افغانستان

هرات کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره یوځل بیا فعاله شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): له هرات ولایت څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره همهاله ددې ولایت په مرکز هرات ښار کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې خپل فعالیت له سره پیل کړی دی.

د هرات ولایت د حج او اوقافو ریاست مشر عبدالخالق حقاني د جرمني خبري آژانس «دویچه وله»ته ویلي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره پخوا هم ددې ریاست په چوکاټ کې رسمي وه؛ خو په ښار کې یې فعالیت نه درلوده چې له تیرو څو ورځو راهیسې د خلکو د پرلپسې شکایتونو له امله بیرته فعاله شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په هرات ښار کې د الکولي مشروباتو پېر او پلور، قمار وهل او ځینو هوټلونو کې د قلیانو څکولو زیاتېدو په اړه د خلکو د شکایتونو په دوام یې په ښار کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې یو شمېر کسان ګومارلي دي: «مونږ هڅه کړې چې د علمای کرامو به مرسته درې یا پنځه تنه منځلاري او تحصیل یافته کسان وګومارو. د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې فعالیت په اوس وخت کې نصیحتي او کلتوري بڼه لري.»

که څه هم ځینې کسان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د فعالیت په اړه اندېښمن دي؛ خو د هرات د حج او اوقافو ریاست مشر ډاډ ورکړی چې ددې ادارې کار کوونکي او فعالین به خلک د نصیحت له لارې له بدو کارونو څخه منع کوي او زور زیاتي څخه به کار نه اخلي.

په هرات ښار کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر(په ښو کارونو امر کول او بدو کارونو څخه منع کول) ادارې دغه راز خلکو او ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی، چې د میرمنو تلویزیوني معاینه(الټراساؤنډ) دې نارینه ډاکټران نه کوي، ځکه دا چاره د اسلامي اساساتو او افغاني کلتور سره په ټکر کې یو عمل دی.

د هرات د حج او اوقافو ریاست د مسئولینو په وینا دا مهال په هرات ښار کې ګڼې نجونې او میرمنې شته چې په دې څانګه کې یې زده کړې ترلاسه کړي او کاري تجربه هم لري، ځکه خو روغتیايي مسئولین مکلف دي چې دغه نجونې او میرمنې په کار وګوماري او دا تشه ډکه کړي.

ځایي مسئولین وايي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر(په ښو کارونو امر کول او بدو کارونو څخه منع کول) ادارې ته دنده سپارل شوې، ترڅو هغو رسنیو ته نصیحت وکړي چې داسې مبتذل فلمونه او ډرامې خپروي چې اختطاف، قتل او غلا کولو ته خلک تشویقوي.

که چیرې خلک د امر بالمعروف او نهي عن المنکر(په ښو کارونو امر کول او بدو کارونو څخه منع کول) ادارې نصیحتونو ته پام نه کوي څه به پېښ شي؟

د هرات د حج او اوقافو رئیس وايي، که چیرې یو شمېر کسان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر(په ښو کارونو امر کول او بدو کارونو څخه منع کول) ادارې سپارښتنې عملي نه کړي، نو مونږ به بیا له امنیتي ځواکونو څخه په دې برخه کې مرسته وغواړو، ترڅو متخلفین عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

د طالبانو او افغاني جهتونو ترمنځ په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو سره همهاله په هرات ښار کې د یو رسمي دولتي ارګان لخوا د امر بالمعروف او نهي عن المنکر(په ښو کارونو امر کول او بدو کارونو څخه منع کول) ادارې فعالیت بیا پیل په اړه شنونکي وايي، چې د کابل حکومت په دغو اقداماتو سره غواړي طالبانو ته د خپل نظام اسلامیت او مسلماني ثابته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دوی خو ډیموکراسی هم وشرموله ، د ډموکراسی او امر بالمعروف ! ؟عجیبه ده !

طوطی

ښه خبره ده امر بالمعروف و نهی عن المنکر خو نه لکه د امارت د وخت په شان چی هندو به یی هم په زوره جوماته کش کاوه. باید د وزارت داخلی په چوکاټ امر بالمعروف یو ریاست جوړ شی تر څو په تلویزیونونو باندی هم کار وکړی او جامعه د اصلاح خواته بوځی. د ښځینه تلویزیونی معاینه د نارینه ډاکتر لخوا بیا په افغانستان کی باید هیڅ جواز ونلری. په امریکی کی اکثر ډاکتران زنانه دی بیا بالخصوص د ښځو لپاره. طالبان دی اوس پوه شی چی ښځی باید لوړ تحصیلات وکړی تر څو د هغوی ښځی ښځینه ډاکترانی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x