم ګډون درلود او  په مهال یې قریشي ویلي، چې پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت نه نقضوي، احترام ورته لري او په چارو کې يې مداخله نه کوي.

نوموړي وړاندې د عمران خان په هغه دريځ ټینګار کړی چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل نه لري او باید ټولې خواوې د سولې او مذاکراتو له لارې ستونزې حل کړي.

د قریشي په خبره، د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې دوستانه او تاریخي دي او پاکستان د افغانستان په سوله کې د خپل هیواد امن نغښتی ویني او په دې برخه کې هڅې کوي؛ خو په خبره یې، د سولې لپاره د کېدونکو هڅو تر څنګ باید په هغو «شر خوښو» عناصرو هم نظر وساتل شي، چې په سیمه کې امن نه غواړي.

ورته مهال عبدالله عبدالله بیا په افغانستان کې د جګړې له زیاتوالي شکایت کړی او په خبره يې د جګړې د شدت زیاتوالی د سولې خبرې زیانمنوي.

عبدالله ددې تر څنګ د افغانستان ملي حاکمیت ته په احترام ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې دده سفر به د پاکستان-افغانستان تر منځ د اړیکو یو نوی باب پرانېزي.

یاده دې وي، چې عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي مذاکراتي ټيم تر منځ خبرې روانې دي.

ویل کېږي، عبدالله به د پاکستان له لومړي وزیر، د پوځ له لوی درستیز، بهرنیو چارو وزیر، د ولسي جرګې له رییس او د مشرانو جرګې له مشر سره وګوري او د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې به خپله وینا واوروي.

بل لور ته داسې ګنګوسې هم شته چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د افغان سولې په برخه کې د عبدالله عبدالله له هڅو ناخوښی دی او همدا لامل دی، چې د شپږو میاشتو په تېرېدو یې لا هم د مصالحې عالي شورا د غړو معاش نه دی منظور کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x