ورزش

رونالډو د فوټبال په تاریخ کې د یوه بل ریکارډ څښتن شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): د نړۍ مشهور نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو د فوټبال په تاریخ کې د یوه داسې ریکارډ څښتن شو چې د میسي په شمول هیڅ لوبغاړی تر دې دمه نه دی برخمن شوی.

رونالډو چې په ایټالوي لیګ کې د یوونتوس لوبډلې لخوا لوبیږي د روما لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې یې تېره ورځ دوه ګولونه ووهل او لوبډله یې له ماتې وژغورله.

په دې سره ۳۵ کلن رونالډو د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې د اروپا په پنځه سترو بېلا بېلو لیګونو کې په لوبېدو په مجموعي ډول ۴۵۰ ګولونه بشپړوي.

رونالډو په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کې د دوه پرتګالي لیګونو لخوا لوبېدلی دی، دغه راز د انګلستان په «پریمیئر لیګ» کې د مانچسټر یونیټډ لخوا، په هسپانوي لیګ «لالیګا» کې د ریال مدرید لخوا او اوس په ایټالوي لیګ «سیریا ای» کې د یوونتوس لوبډلو لخوا لوبیږي.

له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۸ د مانچسټر یونیټډ سره، له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۸ د ریال مدرید سره او د ۲۰۱۹ تر اوسه د یوونتوس لوبډلې سره لوبېدلی دی.

د مانچسټر یونیټډ لوبډله کې هغه په ۱۹۶ لوبو کې ۸۴ ګولونه وهلي، په ریال مدرید لوبډله کې یې په ۲۹۲ لوبو کې ۳۱۱ او په یوونتوس لوبډله کې يې په ۶۶ لوبو کې ۵۵ ګولونه وهلي دي.

تر دې دمه په نړیواله کچه رونالډو ټولې ۱۰۱۴ لوبې ترسره کړي، ۷۳۷ ګولونه یې وهلي او ۲۲۳ ګول پاسونه یې کړي دي. دغه راز هغه د نړۍ دویم لوبغاړی دی چې د ملي لوبډلې «پرتګال» په استازیتوب له سلو زیات ګولونه وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x