نړۍ

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه دویمې ورځې ته غځېدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): د اذربایجان او ارمنستان هېوادونو ترمنځ د «ناګورنو قره باغ» لانجمنې سیمې پر سر شخړه دوهمې ورځې ته غځېدلې ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تېره ورځ جګړه په داسې حال کې پېل شوه چې اذربایجان پر پوله ارمنستان هېواد په تیري تورن کړ او په وینا یې ددغه هېواد ځواکونو ته یې سخت ځواب ویلی او په شا کړي دي.

دواړه هېوادونه یوه بل ته د سختو تلفاتو اړولو ادعا کوي، خو د یو شمېر راپورونو پر بنسټ اذربایجان له ارمنستان څخه یو شمېر سیمې نیولې دي.

راپور زیاتوي، تر دې دمه په شخړه کې نږدې ۴۰ کسان وژل شوي چې له مخې یې ‍۲۸ د ارمنستان عسکر دي، خو اذربایجان بیا تلفات نه دي اعلان کړي. دواړه لوري د ویجاړ شويو ټانګونو په خپرولو سره د سلګونو تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د راپورونو له مخې د تلفاتو په اړه د دواړو هېوادونو ادعاوې پر مبالغې بنا دي، چې د تبلیغاتو په بڼه معلوماتي جګړه هم مخ ته وړي.

د جګړې په لومړۍ ورځ د چورلکو، ډرون الوتکو، ټانګونو، توپونو او نورو سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستل شوی، دغه راز ویل کیږي چې تېره شپه هم سخته جګړه روانه وه او دواړو لوریو ته ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.

د ارمنستان صدراعظم ددغه هېواد له ټولو خلکو غوښتي تر څو د هېواد سالمیت په خاطر یادې جګړې ته چمتو اووسي، خو بلخوا اذربایجان وایي دغه سیمه د هېواد برخه بولي او د پوځ سمبالښت غوښتنه یې کړې، دوی له ۳۰ کلونو وروسته ددغې سیمې خپلولو ګواښ کړی دی.

ترکیې په دې لړ کې له اذربایجان پراخ ملاتړ اعلان کړی او ارمنستان هېواد یې په سیمه کې د سولې ستر ګواښ بللی دی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان له ارمنستان غوښتي تر څو په سمدستي ډول دغه سیمه پریږدي. خو بل لور ته ارمنستان ترکیه تورنوي چې دوی ازربایجاني ځواکونو ته درنې وسلې ورکوي او د جګړې کرښو ته یې عسکر لیږلي دي.

ویل کیږي د ناګورنو قره باغ سیمې زیاتره اوسېدونکي د اذربایجان څخه د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۶ کالونو ترمنځ په جګړه کې له ازربایجانه جلا شوي او خپلواکي یې اعلان کړې وه، خو تر اوسه د نړیوالو له لوري دغه سیمه د هېواد په توګه په رسمیت نه ده پېژندل شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ په یاده نښته کې د مالي او ځاني زیانونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې، او د اوږدمهاله سولییز حل غوښتنه یې کړې ده.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ناګورنو قره باغ سیمه د اذربایجان یوې برخې په توګه پېژندل شوې ده، افغانستان په دې لړ کې د اذربایجان حکومت او د خلکو ملاتړ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x